څلوارام ساباق
۱ خو زه توس ته يايمه چې ترڅو پره چې وارث نابالغ وي، بيا دې يوه غلام سره فرق نه لري، که څه هه اغا دې ټول جايداد خاوند وي. ۲ پلور يې چې کيم وخت دې يغ دې پوره مقرار کړائي دائي تر يغې پره و دې سرپرستونې او سوتينکيې دې نظير لوندې وي. ۳ په دا رانګ کله چې ميژ هه په روحاني رانګ واړيکي وي، بيا دې دنياوي بدې روحاني طاقتينې غلامون وي. ۴ خو کله چې اغا مقرار شوائي وخت رو وراسيده، بيا خدائ خپل زيائي رولوژه چې دې يوې شځې نه پئيدو شه او دې شريعت تابع و، ۵ ترڅو دې يغې خالکې ازودي په څټ په بيه وخلي چې دې شريعت تابع وي، په دا رانګ يغ ميژ دې خپلې الودينې په رانګ قابيل کړي يې. ۶ دې دغې دې پوره چې خدائ دا وشائي چې دې يغ الودينه يې، بيا دې خپل زي روح يې دې ميژ زړينه ته رو ولوژه، اغا روح چې سيرې وائي، ”ابا، يعني اې پلوره.“ ۷ بيا نور ته غلام نه يې، بلکې دې يغ الود يې. او څرنګې چې دې يغ الود يې، بيا خدائ ته دې خپل ار څه وارث کړائي هه يې.
دې غلاتيونې دې پوره دې پولوس انديشنه
۸ مخته چې توس خدائ نه پيژونده، بيا دې يغې خدايونې باندګي مم کړله چې په اصل کې خدايون نه وي. ۹ خو ويس چې توس خدائ پيژانئ او ليا بايد ويايمه چې خدائ توسې پيژاني، بيا څرنګې کړلائي شئ چې په څټ اغا کمزورائي او بې ګاټې دنياوي اصول ته وير وګرځي؟ ويلې غوړئي چې يوورې بيا دې يغې شايونې غلامون شئ؟ ۱۰ توس په ډير غور سره خاص وريځې، مياشتې، موسمينه او کولينه هه په مذابي رانګ لمونځئ. ۱۱ زه ډاريژمه چې کيمې خورئي چې مو دې توس دې پوره کړيې دي، اغا بيځيه تللي وي.
۱۲ اې خوانديې او وريڼې! توس ته مينات کمه چې خپل ځونينه دې مو په رانګ دې دغې شايونې نه ازود کئ، دې ځکه چې زه هه دې توسې په رانګ شوائي يمه. توس مخکې دې مو سره ايڅ بد سلوک نه دائي کړائي. ۱۳ توس ته په يود دي کله چې مو اوال وور دې پوره زرائي ورواوه، په اغا وخت کې زه بيمور ومه. ۱۴ سره دې دغې چې دې مو بيموري دې توس دې پوره يو ازميشت و، خو بيا هه توسې دې مونه کرکيې ونه کړه او مخ مم رونه نه وړوه، بلکې داسې ارکلائي مم روته وويه چې که زه دې خدائ فرشته ليا خپل عيسیٰ مسيح ومه. ۱۵ زه دا ويلائي شمه چې توسې دې مو سره دامره خواشول وائي که چيرې کيدائي شوائي، بيا دا خپلې سترګې و مم روياستليې وائي او موته و مم روکړيې وائي. خو ويس دې توسې اغا خواشولي څه شوه؟ ۱۶ خو ويس چې زه توس ته اقيقات يايمه، بيا دې توسې ديشمن شومه؟ ۱۷ اغا خالک چې دې توس سره ملګرتيا کو دې يغې نياتينه شه نه دي، بلکې اغا غوړي چې توس دې مو نه ګوشي کو، ترڅو دې يغې طرفدور شئ او خپل پام دې يغې طاراپ ته وړاوئي. ۱۸ که چيرې څوک غوړي چې په رشتيني رانګ دې توسې سره ملګرتيا وکو، بيا دا شه خبره دو، خو دا دا ار وخت کو، نه ګوشائي اغا وخت چې زه دې توسې سره يمه. ۱۹ دې مو ګرونې باچيونې! زه يورې بيا دې توس دې پوره دې يغ داړد احساس کمه چې يوه مور يې دې ننګولې په وخت کې لري، ترڅو توس دې مسيح په رانګ شئ. ۲۰ کاش چې زه ويس دې توسې سره وائي چې په بل رانګ مې درسره خبرې کړيې وائي، دې ځکه چې دې توسې په حق کې ډير انديشمن يمه.
دې سارې او هاجرې مثال
۲۱ توس چې غوړئي دې شريعت دې حکمينې لوندې ژوند وکئ، موته ويايئ څه چې تورات يائي ايا په اغا بندې نه پئيژئي؟ ۲۲ دې ځکه چې په تورات کې ليکل شوي دي چې ابراهيم دوه زامن لارل، يو يې دې وينځې نه او بل يې دې ازودې شځې نه و. ۲۳ دې وينځې زيائي په عام طريقه پئيدو شه، خو دې ازودې شځې زيائي دې خدائ دې وعدې دې مخه دنيو ته روغائي. ۲۴ دا شايون کړائي شي چې دې يوه مثال په رانګ بيان کي: دا دوې شځې دې خدائ دې دوې لوظينې وشوينکيې دي. يوه يې هاجره دو چې دې سينا دې غره په مثال دو او الودينه و يې غلامون وي. ۲۵ هاجره په عربستان کې دې سينا دې غره په مثال دو چې دې ويسيني يروشلم په رانګ دو، دې ځکه چې دې خپلې الودينې سره په غلامئ کې ژوند کو. ۲۶ خو اغا بله شځه ساره دو چې دې اسموني يروشلم په مثال دو. اغا ازوده شځه دو او دې ميژ مور دو. ۲۷ دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
خواشولي وکه اې شانډې شځې!
که څه هه تو ايڅکله واړيکائي نه دائي زيژاولئ
او داړدينه دې ننګوله دې نه دي ليدلي
سيرې وکه دې خواشولئ نه
دې ځکه چې ورړه شويې شځه و
روري زيوت الودينه
په ميړه لرينکيې شځې نه
۲۸ بيا ويس اې خوانديې او وريڼې! توس دې اسحاق په رانګ دې خدائ دې وعدې الودينه يئ. ۲۹ په اغا وخت کې و يغ زي چې په عام طريقه پئيدو شوائي و، اغا زيائي ځوراوه چې دې روح القدس په قدرات سره پئيدو شوائي و، نن هه داسې شي. ۳۰ خو دې خدائ کلام څه يائي؟ ”وينځه او دې يغې زيائي وراړ که، دې ځکه چې دې وينځې زيائي و دې ازودې شځې دې زي سره په ميروث کې شريک نه شي.“ ۳۱ بيا اې خوانديې او وريڼې! ميژ دې وينځې الودينه نه يې، بلکې دې ازودې شځې الودينه يې.