دې يهودا خاط

 

سالومينه

۱دا خاط دې يهودا دې طرفه چې دې عيسیٰ مسيح خيذماتګور او دې يعقوب ورور دائي، اغا خالک ته ليکل شوائي دائي چې دې پلور خدائ دې طرفه روبالل شوي دي او مينه ورسره کو او دې عيسیٰ مسيح په وسيله خواندي سوتل شوي دي. ۲راحم، سالومتي او مينه دا په توس کې زيوته شي.

 

دې درويغزنې ايستوذونې په حق کې تعليم

۳ګرونې ملګريې! مو ډير غوشتل چې توس ته دې يغ خلوصين په حق کې وليکمه چې ميژ ټول په کې شريک يي، خو دا مې ضروري وګاڼله چې توس واڅاومه چې دې يغ ايمون په خاطر چې خدائ يورې او دې ار وخت دې پوره خپل سپيڅلي خالک ته ويرکړائي دائي، الې ځلې وکئ. ۴زه توس ته دې دغې دې پوره يايمه چې ځنې بې دينه خالک چې دې غلطې عقيدې په حق کې تعليم ويرکاوي، په پټه په ميژ کې رونناوتلي دي. دا اغا خالک دائي چې ډير مخکې دې خدائ په کلام کې اغې ته دې سازو ويرکاولې په حق کې ليکل شوي دي. دئ دې ميژ دې خدائ فاضل په غلطه تعبيروي، ترڅو دې خپلې نفساني خواهشاتې دې پيره کاولې دې پوره بونه جوړه کو او دې ميژ دې ګوشي مشر او تيشتن عيسیٰ مسيح نه انکار کو.

۵که څه هه توس ليا دې مخکې نه دې دغې نه خبر يئ، خو زه غوړمه توس ته دير په يود کمه چې تيشتن څرنګې دې اسرائيلې خالک دې مصر نه رووياستل، خو ورستې يې اغا خالک تباه کړل چې ايمون يې رونه واړ. ۶په دغ رانګ اغا فرشتې چې خپل مقام يې ونه سوته او خپل اصيل ځوئي يې پرياش، خدائ اغا په تورې تيارې کې په تل پوتې زنځيرينه وتړلې او دې قيامات دې وريځې پره و يې چې سازو و ويرکاوي، وولته سوتي. ۷په دغ رانګ دې سدوم او عموره او دې يغ شو او خو شارينه چې خالک يې دې يغې فرشتې په رانګ په جنسي بد اخلاقئ او ناراوو خواهشاتې وخته شول او ويس ورته دې عبرات په رانګ په تل پوتې يور کې سازو ويرکاول کيژي.

۸په دغ رانګ دا خالک دې خپلې روياګونې په وجه خپل سيراتينه ناپوک کو، دې خدائ واک او اختيار نه مني او جلالي موجوداتې ته بد راد يائي. ۹حتي ميکاييل چې دې ټولې فرشتې مشر دائي اغي هه کله چې دې شيطون سره دې موسیٰ دې مړې په حق کې باحث که، خپل ځون ته دا حق وير نه که چې په بدې خبرې اغا محکوم کو بلکې ويې ويل، ”تيشتن دا توته سازو دير کو.“ ۱۰خو دا خالک اغا شايون ته چې په نه پئيژي بد راد يائي او کله چې اغا دې بې شعوره ځناورې په رانګ عمل کو او بې دې دغې چې فکر وکو دا کورينه کو، دا شايون دې يغې دې تبويئ سبب ګرځي. ۱۱افسوس دې يغې په حال! دې ځکه چې دئ په اغا ليار راون شول چې قاين په راون و. دئ دې پائسې په خاطر دې بلعام په رانګ بې ليارې شول او دې قورح په رانګ يې سار کشي وکړه او دې يغې په رانګ الوک شول. ۱۲دئ دې توسې دې ملګرتيې ولماستيا خاروپاوي، دې ځکه چې په بې شرمئ سره خوري او تشي او ګوشي دې خپلې ځونينې په فکر کې دي. دئ دې بې بارونه وريځې په رانګ دي چې بودينه يې وري. دئ دې مني بې ميوې ونې دي چې دې وليې وکشل شويې دي او بيخي مړې دي. ۱۳دئ دې سمندر دې يغې طوفاني چاپې په رانګ دي چې دې شرم نه ډاک کورينه يې لکه دې ځاګينې په رانګ دې سمندر په مخ جاواتيژي. دئ دې سرګردانه ستوريې په رانګ دي او خدائ دې يغې دې پوره يو داسې ځوئي سوتلئ دائي چې وولته ار وخت توره تياره وي.

۱۴خنوخ چې دې ادم نه دې ورستې اووم نسل و، دې دغې خالکې په حق کې پيشګوئي وکړه او ويلي يې دي، ”کسئ، تيشتن و خپلې په زرينه فرشتې سره روڅي ۱۵چې دې ټولې خالکې په حق کې پئصاله وکو او اغا بې ايمونه خالک ته دې يغې بدې کورينې دې اماله چې کړي يې دي، سازو ويرکو. تيشتن و بې دينه ګونانګورونې ته دې يغې ساختې خبرې سازو ويرکو چې دې تيشتن په ضد يې کړيې دي.“

۱۶دا خالک ار وخت ځاوريژي او شکايتينه کو او په خپل بدې خواهشاتې پسې ګرځي. اغا دې خپلې ځونينه په حق کې غوټې غوټې خبرې کو او دې خپلې ګټې دې پوره نور ته چاپلوسي کو.

 

خبردارائي او لياروشونې

۱۷خو ګرونې ملګريې! توس بايد دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې رسولونې اغا خبرې چې مخکې يې کړيې دي دير په يود کئ. ۱۸يغې توس ته ويلي وي چې په اخره زمونه کې و داسې خالک پئيدو شي چې په توس و مالانډې وائي او په خپلې بدې خواهشاتې پسې و ګرځي. ۱۹دا خالک دې توسې په ميانځ کې بې اتفاقي روپئيدو کاوي، اغا نفساني دي او روح القدس په کې نشته.

۲۰خو ګرونې ملګريې! په خپل سپيڅلي ايمون کې ټينګ پنډيژئي دې روح القدس دې قدرات په وسيله داعو کئ، ۲۱خپل ځونينه دې خدائ په مينه کې ټينګ وسوتئ او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې راحم په تامه ګرځئ چې توس ته تل پوتې ژواندين ديرکو.

۲۲دې يغې خالکې په باره کې چې شک لري، زړه سوينوک شئ. ۲۳نور خالک دې يور دې لمبې نه روبوسئ او ويې ژغورئي. دې خدائ نه په ډور سره په نور خالک بندې راحم وکئ او حتي دې يغې جومې نه چې دې جنسي ګونائينې دوغ په لګيدلئ وي، کرکه کئ.

 

دې خدائ دې ستاينې داعو

۲۴ويس اغا چاته چې کړائي شي توس دې تيروتنې نه وسوتي او بې عيبه او په ډيرې خواشولئ سره مم خپل دې جلال نه ډاک حضور ته روالي، ۲۵يعني ګوشي خدائ ته چې دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله دې ميژ خلوصاوينکائي دائي، جلال، لوئي، قدرات او واک او اختيار وي، دې ازله، ويس او دې ار وخت دې پوره! امين!

Sorry, no results.
Please try another keyword