پينځام ساباق

 

عيسیٰ خپل اواليني شاګردون ټاکي

(متي ۴‏: ۱۸ ‏- ۲۲ او مرقوس ۱‏: ۱۶ ‏- ۲۰)

۱يوه وريځ عيسیٰ دې جنيسارت دې داريوب په غوړه ويلوړ و او خالکې يو بل سره پورې والل چې ځونينه اغا ته وراساوي ترڅو دې خدائ کلام ووروي. ۲يغ وليدل چې دې داريوب په غوړه دوې کشتئ ويلوړې وې خو کاب نيوينکي ځنې کيز شوي وي او جالينه يې وينځل. ۳عيسیٰ يوې کشتئ ته چې دې شمعون وه وير وخوت او دې يغ نه يې وغوشتل، ”چې کشتئ دې غوړې نه لژ لرې بوځي.“ عيسیٰ په کشتئ کې نوست و او دې يغ ځوئي نه يې خالک ته تعليم ويرکوه. ۴کله چې يغ خبرې اخير ته وراسولې بيا شمعون ته يې وويل، ”کشتئ دې يبې ميانځ ته يو ژاور ځوئي ته بوځه او توس خپل جالينه يبه ته سنړ وايئ چې کابون ونسئ.“ ۵شمعون ورته په ځاوب کې وويل، ”ايستوذه ميژ ټوله شپه خوري وکړه او ايڅ مم ونه نيول خو که چيرې ته يائې بيا زه و جال وير وچاومه.“ ۶يغې داسې وکړل او دامره زيوت کابون يې ونيول چې نژدې وه جالينه بژا شي. ۷بيا يغې خپلې ملګريې ته چې په بله کشتئ کې وي اشاره وکړه. چې روشي او مراسته ورسره وکو. اغا روغلل او دوې سارې کشتئ يې دې کابونې نه داسې ډاکې کړې چې نژدې وې ډيبې شي. ۸کله چې شمعون پطروس وليدل چې څه وشول اغا دې عيسیٰ پشې ته ولويده او ويې ويل، ”اې پوکه ايستوذه! دې مو نه لرې شه دې ځکه چې زه يو ګونانګور انسان يمه.“ ۹پطروس او ټول ملګري يې دې دامره زيوتې کابونې په نيولې حيرون پوتې شول. ۱۰په دغ رانګ دې شمعون شريکون يعقوب او يوحنا چې دې زبدي زامن وي هه حيرون شول عيسیٰ شمعون ته وويل، ”مه ډاريژه په دا نه دې ورستې و ته کابون نه بلکې انسانون رونسې.“ ۱۱کله چې يغې خپلې کشتئ وچې ته رواستلې بيا ار څه يې پريشول او په عيسیٰ پسې راون شول.

 

عيسیٰ يوه جذومي ته شفا ويرکاوي

(متي ۸‏: ۱ ‏- ۴ او مرقوس ۱‏: ۴۰ ‏- ۴۵)

۱۲يورې عيسیٰ په يوه شار کې و، وولته يو ساړائي و چې دې جذوم په بيمورئي وخته و. کله چې يغ ساړي عيسیٰ وليد، بيا په پشې کې يې ولويده او مينات يې ورته وکه، ”اې شوغليه! که چيرې ته وغوړې بيا کړائي شې چې مو پوک او روغ کې.“ ۱۳عيسیٰ خپل لوس وير ويژد که او په يغ بندې يې کشياش او ويې ويل، ”اې، زه غوړمه پوک او روغ شه.“ بيا اغا بيموري په مخ ځنې لرې شوه. ۱۴عيسیٰ يغ ته امر وکه، ”دې دغ په حق کې ايچا ته څه ونه يائې، خو لوړ شه او امام ته خپل ځون وير وشايه او کيمه قرباني چې موسیٰ يې حکم کړائي دائي وير مخته که دې دغې دې پوره چې خالک ته ثابته شي چې ته پوک او روغ شوائي يې.“ ۱۵خو دې عيسیٰ په حق کې خبر نور هه زيوت ړانګ شه او ډير خالک روغلل چې دې يغ خبرې ووروي او دې خپلې بيمورئي نه شفا وميمي. ۱۶خو اغا و ګوشي ځايون ته تۀ چې وولته داعو وکو.

 

عيسیٰ يوه شيال ته شفا ويرکاوي

(متي ۹‏: ۱ ‏- ۸ او مرقوس ۲‏: ۱ ‏- ۱۲)

