دوام ساباق
دې جليل په قانا کې ورو
۱دوې وريځې ورستې دې جليل دې قانا په شار کې ورو وه او دې عيسیٰ مور هه وولته وه. ۲عيسیٰ او دې يغ شاګردونې ته هه دې ورو بالنه ويرکړل شويې وه. ۳کله چې په ورو کې شاروپ ختم شول بيا دې عيسیٰ مور عيسیٰ ته وويل، ”دې دئ سره نور شاروپ نشته.“ ۴عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”مورې! په دا کې دې مو او دې تو څه کور دائي؟ دې مو وخت ليا ندائي رو راسيدلائي.“ ۵دې عيسیٰ مور دې يغ ځوئي نيکارون ته وويل، ”ار څه چې عيسیٰ درته يائي اغا وکئ.“
۶په اغا ځوئي کې شپيژ ستر دې خورې ګاړي يش وي چې يهوديونې و ځنې دې مذهب په رانګ دې پوکولي دې مراسمې دې سار ته رساولې دې پوره چار ووخسته او ار يوه دې اتيا نا دې سلې ليټرې پورې ځوئي لوره. ۷عيسیٰ نيکارونې ته وويل، ”دا ګاړي دې يبې نه ډاک کئ.“او يغې اغا ګاړي دې خولې پرا ډاک کړل. ۸بيا يې اغا ته وويل، ”ويس دې يغې نه لژ رو وبوسئ او دې ولماستيه مشر ته يې يوسئ.“بيا يغې اغاسې وکړل ۹او دې ولماستيه دې مراسمې مشر اغا يبه چې په شاروپ بندې بادالې شويې وې، وتشلې. اغا نه پئيده چې دا شاروپ دې کيمه شول، خو کيمې نيکارونې چې داغا يبه يې روياستليې وې ځنې خبر وي، بيا دې مراسمې مشر زيم رو وغوشته ۱۰او ورته ويې ويل، ”ار څوک شه شاروپ په اوال کې ويرکاوي او کله چې ولمونه نشه شي بيا ورته عام شاروپ روري. خو تو شه شاروپ دې ويسه پوره سوتلي دي.“
۱۱دا دې جليل په قانا کې دې عيسیٰ اوالينئ معجزه وه چې دې يغې په وسيله يې خپل سترتوب جاوات که او شاګردونې يې په ايمون رواړ. ۱۲په اغا دې ورستې عيسیٰ دې خپلې مور، وريڼې او خپلې شاګردونې سره کپرناحوم ته لوړ شه او دې يو څو وريځې دې پوره وولته پوتې شه.
عيسیٰ بيت المقدس دې خرڅاوينکيې نه پوکه وي
(متي ۲۱:۱۲-۱۳ او مرقوس ۱۱:۱۵-۱۷ او لوقا ۱۹:۴۵-۴۶)
۱۳دې يهوديونې دې فسحې اختر رو نژدې و، بيا عيسیٰ يروشلم ته لوړ شه. ۱۴يغ وليدل چې خالک دې بيت المقدس په تالي کې غويون، پسينه او کاوتارې خرڅاوي او دا رانګې يغ وليدل چې صرافون دې خپلې ميزينې سره نوست وي. ۱۵يغ يو پړائي رو ووخست او کوړه يې ځنې جوړه کړله او اغا ټول يې دې غوايونې او پسونې سره دې بيت المقدس نه ورړه کړل. دې صرافونې ميزينه يې په بل مخ وړاول او دې يغې پائسې يې ار خو تا سنړ واللې، ۱۶او دې کاوتارې خرڅاوينکي ته يې وويل، ”دا شايون دې دغ زي نه وبوسئ! دې مو دې پلور دې کير نه بازور مه جوړه وائي!“ ۱۷دې يغ شاګردون ته وير په زړه شول چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”په مو کې چې دې تو دې کير په خاطر کيم غيرات دائي اغا و مو وسيځي.“
۱۸بيا دې يهوديونې مشرونې پشتنه وکړله، ”ميژ ته داسې کيمه معجزه وشوائي شې چې دا ثابته کو چې ته حق لري چې دا کورينه وکي؟“ ۱۹عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که چيرې دا بيت المقدس ړانګ کئ بيا زه و اغا په درې وريځې کې په څټ ابود کمه.“ ۲۰بيا يغې وويل، ”بيت المقدس په شپيژ څالويشت کوله کې جوړ شوائي دائي او ته يې په درې وريځې کې جوړه وې؟“ ۲۱خو دې کيم بيت المقدس په حق کې چې عيسیٰ خبرې کړلې اغا دې ده خپل سيرات و. ۲۲بيا کله چې اغا بيا روژواندائي شه، دې يغ شاګردون ته وير په زړه شول چې دا يې ويلي وي بيا يغې دې خدائ په کلام او دې عيسیٰ په خبرې ايمون رواړ.
عيسیٰ دې ټولې خالکې دې زړينې نه خبر دائي
۲۳کله چې عيسیٰ دې فسحې دې اختر په وخت کې په يروشلم کې و بيا ډيرې خالکې چې دې يغ معجزې وليدلې په يغ بندې يې ايمون رواړ. ۲۴خو عيسیٰ په اغا بندې اعتبار نه وکه، ځکه چې اغا ټول يې شه پيژاندل. ۲۵يغ دا ته څه اجات نه لوره چې څوک ورته دې انسان په حق کې کيمه شائدي ويرکو، ځکه چې اغا په دا شه پئيده چې دې انسان په زړه کې څه دي.