ديارلاسام ساباق
خدائ څرنګې خواشوله ولئ شي؟
۱دې خوانديې او دې وريڼې په رانګ يو دې بل سره مينه کئ. ۲دا مه ويراوئي چې بايد دې ميسوفرې ولماستيه وکئ، دې ځکه چې ځنې خالکې داسې کړي دي او يغې دې فرشتې ولماستيه کړيې دو که څه هه اغا يې نه دي پيژاندليې. ۳اغا کاسون چې په زندان کې دي داسې يوداوئي لکه چې توس ورسره په زندان کې يئ. اغا کاسون دير په يوداوئي چې ظلم ورسره کيژي، نو داسې وګڼئ لکه توس چې تکليفينه وينئ. ۴ټول ته پچار دو چې وده ته دراناوائي ولري او شځې او ميړينه دې يو بل سره وفادور پوتې شي، دې ځکه چې خدائ و بد اخلاقه او زناکوره خالک محکوم کو. ۵په خپل ژوند کې دې پائسې سره دې مينې کړلې نه ځون لرې وسوتئ او څه چې لرئي په اغا بندې صابر وکئ، دې ځکه چې خدائ ويلي دي، ”زه و ايڅکله توس ګوشي پرې نژدمه او ايڅکله و مم نه ويراومه.“ ۶نو ميژ په تام زړه ويلائي شي:
دې مو مددګار دائي تيشتن
نه و ډاريژمه زه
څه کړائي شي انسان دې مو سره؟
۷خپل مشرون چې توس ته يې دې خدائ کلام بيان که، په يود سوتئ. دې يغې دې ژوند کړه وړه ته فکر وکئ او دې يغې ايمون دې ځون دې پوره مثال وګرځاوئي. ۸عيسیٰ مسيح پارين، نن او دې تل دې پوره يو رانګ دائي. ۹دې ار رانګ عجيبه تعليمينې دې اماله مه بې ليارې کيژئي. دا شه دو چې دې ميژ زړينه دې خدائ په فاضل بندې طاقتور شي، نه په مذابي قانونينه پرې تړليي خواروک بندې، دې ځکه کيم خالک چې دا قانون په مخ وري ايڅ ګاټه ورته نه راسيژي.
۱۰ميژ داسې دې قربانئ ځوئي لري چې حتي اغا امامون چې وولته په سپيڅلې خيمه کې خيذمات کو، دې يغې قربانئ دې خواړلې حق نه لري. ۱۱دې ځکه چې ستر امام و دې ځناورې وينه دې ګناه دې قربانئ په رانګ ډير سپيڅلي ځوئي ته وړله، خو دې يغې مړي دې کمپ نه دې ورچانې سويځل کيدل. ۱۲نو دې دغ اماله عيسیٰ هه دې شار دې دروزې نه دې ورچانې تکليفينه وزغمل او مړ شه، ترڅو دې خپلې وينې په وسيله خالک دې ګناه نه پوک کو. ۱۳نو روڅئ چې اغا ته دې کمپ نه دې ورچانې ويرشي او اغا بې عزتي وزغمي چې يغ زغمليې وه. ۱۴دې ځکه چې په دا دنيو کې دې ميژ دې پوره ايڅ داسې شار نشته چې دې تل دې پوره پوتې وي، خو ميژ دې يغ شار په لټه کې يي چې په روتلينکي کې و موجود وي.
۱۵نو روڅئ چې دې عيسیٰ په وسيله دې قربانئ په رانګ ار وخت دې خدائ ثنا او صفات وکي، يعني په خپلې خولې دې يغ دې نوم اقرار وکي. ۱۶نيکي کړل او دې نورې سره مراسته کړل مه ويراوئي، دې ځکه چې خدائ په داسې قربانئ خواشوليژي.
۱۷دې خپلې مشرونې تابعدوري کئ او څه چې درته يائي اغاسې کئ. اغا په توس بندې پام کو او خدائ ته و ايثوب ويرکاوي. نو پريژدئي چې اغا دا کور په خواشولي سره وکو، نه په خافګان. کني توس ته و يې ګاټه ونه راسيژي. ۱۸دې ميژ دې پوره داعو کئ. ميژ ډاډمن يي چې دې ميژ ضمير پوک دائي او غوړي چې په ار لحاظ دې عزت ژوند وکي. ۱۹زه دې توس نه په کلاکه غوشتنه کمه چې داعو وکئ، ترڅو ډير زر په څټ توس ته روشمه.
اخري داعوګونې
۲۰ويس دا دې صولحې او سالومتئ خدائ چې دې تل پوتې لوظ دې وينې په وسيله يې دې ميژ تيشتن عيسیٰ چې ستر شپون دائي، دې مړې نه واپس روژواندائي که، ۲۱نو اغا دا دې خپلې راضو پيره کاولې دې پوره په خپل ټول شه کورينه کې تايور کو او دې عيسیٰ مسيح په وسيله دا په ميژ کې اغا کورينه وکو چې اغا په خواشوليژي. دې يغ جلال دا تل ترتله وي. امين.
اخري سالومينه
۲۲اې خوانديې او وريڼې! دې توس نه په کلاکه غوشتنه کمه چې دې مو نصيات په صابر او حوصلې سره وروئي، دې ځکه چې اغا مې درته په لانډ ټکي ليکلئ دائي. ۲۳زه غوړمه توس خبر شئ چې دې ميژ ورور تيموتاوس دې زندان نه خلوص شوائي دائي. که اغا زر دولته روشي، نو اغا و دې مو سره دې توسې ليدل ته ديرشي. ۲۴خپل ټول مشرون او ايماندورون ته دې ميژ سالومينه ويايئ. دې اټلي ايماندورون هه توس ته خپل سالومينه ويائي. ۲۵په توس ټول دا دې خدائ فاضل وي.