دوام ساباق
دې طرفدورئ په خلاف خبردارائي
۱اې دې مو خوانديې او وريڼې! که چيرې توسې دې ميژ په تيشتن عيسیٰ مسيح چې دې جلال خاوند دائي ايمون لرئي، نو دې چا طرفدوري مه کئ. ۲فرض کئ يو ساړائي چې دې سرې زارې ګوتيې يې په لوس وي او کوشليې جومې يې وغستيې وي او دې توسې غونډې ته روشي او يو غريب ساړائي په زاړې جومې کې روشي ۳او توس دې يغ ساړي دراناوائي وکئ چې کوشليې جومې يې وغستيې دي او ورته ويايئ، ”مهربوني وکه دلته په دا شه ځي کې کشينه“او اغا غريب ساړي ته ويايئ، ”وولته وداريژه ليا دلته په منځکه بندې کشينه.“ ۴ايا توس په خپل ميانځ کې دې طرفدوري نه کور ونه خاست او ايا دې بدې خيالينې دې مخه مم پئصاله ونه کړه؟
۵اې دې مو خوانديې او وريڼې! وروئي، ايا خدائ دې دغې دنيو غريبون نه دي غوره کړي چې په ايمون کې مالدار وي او دې يغې بدشايئ وارثون وي چې خدائ دې يغې خالکې سره وعده کړيې دو چې ورسره مينه کو؟ ۶خو توس دې غريب ساړي سپکاوائي وکه. ايا مالدار خالک په توس بندې ظلم نه کو او توس محکمې ته نه روڅکاوي؟ ۷ايا دئ دې مسيح نيک نوم چې خدائ په توسې بندې ايش دائي، نه بدنوماوي؟
۸که چيرې توسې په رشتيا سره دې تيشتن دې شريعت په شاهانه حکم بندې عمل وکئ چې دې خدائ په کلام کې يې يوداونه شويې دو چې يائي، ”دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که“نو شه کور کئ. ۹خو که چيرې توسې دې چا طرفدوري کئ نو ګناه کئ او شريعت توس دې قانون موتاوينکي په رانګ ګراماوي. ۱۰دې ځکه که چيرې څوک دې شريعت په ټول حکمينه عمل وکو خو يو حکم يې موت کو نو اغا دې ټول شريعت په موتاولې ګرام شه. ۱۱دې ځکه چا چې ويلي دي، ”زنا مه که.“نو دا يې هه ويلي دي، ”قاتل مه که.“نو که ته زنا نه کې خو قاتل وکي نو بيا هه ته دې شريعت موتاوينکائي شوې. ۱۲نو دې يغې خالکې په رانګ خبرې او عمل وکئ چې دې يغ شريعت دې مخه و په پئصاله شي چې ميژ ته ازودي روکاوي. ۱۳دې ځکه چې دې پئصالې په وخت کې و خدائ په اغا چا بندې راحم ونه کو چې په نور بندې يې راحم نه دائي کړائي. خو بيا هه راحم په پئصاله بندې غالب دائي.
بې دې عمل نه ايمون مړ دائي
۱۴اې دې مو خوانديې او وريڼې! که څوک ويائي چې زه ايمون لارمه خو عمل نه کو نو ګاټه يې څه دو؟ ايا داسې ايمون يغ ته خلوصين ويرکاولئ شي؟ ۱۵فرض کئ توس ووينئ چې يو ورور ليا خور جومې او خواروک ته اجات لري، ۱۶او په توس کې يو څوک اغا ته ويايي، ”په خير لوړ شه، تود او موړ پنډيژه.“خو چې کيم شايون ته اجات لري اغا وير نه کو نو څه ګاټه و ولري؟ ۱۷نو په دغ رانګ که چيرې دې ايمون سره عمل نه وي نو اغا ايمون مړ دائي.
۱۸خو کيدائي شي چې څوک ويائي، ”ته ايمون لرې او زه نيک کورينه کمه. ته دې خپل ايمون بې عماله موته وشايه او زه و خپل ايمون دې خپلې عمالينې په وسيله توته ديروشايمه.“ ۱۹ته په دا يقين لرې چې خدائ يو دائي نو ډيره شه دو. شيطون او پيريون هه په دا يقين لري او دې ډوره تريژي. ۲۰اې ناپويه سړيه! ايا په دا نه پئيژې چې ايمون بې عمل نه بې ګاټې دائي؟ ۲۱کله چې دې ميژ نيکه ابراهيم خپل زيائي اسحاق دې قربانئ په ځوئي کې خدائ ته مخته که نو ايا اغا په دا عمل سره دې خدائ دې طرفه صادق ونه ګاڼل شه؟ ۲۲توس کسئ چې دې يغ ايمون او عمل په ګاډه سره کور وکه او دې عمل سره دې يغ ايمون کامل شه. ۲۳په دغ رانګ دې خدائ دې کلام اغا وئينو رشتيا شوه چې يائي،
”ابراهيم په خدائ ايمون رواړ او په دا بندې اغا صادق وګاڼل شه.“
او اغا دې خدائ ملګرائي وبالل شه. ۲۴نو توس وينئ چې انسان خالي په ايمون نه بلکې په خپل عمل بندې صادق کيژي. ۲۵نو په دغ رانګ بدلمنه راحاب دې خپلې نيکې عمالينې په وسيله چې اسرائيلې غړيې ته يې پناه ويرکړه او دې يغې سره يې مراسته وکړه چې په بله ليار وتشتي، صادقه وګاڼل شوه.
۲۶نو لکه څرنګې چې سيرات بې روح نه مړ دائي، نو په دغ رانګ ايمون هه دې عمل نه مړ دائي.