ووه ويشتام ساباق
پولوس روم ته بوتلل کيژي
۱ کله چې دا پئصاله وشوله چې ميژ و په کشتئ کې ايټلي ته څي، بيا يغې پولوس او ځنې نور بانديون يوليوس ته چې دې روم دې بادشا دې لشکرې دې کنډک يو منصبدور و، وسپورل شول. ۲ بيا ميژ دې ادراميتينې په کشتئ کې چې دې اسيا دې ولايت باندرګاه ته راونه وه، سووره شولي. دې ميژ سره يو مقدوني ساړائي چې ارسترخوس نوميده او دې تسالونيکيې نه و، هه ملګرائي و. ۳ په بله وريځ ميژ دې صيدون دې شار باندرګاه ته وراسيدلي. يوليوس په پولوس مهربون شه او اغا ته يې اجازات ويرکه چې خپل ملګري ته وير شي او چې کيم شي ته اجات لري، اغا ويرکو. ۴ ميژ دې صيدون نه راون شولې، خو دې دغې دې واجې چې بود ميژ ته مخومخ لګيده، بيا دې قبرس دې جزيرې په بله خو لوړلي، دې ځکه چې وولته بود نه لګيده. ۵ کله چې ميژ دې قيليقيې او پمفيليې دې سمندر نه تير شولي، بيا دې ميرا شار ته چې دې ليکيا په ولايت کې دائي، وراسيدلي. ۶ په اغا ځوئي کې اغې منصبدور دې سکندريې يوه کشتئ مينده کړله چې ايټلي ته راونه وه او ميژ يې په اغا کي سووره کړلي. ۷ تر ډيرې وريځې پره ميژ ورې ورې تلي او په ډير تکليف سره قنيدوس ته وراسيدلي. څرنګې چې بود ميژ ته مخومخ لګيده، بيا بل طاراپ ته مم اراکات وکه او دې کريت دې جزيرې په اغا طاراپ چې دې بود نه پټ و، راون شولې او د سلمونې دې سيمې نه تير شوي. ۸ په ساختۍ سره دې سمندر په غوړه تلي او يو ځوئي ته وراسيدلي چې دې ”کوشلائي باندرګاه“ په نوم يوديده او دې لسيه شار ته نژدې و.
۹ وولته ميژ زيوت وخت دې لوسه ويرکه او دې ميژ دې پوره نور سفر خطرنوک و، دې ځکه چې دې کفارې وريځ تيره شويې وه. بيا پولوس اغا ته دا مشوره ويرکړله: ۱۰ ”اې ملګريې، موته ليده شي چې په دا ځوئي نه دې ورستې و دې ميژ سفر خطرنوک وي. خالي و کشتئ او دې يغې بور ته ستر توون ونه راسي بلکې دې ميژ ژوند ته و هه خاطره وي.“ ۱۱ خو اغي منصبدور دې پولوس په ځوئي دې کشتئ مشر او دې کشتئ دې خاوند خبرې ته زيوت غوژ ونيوه. ۱۲ څرنګې چې اغا باندرګاه دې ژمي تيراولي دې پوره مناسبه نه وه، بيا په دئ کي زيوتې يې دا پئصاله وکړله چې دې يغ ځوئي نه اراکات وکو او کوشش وکو چې فينکاس ته وراسيژي او ژمائي وولته تير کو. فينکاس په کريت کې يو باندرګاه دائي چې دې سويلي غارب او قطبي غارب خو ته مخومخ دي.
په سمندر کې طوفان
۱۳ کله چې دې سويلي دې خو نه نارائي نارائي بود رو ورات، نو يغې فکر وکه چې خپل مقصد ته وراسيدل. بيا دئ دې کشتئ لنګر رو کاش که او دې کريت په غوړه راون شول. ۱۴ خو ډير وخت نه و تير شوائي چې يو طوفاني بود چې دې ”قطب خاتيځ“ دې بود په نوم يوديژي، دې جزيرې نه دې ميژ خو ته رو ورات. ۱۵ کشتئ په طوفان کې روګيره شوله او دې دغې امکان نه و چې دې بود مخالف طاراپ ته لوړه شي، بيا ميژ نور کوشش ونه که او پرې مو شوله چې کيم طاراپ ته چې بود لاګي اغا طاراپ ته دا کشتئ بوځي. ۱۶ ميژ دې کاودا په نوم دې يوې واړيکي جزيرې طاراپ ته چې دې بود نه پټه وه، راون شولي. په ډيرې ساختئ سره مم وکړائي شول چې اغا واړيکي کشتئ خواندي وسوتي. ۱۷ اغا واړيکي کشتئ يې ستره کشتئ ته لاکه کړه او ستره کشتئ يې ګړده وړده په پړي بندې وتاړله. اغا وډاريدل چې دې سيرتيس په شګې کې و شاخه شي. يغې دې کشتئ لنګر روکيز که او کشتئ يې پريشوله چې بود يې بوځي. ۱۸ په بله وريځ چې ډير ساخت طوفان و، بيا يغې دې کشتئ يو څه بور يبه ته سنړ ووييه. ۱۹ خو په درمه وريځ يې دې کشتئ سامان په خپل لوسينه سمندر ته سنړ ووييه. ۲۰ تر ډيرې وريځې پره ميژ نه لمر وليده او نه ستوري او ساخت بود لګيده او نور دې ميژ دې بچ کيدلې ايڅ ايله نه وه.