۱۷يوه وريځ کله چې عيسیٰ تعليم ويرکوه ځنې فريسيون او دې شريعت عالمون چې دې جليل او دې يهوديې دې ار کلي او يروشلم نه روغلي وي، وولته نوست وي او عيسیٰ دې خدائ په قدرات سره بيمورون روغاول. ۱۸په دا وخت کې څو کاسونې يو شيال ساړائي په کاټ کې رواړ. يغې اڅه کړله چې اغا دې ننه کير ته بوځي او دې عيسیٰ په مخکې يې کشيژدي. ۱۹خو دې ډيرې ګاڼې ګيڼې په واجه يې ليار نه کړه مينده ترڅو اغا دې ننه بوځي بيا اغا شيال ساړائي يې پوس چات ته پورته که، دې پاخې خشتې په ميانځ کې يې يو سروائي جوړ که او اغا يې په بيشتاره کې لوندې روکيز که او دې ګاڼې ګيڼې په ميانځ کې يې دې عيسیٰ په مخکې کشياش. ۲۰کله چې عيسیٰ دې يغې ايمون وليده بيا اغا ساړي ته يې وويل، ”وروره، دې تو ګونائينه باخش شول.“ ۲۱اغا وخت دې شريعت عالمونې او فريسيونې يو دې بل سره باحث شيري که، ”دا ساړائي څوک دائي چې کفر يائي؟ ايا بې دې خدايه څوک کړائي شي چې ګونائينه وباخشي؟“ ۲۲عيسیٰ دې يغې په خيالينه پوئي شه او ورته ويې ويل، ”توس ويلې په خپل زړينه کې داسې فکرينه کئ؟ ۲۳ايا دا خبره اسونه دو چې وويل شي چې دې تو ګونائينه باخش شول يا وويل شي چې چګ شه او وګرځه؟ ۲۴خو زه و توس ته ثابته کمه چې دې انسان زيائي دې منځکې په مخ دا اختيار لري چې ګونائينه وباخشي.“ بيا اغا شيال ساړي ته يې وويل، ”زه توته يايمه چګ شه، بيشتاره دې ووخله او خپل کير ته لوړ شه.“ ۲۵بيا په مخ اغا ساړائي دې ټولې خالکې په مخکې چګ شه، خپله بيشتاره يې چې په پروت و ووخستله او په داسې حال کې چې دې خدائ ثنا يې ويله، خپل کير ته راون شه. ۲۶اغا ټول ډير حيرون شول او ډور وخاستل، او دې خدائ صفاتينه يې وويل، او ويل يې، ”ميژ نن څه عجيبه چارې وليدې.“

 

عيسیٰ لاوي خپل شاګرد ټاکي

(متي ۹‏: ۹ ‏- ۱۳ او مرقوس ۲‏: ۱۳ ‏- ۱۷)

۲۷په اغا نه دې ورستې عيسیٰ دې ورچانې ووته او دې لاوي په نوم يو ټيکس ټولاوينکائي يې وليده چې دې ټيکس روټولاولې په ځوئي کې نوست و عيسیٰ يغ ته وويل، ”په مو پسې روڅه.“ ۲۸لاوي روچګ شه، ار څه يې پريشول او په يغ پسې راون شه. ۲۹بيا لاوي په خپل کير کې دې عيسیٰ دې پوره يوه ستره ولماستيه جوړه کړه او په ولمونه کې زيوت شمير ټيکس ټولاوينکي او نور خالک هه وي. ۳۰خو ځنې فريسيونې او دې شريعت عالمونې چې دې يغې ډالې نه وي دې عيسیٰ په شاګردونې اعتراض وکه او پشتنه يې وکړه، ”توسې ويلې دې ټيکس ټولاوينکي او نور ګونانګورونې سره يو ځوئي خورئي او تشئ؟“ ۳۱عيسیٰ ورته په ځاوب کې وويل، ”روغ خالک طبيب ته ضرورات نه لري بلکې بيمورون ورته ضرورات لري. ۳۲زه دې پرهيزګورونې دې پوره نه يمه روغلئ، بلکې دې ګونانګورونې دې پوره ترڅو اغا توبه وبوسي.“

 

دې روژې په حق کې پشتنه

(متي ۹‏: ۱۴ ‏- ۱۷ او مرقوس ۲‏: ۱۸ ‏- ۲۲)

۳۳ځنې خالکې عيسیٰ ته وويل، ”دې يحيیٰ شاګردون زيوت وخت ريژه نسي او داعوګونې کو او دې فريسيونې شاګردون هه داسې کو، خو دې تو شاګردون خوري او تشي.“ ۳۴عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا توسې کړائي شئ چې دې زيم ملګري دې ورو په ولماستيه کې په داسې حال کې چې زيم ورسره وي مجبور کئ چې ريژه ونسي؟ دې شک نه وره چې نه ۳۵خو داس وخت و روشي چې زيم و دې دئ نه بوتلل شي او په اغا وخت و اغا ريژه نسي.“

۳۶په دغ رانګ عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ، ”ايڅوک دې نويې جومې نه يوه ټوټه نه شيکاوي چې په زاړې جومې بندې يې پيواند کو که داس وکو بيا هه و اغا نويې جومې وشيکيژي او هه و دې نويې جومې ټوټه دې زاړې سره جوړه رونه شي. ۳۷نه و څوک تازه شاروپ په زاړه غړکه کې وچاوي، دې ځکه چې تازه شاروپ و اغا غړکه وشيکاوي شاروپ و توئي شي او غړکه و دې ميانځه لوړه شي. ۳۸خو تازه شاروپ بايد په نويې غړکه کې وچاول شي. ۳۹ايڅوک نه غوړي چې دې زاړې شاروپې دې تشلې ورستې تازه شاروپ وتشي، دې ځکه داسې يائي چې زوړه شاروپ ډير شه وي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword