اوال ساباق

 

سالومينه

۱دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې خدائ په ارادې دې عيسیٰ مسيح رسول دائي، دې خدائ اغا خالک ته چې دې افسيس په شار کې دي او عيسیٰ مسيح ته وفادور دي. ۲دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

په مسيح کې روحاني براکتينه

۳ثنا او صفات دا وي خدائ ته يعني دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح پلور ته چې ميژ ته يې په مسيح کې په اسموني ځاينه کې ار رانګ روحاني براکتينه روکړي دي. ۴دې ځکه چې يغ ميژ دې دنيو په پيدوئشت نه مخکې په مسيح کې غوره کړي، ترڅو دې يغ په نظير کې سپيڅلي او بې عيبه وګرځي. ۵دې خپلې ارادې او خواشې دې مخه يې په مينه دې مخکې نه پئصاله کړيې دو چې دې عيسیٰ مسيح په وسيله ميژ دې خپلې الودينې په رانګ قابيل کو. ۶خدائ داسې وکړل، ترڅو ميژ دې يغ دې جلال نه ډاک فاضل دې پوره چې ميژ ته يې په خپل ګرون زي کې په سخاوتمندانه رانګ روکړائي دائي، ثنا يائي. ۷دې يغ دې ډير زيوت فاضل دې مخه ميژ په اغا کې دې يغ دې زي دې وينې په وسيله خلوصين مينده که، يعني نافرماني مم وباخشله شوه، ۸چې يغ په ټول حکمت او پويې سره په پريمون رانګ ميژ ته روکه. ۹خدائ ميژ ته دې خپلې ارادې پټ راز روجاوات که او دې خپلې خواشې دې مخه يې دې عيسیٰ مسيح په وسيله دا مقصد پيره که. ۱۰دا منصوبه و په يوه سام وخت کې پيره کيژي چې اغا ټول شايون که په اسمون کې دي ليا په منځکه کې دي دې مسيح دې واک او اختيار لوندې سره يو ځوئي شي.

۱۱خدائ چې ار څه دې خپلې ارادې او مقصد دې مخه سار ته رساوي، ميژ يې غوره کړي چې په مسيح کې دې يغ خپل خالک پنډ شي، دې ځکه چې ميژ يې دې مخکې نه دې خپلې ارادې دې مخه غوره کړي وي. ۱۲بيا ميژ چې اواليني خالک وي چې مسيح ته ايله مند شولې، بايد دې يغ دې جلال او دې سترتوب ثنا او صفات وکي. ۱۳توس هه چې کله رشتينائي کلام يعني خپل دې خلوصين زرائي ورويده او په اغا بندې مم ايمون رواړ، بيا خدائ توس ته دې روح القدس په دير کاولې سره چې مخکې يې وعده کړيې وه، په توس بندې دې خپل ملکيت مهر ولاګوه. ۱۴هه دا روح دائي چې دې خدائ دې طرفه ميژ ته دې يغ دې ميروث ضمينات دائي چې ميژ و يې تر لوسه کاوي. خدائ ميژ په بيه وخاستلې چې دې يغ خالک وګرځي، ترڅو دې يغ دې جلال او لويئ صفات وشي.

 

دې پولوس رسول داعو

۱۵دې دغ اماله کله چې زه دې توسې دې ايمون نه چې په تيشتن عيسیٰ بندې يې لرئي او دې يغې مينې نه چې دې خدائ دې ټولې خالکې سره يې کئ، خبر شومه، ۱۶بيا دې توسې په خاطر مې خدائ ته شکر کړل پرې نه شول او توس ار وخت په خپلې داعوګونې کې يوداومه. ۱۷زه دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې خدائ نه چې دې جلال نه ډاک پلور دائي، غوړمه چې اغا توس ته دې حکمت او الهام روح دير کو، ترڅو اغا په شه رانګ وپيژانئ. ۱۸زه داعو کمه چې دې توسې دې زړينې سترګې دا روشانې شي، ترڅو په دا پوئي شئ چې اغي توس دې کيمې ايلې دې پوره روباللي يئ يعني اغي پريمونه او شاندار ميروث ته چې يغ خپلې خالکې ته سوتلائي دائي، ۱۹او په دا هه پوئي شئ چې دې ميژ ايماندورونې دې پوره دې يغ قدرات څومره بې حده او ډير ستر دائي. ۲۰دا اغا ستر قدرات دائي چې اغي ځني کور وخاست کله چې مسيح يې دې مړيې نه په څټ روژواندائي که او په اسموني ځائيون کې يې خپل شي لوس ته کشينوه ۲۱او اغا يې دې ار حکومت، دې واک خاوند، ار قدرات او بل ار چګ مقام نه چې کړائي شي نوم يې وخلي چګ که، ګوشائي په د دنيو کې نه بلکې په روتلينکيې دنيو کې هه. ۲۲خدائ ټول شايون دې مسيح په اختيار کې ويرکړل او اغا يې دې کليسې دې پوره دې ټولې شايونې سار که ۲۳او کليسا دې مسيح سيرات دائي چې په خپله دې مسيح په وسيله کامل کيژي او هه په دا وخت کې ټول کاينات دې خپل حضور نه ډکوي.

Sorry, no results.
Please try another keyword