درام ساباق

 

۱بيا څرنګې چې توس دې مسيح سره رو پورته شوي يئ، نو دې يغې شايونې په غوشتنه کې ګرځئ چې په اسمون کې دي، يعني په اغا ځوئي کې چې مسيح دې خدائ شي لوس ته نوست دائي. ۲دې يغ شايونې په حق کې فکر کئ چې په اسمون کې دي، نه دې يغ شايونې په حق کې چې په دنيو کې دي، ۳دې ځکه چې توس مړه شوي يئ او دې توسې ژوند دې مسيح سره په خدائ کې پټ دائي. ۴کله چې مسيح چې دې توسې ژواندين دائي، روشکاره شي، بيا توس و هه دې يغ سره په جلال کې شکاره شئ.

 

زوړ فطرت او نوائي فطرت

۵بيا دې دغ اماله دنياوي غوشتنې لکه جنسي بد اخلاقي، ناپوکي، شهوت پرستي، بدې غوشتنې او حرص چې بت پرستي دو، په خپل ځون کې دې ميانځه لرې کئ. ۶دې دغ شايونې دې اماله دې خدائ غضاب په اغا خالکې بندې نازليژي چې نافرمانه وي. ۷توس هه په خپل تير ژوند کې په دا ليارې تلئ.

۸خو ويس توس بايد دې ار رانګ قهر، غضاب او بدئي نه لوس وخلئ او تومات او بدې خبرې دا دې توسې دې خولې نه نه رو وځي. ۹يو بل ته درويغ مه يايئ، دې ځکه چې توس خپل زوړ فطرت او دې يغ ټول بد عمالينه دې خپل وجود نه لرې کړي دي. ۱۰توس دې نوي فطرت لباس وغستئ دائي او نور هه زيوت دې خپلې خالکې په رانګ شوي يئ چې اغا شه وپيژانئ. ۱۱بيا دې غير يهودي او يهودي، سونات شوي او ناسوناته، ورستې پوتې او وحشي، غلام او ازود ترميانځ فرق نشته، بلکې مسيح ار څه دائي او په ميژ ټول کې دائي.

۱۲بيا توس چې دې خدائ غوره شوي يئ، سپيڅلي او په خدائ بندې ګرون يئ، بيا دې زړه سوينوکي، مهربونئ، عاجزئ، نرمئ او صابر جومې وغوندئي. ۱۳يو بل وزغمئ او که چيرې دې يو بل نه څه ګيله او مونه لرئي، يو بل وباخشئ، لکه څرنګې چې تيشتن توس باخشلي يئ نو داسې توس يو بل وباخشئ. ۱۴او په ټول نه خاص دا دو چې دې يوه بل سره مينه وکئ، دې ځکه چې مينه ار څه په پيره يوولي کې يو دې بل سره يوځوئي کاوي. ۱۵بيا پريژدئي چې اغا صولحه او سالومتي چې دې مسيح دې طرفه روڅي، دې توسې په زړينه حکومت وکو، دې ځکه توس ار يو دې مسيح دې سيرات غړي يئ او په دا خاطر غوره شوي يئ ترڅو يو دې بل سره په صولحه کې ژوند وکئ او شکرګزوره پنډيژئي. ۱۶پريژدئي چې دې مسيح کلام په پيره رانګ په توس کې پنډ شي. په ټول حکمت سره يو بل ته تعليم او نصيات وکئ او دې زړه دې تاله په خپل زړينه کې په شکرګزورئي سره خدائ ته زبور، مذابي او روحاني سندرې ويايئ. ۱۷توس چې ار څه کئ، که اغا خبرې وي ليا څه کور وي، بيا ار څه دې تيشتن عيسیٰ په نوم کئ او دې يغ په وسيله دې پلور خدائ شکر وبوسئ.

 

په کورانۍ کې دې يوه مسيحي ذمه دوري

۱۸اې شځونې، دې خپلې ميړيني تابعدورې ګرځئ، دې ځکه چې دې تيشتن دې پيرونې په رانګ دا کور توس ته مناسب دائي. ۱۹اې ميړينې، دې خپلې شځې سره مينه کئ او دې يغې سره بد چالند مه کئ. ۲۰اې الودينې، په ار کور کې دې خپل مور او پلور مانينکي ګرځئ، دې ځکه چې په دا تيشتن خواشوليژي. ۲۱اې پلورينې، دې خپلې الودينې قهر مه روچګاوئي، اسې نه چې زړينه يې تور شي. ۲۲اې غلامونې، په ار څه کې دې خپلې دنياوي مشرونې تابعدوري کئ، ګوشائي اغا وخت نه چې کله اغا توس کسي او توس اغا خواشولوئ، بلکې دې زړه دې خلوصه او دې خدائ دې ډوره دې يغې تابعدوري کئ. ۲۳توس چې ار کور کئ اغا دې زړه دې تاله وکئ، لکه څرنګې چې توس يې دې تيشتن دې پوره کئ، نه دې انسان دې پوره. ۲۴دې ځکه توس پئيژئي چې تيشتن و دې دغې په اجر کې توس ته ميروث دير کو او په اقيقات کې توس دې تيشتن مسيح خيذمات کئ. ۲۵نو بدکورائي و دې خپلې بدئي سازو وويني، دې ځکه چې خدائ دې ايچا طرفدوري نه کو.

Sorry, no results.
Please try another keyword