درام ساباق

 

خپله ژبه په خپل واک کې سوتل

۱اې دې مو خوانديې او وريڼې! بايد کوشش ونه کئ چې توس ټول دا ايستوذون شئ، دې ځکه په دا پئيژئي چې ميژ ايستوذونې سره و تر نورې زيوت ايثوب کيژي، ۲دې ځکه چې ميژ ټول ډيرې تيروتنې کي او څوک چې په خبرې کې تيروتنه نه کو اغا کامل انسان دائي او اغا کړائي شي چې خپل ټول سيرات په خپل واک کې وسوتي. ۳ميژ دې وس په خوله کې ولينه اچاوي، ترڅو دې ميژ تابع شي او اره خوته چې وغوړي اغا بوځي. ۴په دغ رانګ کشتئ ته وکسئ، سره دې دغې چې ډيرې غوټې وي او په طاقتور بودينه بندې چاليژي، خو دې يوې واړيکي ډاډګئ په وسيله چاليژي او اره خوته چې کشتئ چلاوينکائي وغوړي اغا خوته يې بوتلائي شي. ۵ژبه هه داس دو، که څه هه اغا دې سيرات يو واړيکائي غړائي دائي، خو دې غوټې غوټې شايونې په حق کې غورې کو.

وکسئ څومره ستر ځنګل دې يور په يوه واړيکي باڅري سره يور ووخلي. ۶په دغ رانګ ژبه هه دې يور په رانګ دو. اغا دې بدئي نه ډاکه يوه دنيو دو چې دې ميژ په ټول سيرات کې ځوئي نسي او دې ميژ ټول سيرات فاسدوي. اغا دې ميژ ټول ژواندين په يور سويځي او دا په خپله دې ديژاخ په يور کې سويځي.

۷نو انسان کړائي شي چې ار رانګ وحشي ځناور، مرغون، چمجي او دې داريوبي ځناور قابو کو او قابو کړي يې دي، ۸خو ايڅوک نه شي کړائي چې خپله ژبه په خپل واک کې وسوتي. او ژبه يو داس شائي دائي چې دريژي نه. ژبه بده دو او دې ويژينکي زارې نه ډاکه دو. ۹په داغا ژبه ميژ هه دې تيشتن يعني اسموني پلور ثنا او صفات کي او هه په انسان ته بندې چې دې خدائ په شکل پئيدو شوائي دائي، بد يائي. ۱۰دې دغې يوې خولې نه هه دې صفات خبرې رووځي او هه بدې خبرې. اې خوانديې او وريڼې! داس دا نه وي. ۱۱ايا دا کيدائي شي چې دې يوې چنې دې خولې نه هه خواژې او هه ترخې يبه رووځي؟ ۱۲اې دې مو خوانديې او وريڼې! ايا دې اينځر ونه کړائي شي چې زيتون او ليا دې انګيرې څونګه توغه ونسي؟ په دغ رانګ دې تروې يبې دې چنې نه خواژې يبه نه شي روتلئ.

 

اسموني او دنياوي حکمت

۱۳په توس کې څوک ويشور او پوئي شته؟ که چيرې وي نو اغا دا په نيک ژوند تيراولې، او په نيک کورينه ثابت کو يعني داسې عاجزي چې دې حکمت نه پئيدو کيژي. ۱۴که چيرې دې توسې په زړينه کې ساخته کينه او ځون خواشونه وي، نو بايد غورې ونه کئ چې ويشورون يئ. که داسې وکئ نو اقيقات په درويغ بدلاوئي. ۱۵دا اغا حکمت نه دائي چې دې اسمون نه روڅي بلکې دا دنياوي، نفساني او شيطوني حکمت دائي. ۱۶دې ځکه چې ار چيرته چې کينه او ځون خواشونه وي، نو وولته ګډوډي او ار رانګ بد کورينه کيژي. ۱۷خو کيم حکمت چې دې اسمون نه روڅي اغا اوال سيچه وي، بيا صولحه خواشاوينکائي، نرم، مناسب، راحم کاوينکائي، دې شې ميوې نه ډاک، بې طرفه او بې ريا وي. ۱۸او دې نيکئ او صداقت حاصل دې يغ تخم نه پئيدو کيژي چې دې صولحه خواشوينکيې دې طرفه په صولحه کې کارل کيژي.

Sorry, no results.
Please try another keyword