۲۱ په کشتئ کې نوستې خالکې تر ډيره وخته پره ايڅ شائي نه وي خواړلي، بيا پولوس دې يغې په مخکې وداريده او ويې ويل، ”اې ملګريې، توس بايد دې مو خبره مانليې وائي او دې کريت نه مم اراکات نه وائي کړائي، نو دې دغ زيون او توون نه و سوتل شوي وائي. ۲۲ خو ويس توس ته مشوره دير کاومه چې زړينه تام کئ! په توس کې و ايڅوک هه خپل ژوند دې لوسه وير نه کو، خو کشتئ و ټوکړې ټوکړې شي، ۲۳ دې ځکه چې پارين شپه دې يغ خدائ چې زه دې يغ يمه او دې يغ عبادت کمه، دې يغ فرشته موته روغله او دې مو په څانګ کې وداريده ۲۴ او ويې ويل: ’پولوسه! ما ډاريژه، دې ځکه چې ته بايد دې بادشا په مخ کې ودارې او دې تو په خاطر و خدائ دې يغې ټولې کاسونې ژوند چې دې تو سره په کشتئ کې دي، وژغوري.‘ ۲۵ نو اې خالکې، زړينه تام لرئي! دې ځکه چې زه په خدائ ايمون لارمه. لکه څرنګې چې مو ته ويلل شوي دي، داسې و وشي. ۲۶ خو ميژ و دې جزيرې په غوړه سنړ والي شي.“
۲۷ دا څورلاسمه شپه وه چې ميژ دې مديترانې په سمندر کې دې طوفان دې واجې يوې طاراپ ته او بل طاراپ ته وړل کيدلي. خو نژدې نيمه شپه وه چې کشتئ ووله دا ګمون وکه چې وچه ته وير نژدې کيژي. ۲۸ يغې دې يبې دې ژاور وولي اندازه کړله او ويې ليدله چې څالويشت ګزه وه او دې لژ فاصلې نه ورستې يې چې بيا اندازه وخاستله، بيا ديرش ګزه وه. ۲۹ اغا ډاريدل چې داسې نه چې دې تکې سره ولاګي، بيا دې کشتئ دې څټه نه يې لنګرينه وچاول او داعو يې وکړه چې زر سابو شي. ۳۰ دې کشتئ ووله کوشش که چې دې کشتئ نه منډه کو او اغا په دا بونه چې غوړي دې کشتئ دې مختينئ برخې يو څو لنګرينه وچاوي، واړيکي کشتئ يې سمندر ته کيزه کړله. ۳۱ خو پولوس اغا منصبدور او عسکر ته وويل، ”که چيرې دې کشتئ ووله په کشتئ کې پوتې نه شي، بيا په توسې نه و ايڅوک هه نه شي وژغورل.“ ۳۲ بيا عسکرې دې واړيکي کشتئ پړي پرې کړلې او اغا يې پرې شوله چې په سمندر کې لوړه شي.
۳۳ دې لمر خوته نه دې مخه پولوس دې ټولې نه وغوشتل چې يو څه شائي وخوري. يغ وويل، ”نن څوار لاسمه وريځ دو چې توسې دامره پريشان يئ چې ايڅ شائي مم نه دي خواړلي. ۳۴ بيا دې دغې واجې توس ته سول کمه چې لژ خواروک وکئ، دې ځکه چې توس ورته اجات لرئي دې دغې دې پوره چې ژواندي پوتې شئ. په توس کې و دې ايچا دې سار يو ويشته هه کام نه شي.“ ۳۵ کله چې پولوس دا خبره وکړله، بيا يې لژ ماړئي رو وخاستله، دې ټولې په مخ کې يې دې خدائ شکر وکه، اغا يې موته کړله او په خواړلې يې شيري په وکړله. ۳۶ يغې ټولې همات پئيدو که او ماړئي يې وخواړله. ۳۷ په کشتئ کې ميژ ټول دوه ساوه او شپيژ شپيتلاس کاسون وي. ۳۸ کله چې اغا ټول موړه شول، بيا ټول غانم يې سمندر ته سنړ والل چې کشتئ الکه شي.
دې کشتئ ټوکړې ټوکړې کيدل
۳۹ کله چې ګائيز شه، بيا دې کيشتئ ووله وچه منځکه ونه پيژاندله، خو يغې دې خليج غوړه وليدله او پئصاله يې وکړله چې که کيدائي شي نو کشتئ و په اغا ځوئي بندې وخيژاوي. ۴۰ بيا يغې اغا پړي چې لنګرينه پرې تاړل شوي وي، پرې کړل او اغا يې په سمندر کې پريشول او په اغا وخت کې يې دې کشتئ دې راشپيلينې پړي غړند کړل. بيا دئ دې کشتئ دې مخته برخې بادوون دې بود طاراپ ته پورته کاش که او کشتئ دې سمندر غوړه ته راونه شوله. ۴۱ خو کشتئ دې يبې لوندې دې شګې دې غونډئي سره ولګيدله او وولته شاخه شوله. دې کشتئ مخته برخه ډيره ساخته ولګيدله او اراکات يې نه شه کړلائي، خو ورستينئ برخه يې دې ساختې چاپې دې واجې ټوکړې ټوکړې شوه.
۴۲ عسکرې پئصاله وکړله چې ټول بانديون و مړه وي، داسې نه چې په لامبې والې منډې ووائي. ۴۳ خو يغ منصبدور غوشتل چې پولوس وژغوري، بيا اغا يې دې دغ کور نه مانې کړل. يغ امر وکه چې اوال دا اغا کاسون چې لامبې والائي شي، ځونينه يبه ته وچاوي او وچه ته دا ځانينه وراساوي. ۴۴ او نور ته يې وويل چې په تاختې او يا دې کشتئ په ټوکړې بندې په اغا پسې وير شي. په دا رانګ ميژ ټول روغ راميټ وچه ته وراسيدلي.