اوال ساباق

 

۱دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې خدائ په ارادې سره دې عيسیٰ مسيح رسول دائي او دې ميژ دې ورور تيموتاوس دې طرفه، ۲په مسيح کې دې خدائ خالکې او اغا وفادورې خوانديې او وريڼه ته چې په کولسيه کې دي. دې ميژ دې پلور خدائ فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

دې شکرګزورئي داعو

۳کله چې ميژ دې توس دې پوره داعو کي، بيا ار وخت دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې پلور يعني دې خدائ شکر کي. ۴دې ځکه چې ميژ خبر شولې چې توس په عيسیٰ مسيح ايمون لرئي او دې خدائ دې ټولې خالکې سره مينه کئ. ۵دې توسې دا ايمون او مينه دې يغې ايلې نه رو پئيدو کيژي چې په اسمون کې دې توسې دې پوره سوتل شويې دو. توس دې مخکې نه په دا حق کې په رشتيني کلام يعني زري کې ارويدلي وي. ۶لکه څرنګې چې دا زرائي توس ته دير وراسيده، بيا داسې ټوله دنيو ته راسيژي او حاصل ويرکاوي. دې يغې وريځې نه چې توس خبر شوائي او دې خدائ دې فاضل په حق کې په رشتيا سره پوئي شوائي، بيا په توس کې يې هه حاصل ويرکه. ۷توس دې خدائ دې فاضل په حق کې دې اپفراس نه چې په چارې کې دې ميژ ملګرائي دائي، زده کړل. اغا دې توسې دې پوره دې مسيح وفادور خيذماتګور دائي. ۸اغا ميژ دې توسې دې يغې مينې نه خبر که چې روح القدس توس ته دير کړيې دو.

۹دې دغې اماله دې يغې وريځې نه مم چې دا ورويدل، بيا دې توسې پوره مم ار وخت داعو کړيې دو. ميژ دې خدائ نه غوړي چې توس په خپله اراده په پيره رانګ پوئي کو، ترڅو توسې اغا ټول حکمت او پويا ولرئي چې دې يغ روح يې ديرکاوي، ۱۰ترڅو داسې ژوند وکئ لکه څرنګې چې تيشتن يې غوړي او اغا په ار څه کې خواشول کئ او په ار نيک کور کې ميوه ولرئ او دې خدائ په پيژاندلې کې ترقي وکئ. ۱۱په دا رانګ دې ميژ دا داعو دو چې دې يغ دې جلال نه په ډاک قدرات سره طاقتور شئ، ترڅو په صابر سره ار څه وزغمئ ۱۲او په خواشولئ سره دې پلور خدائ شکر وبوسئ چې توس يې دې دغې لائق کړي يئ چې دې خپلې خالکې سره يې دې رڼو دې بدشايئ په ميروث کې شريک کړئ. ۱۳يغ ميژ دې تيارې دې بدشايئ نه ازود کړي او دې خپل ګرون زي بدشائي ته يې رواستلي. ۱۴دې يغ په وسيله ميژ خلوصين مينده که او دې ميژ ګونائينه وباخشل شول.

 

دې عيسیٰ شخصيت او چارې

۱۵مسيح دې نه ليدينکي خدائ تاوصير او دې ټولې مخليقاتې نه اوال زيژيدلائي دائي يعني چګ مقام لري. ۱۶دې ځکه چې دې يغ په وسيله ټول شايون پئيدو شول، که اغا په اسمون کې دي ليا په منځکه، ليدينکي دي ليا نه ليدينکي، که اغا دې بدشايئ تاختينه دي که روحاني قدراتينه دي ليا حاکمون ليا دې واک خاوندون، ټول شايون دې يغ په وسيله او دې يغ دې پوره پئيدو شول. ۱۷اغي په ټول شايون نه مخکې وجود لوره او په اغا کې ټول شايون سره قايم پوتې کيژي. ۱۸دې دغې ترڅانګ اغا دې سيرات سار يعني دې کليسې سار دائي، اغا شيري دائي، اغا اوال زيژيدلائي دائي چې دې مړې نه روچګ شه، ترڅو په ار څه کې اوال ځوئي ولري. ۱۹دې ځکه چې دا دې خدائ خواشه وه چې زيائي دا په خپل ځون کې دې خدائ کامل فطرت او خي ولري. ۲۰خدائ دې مسيح په وسيله دې ټولې شايونې سره په خوله شه او په صليب بندې دې مسيح دې وينې دې تويدلې په وسيله يې دې خدائ او اغا څه چې په منځکه او اسمون کې دي، په ميانځ کې صولحه رووستله.

۲۱يو وخت توسې دې خدائ نه لرې وائي او دې خپلې فکرينې او بدې عمالينې دې اماله دې يغ ديشمنون وائي. ۲۲خو ويس اغا دې مسيح دې سيراتي مارګ په وسيله توس دې خپل ځون سره په خوله کړائي، ترڅو توس سپيڅلي، بې عيبه او بې دې ګرامولي نه خپل حضور ته روالي. ۲۳خو دې شک نه وره بايد توس په ايمون کې طاقتور او ټينګ پوتې شئ او اغا ايله پرينژدئي چې دې زري په ارويدلې سره په ټوله دنيو کې اعلان شويې دو، او زه پولوس دې دغ زري خيذماتګور شومه.

 

دې کليسا دې خيذماتګور په رانګ دې پولوس کور

۲۴زه ويس په اغا تکليفينه کې خواشول يمه چې دې توسې په خاطر يې تيراومه، دې ځکه چې زه په خپل سيرات کې دې مسيح دې سيرات يعني دې کليسې په خاطر دې مسيح دې تکليفينې اغا کامائي پيره کمه چې ليا دې ويسه پره پوتې دائي. ۲۵زه دې يغې وظيفې دې مخه چې خدائ دې توسې په خاطر موته روکړيې دو، دې کليسې خيذماتګور شومه ترڅو دې خدائ کلام په پيره رانګ توس ته دير وراساومه، ۲۶يعني اغا پټ راز چې دې پيړئي او تيرې نسلينې راسې پټ پوتې و او ويس دې خدائ خالک ته جاوات شوائي دائي. ۲۷خدائ غوشتل چې توسې غير يهوديونې ته دا دې جلال نه ډاکې مالدارئي پټ راز جاوات کو او اغا راز دا دائي چې مسيح په توس کې پنډيژي او اغا دې جلال ايله دو. ۲۸ميژ دې مسيح په حق کې ټول ته تبليغ کي او په اغا ټولې پويې سره چې ميژ يې لري، ټول ته خبردارائي ويرکاوي او ار يوه ته تعليم ويرکاوي، ترڅو ار يو دې بالغې خالکې په رانګ په مسيح کې خدائ ته مخته کي. ۲۹دې دغې پوره زه کور کمه او خوري کمه، ترڅو دې يغ لوئي قدرات نه کور وخلمه چې مسيح يې موته روکاوي او په مو کې کور کو.

Sorry, no results.
Please try another keyword