درام ساباق

 

عيسیٰ دې سبت په وريځ شفا ويرکاوي

(متي ۱۲‏:‌۹‌‏-‌۱۴ او لوقا ۶‏:‌۶‌‏-‌۱۱)

۱عيسیٰ يورې بيا عبادتخانې ته لوړ شه او وولته يو ساړائي و چې لوس يې وچ شوائي و. ۲ځنې خالکې اڅه کړله چې څه داليل پيدو کو چې په عيسیٰ تومات ولګاوي، بيا يغې دا ته کاتل چې اغا دې سبت په وريځ يغ ساړي ته شفا ويرکاوي او که نه. ۳بيا عيسیٰ يغ ساړي ته چې لوس يې وچ شوائي و، وويل، ”روچګيژه او دې ټولې په مخ کې وداريژه.“ ۴بيا يغ دې خالکې نه پشتنه وکړه، ”دې سبت په وريځ نيکي کړل راو دي که بد کړل؟ دې چا دې ژوند ژغورل راو دي که دې ميانځ نه وړل؟“خو اغا غلي پوتې شول. ۵عيسیٰ په قهر سره اغا وکاتل او دې يغې په حال يې زاور وکه، ځکه چې زړينه يې ساخت وي. بيا يې يغ ساړي ته وويل، ”خپل لوس وغزاوه.“يغ لوس وغزوو او لوس يې روغ شه. ۶بيا فريسيون دې عبادتخانې نه وواتل او په مخ يې دې هيروديس دې طرفدورونې سره يوه ليار جوړه کړه چې عيسیٰ څرنګې وويژني.

 

عيسیٰ ته دې شفا دې پوره دې ډيرې خالکې روتاګ

۷عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې داريوب غوړه ته لوړ شه او زيوت شمير خالک پسې راون وي. اغا دې جليل، دې يهوديه، ۸يروشلم، ادوميې، دې اردن دې سيند دې بلې غوړې دې سيمې او دې صور او صيدون دې شو او خو سيمې نه روغلي وي. دا ټول خالک ځکه عيسیٰ ته روغلل چې دې يغ دې چارې نه خبر شوي وي. ۹دې خالکې دې زيوتې ګاڼې ګيڼې په واجه عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل چې يغ ته کشتئ تايوره کو چې تر څو خالک په سرزيري نه شي. ۱۰ځکه چې يغ دامره ډير بيمورون شه کړي وي چې يو بل يې پورې والل چې څو يغ ته لوس ويري. ۱۱کله و چې پيريونې عيسیٰ وليده بيا و يې په پشې کې ولويدل او سيرې و يې والې، ”ته دې خدائ زيائي يې.“ ۱۲خو عيسیٰ و پيريونې ته په کلاکه حکم که چې ايچا ته نه ويائي چې اغا څوک دائي.

 

عيسیٰ دولاس رسولون ټاکي

(متي ۱۰‏:‌۱‌‏-‌۴ او لوقا ۶‏:‌۱۲‌‏-‌۱۶)

۱۳بيا عيسیٰ غره ته لوړ شه او کيم کاسون يې چې خواش کړي وي اغا يې روغوشتل او اغا ورته روغلل. ۱۴عيسیٰ دولاس کاسون وټاکل او اغا يې دې رسولونې په نوم يود کړل چې دې يغ سره و پنډيژي او اغا و ولاژل شي چې تعليم وکو ۱۵او دا واک او اختيار و لري چې پيريون وبوسي.

۱۶يغ دا دولاس کاسون وټاکل: شمعون چې عيسیٰ وربندې پطروس نوم کشياش، ۱۷دې زبدي زيائي يعقوب او دې يغ ورور يوحنا چې يغې بندې يې دې بوانيرګس نوم کشياش چې معنی يې دو دې تندر زامن، ۱۸او اندرياس، فيليپوس، بارتولما، متي، توما، دې حلفي زيائي يعقوب، تدي، شمعون سرتيرائې، ۱۹يهودا اسخريوتي چې دې عيسیٰ سره يې بيا خيانات هه وکه.

 

عيسیٰ او بعلزبول يعني شيطون

(متي ۱۲‏:‌۲۲‌‏-‌۳۲ او لوقا ۱۱‏:‌۱۴‌‏-‌۲۳، ۱۲‏:‌۱۰)

۲۰ورستې عيسیٰ خپل کير ته نناوته او يورې بيا دامره زيوت خالک روغونډ شول چې عيسیٰ او شاګردونې يې دې ماړئي خوړلې وخت هه نه لوره. ۲۱کله چې دې عيسیٰ خپلون خبر شول بيا اغا لوړل چې اغا دې ځون سره بوځي، ځکه چې دئ ويلل چې اغا ليوانائي شوائي دائي.

۲۲دې شريعت کيم عالمون چې دې يروشلم نه روغلي وي، ويل يې، ”اغا دې بعلزبول يعني دې پيريونې دې مشر چې شيطون دائي، په مراسته پيريون وبوسي.“ ۲۳بيا عيسیٰ خالک روغوشتل او په مثالينه کې يې خبرې ورسره وکړلې او ويې ويل، ”شيطون څرنګې شيطون ياستلئ شي؟ ۲۴که په يوه بدشائي کې بې اتفاقي روپيدو شي بيا اغا بدشائي نه شي پوتې کيدلائي. ۲۵که په يوه کورانۍ کې بې اتفاقي روپيدو شي بيا اغا کورانۍ نوره نه شي پوتې کيدلائي. ۲۶که چيرې شيطون دې خپل ځون په خلاف روچګ شي او دې ځون سره بې اتفاقه شي، بيا اغا نه شي پوتې کيدلائي او زور يې دې ميانځ نه څي. ۲۷دا رانګې ايڅوک نه شي کړلائي چې دې يو زوراور ساړي کير ته وير نناوځي او دې يغ دې کير سامان وشيکاوي، تر څو چې اوال اغا ساړائي وتاړي او بيا يې کير وشيکاوي.

۲۸په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې انسان ار رانګې ګناه او داغا پوره ار يو کفر يې چې ويلائي وي اغا و باخش شي، ۲۹خو څوک چې دې روح القدس په خلاف کفر ويائي اغا و ايڅکله باخش نه شي، بلکې دې يغې ګناه و دې تل ترتله پوره دې يغ په غوړه وي.“ ۳۰عيسیٰ ځکه دا خبره وکړه چې اغي ويل، ”اغا پيريونې نيولائي دائي.“

 

دې عيسیٰ مور او وريڼه

(متي ۱۲‏:‌۴۶‌‏-‌۵۰ او لوقا ۸‏:‌۱۹‌‏-‌۲۱)

۳۱بيا دې عيسیٰ مور او وريڼه روغلل او دې کير نه دې ورچانې ويلوړ وي. يو څوک يې ويرولوژه چې يغ ته ژاغ وکو. ۳۲په دا وخت کې ګاڼ شمير خالک چې دې عيسیٰ په څالور اوړخينه نوست وي، يغ ته يې ويل، ”دې تو مور او وريڼه دې ورچانې ويلوړ دي او غوړي چې تو وويني.“

۳۳عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”دې مو مور څوک دو او دې مو وريڼه څوک دي؟“ ۳۴عيسیٰ يغې خالکې ته چې دې ده څالور اوړخينه ته نوست وي وکاتل او ويې ويل، ”دې مو مور او وريڼه دا دي. ۳۵څوک چې دې خدائ دې ارادې سره سام کور کو اغا دې مو ورور، دې مو خور او دې مو مور دو.“

Sorry, no results.
Please try another keyword