شپوړا سام ساباق

 

دې پولوس او سيلاس سره دې تيموتاوس ملګرتيا

۱پولوس دربې او لسترې ته وراسيده او په لستره کې يې وليدل چې دې تيموتاوس په نوم يو ايماندور پنډيده چې مور يې يهودئ ايماندوره وه، خو پلور يې يونانائي و. ۲دې لسترې او قونيې ايماندورونې دې يغ صفات که. ۳پولوس غوشتل چې تيموتاوس دې ځون سره بوځي، بيا اغا يې دې يغې ځايونې يهوديونې په خاطر سونات که. يغ دې ځکه داسې وکړل چې ټول ته ماليمه وه چې دې تيموتاوس پلور يونانائي و. ۴کله چې يغې دې يوه شار نه بل شار ته سفر که، بيا کيمې پئصالې چې رسولونې او مشرونې په يروشلم کې کړيې وې، اغا يې ايماندورون ته ورا ساولې، ترڅو عمل په وکو. ۵بيا کليسې په ايمون کي طاقتوريدلې او دې ايماندورونې شمير وريځ په وريځ زيوتيده.

 

په ترواس کې دې پولوس رويا

۶دئ دې فريجيې او غلاتيې دې سيمې نه تير شول، دې ځکه چې روح القدس اغا دې اسيا په ولايت کې دې تيشتن عيسیٰ دې پيغام ويرکاولې نه مانې کړي وي. ۷کله چې اغا دې ميسيه سرحد ته وراسيدل، بيا کوشش يې وکه چې دې بتونيې ولايت ته لوړ شي، خو دې عيسیٰ روح يعني روح القدس اغا ته اجازات وير نه کړلې. ۸بيا اغا دې ميسيه نه تير شول او دې ترواس شار ته لوړل. ۹په اغا شپه پولوس رويا وليدله چې يو مقدوني ساړائي ويلوړ دائي او اغا ته مينات کو او يائي، ”مقدونيې ته رو پورې شه او دې ميژ سره مراسته وکه.“ ۱۰څرنګې چې پولوس دا رويا وليدله، بيا ميژ په مخ تايور شولې چې مقدونيې ته لوړ شي. دې ځکه ميژ دا نتيجه ته وراسيدلي چې خدائ ميژ روباللي يي چې دې يغ ځوئي خالکې ته زرائي وراساوي.

 

په فيليپي کې دې ليديه ايمون روړل

۱۱بيا ميژ په ترواس کې په کشتئ کې سوره شوي او سيده دې ساموتراکې جزيرې ته لوړي او په بله وريځ دې نياپوليس شار ته لوړي. ۱۲دې يغ ځوئي نه فيليپي ته چې دې مقدونيې دې اوالينئ ضلع يو شار و او دې روميونې کالونئ وه، لوړي او دې يو څو وريځې دې پوره په اغا شار کې پوتې شوي. ۱۳دې سبت په وريځ ميژ دې شار دې دروزې نه وواتلي او دې سيند غوړه ته چې ميژ فکر که چې دا و دې يهوديونې دې داعو کړلې ځوئي وي، لوړلي. وولته کشينوستي او په اغا ځوئي کې مم دې روغونډې شويې شځې سره خبرې وکړلې. ۱۴په اغا شځې کې چې دې ميژ خبرې ته يې غوژ نيولائي و او دې يوې نوم ليديه و چې دې بينګڼي رانګ قيمتي جومې سودوګره وه او دې تياتيرا دې شار پنډيدينکي وه. اغا داسې شځه وه چې دې خدائ عبادت يې که او تيشتن دې يغې ذهن جوړ که چې څه چې پولوس يائي اغا وماني. ۱۵بيا يغې او دې يغې کورانۍ ته بپتسمه ويرکړل شوه او يغې ميژ خپل کير ته رو وباللي او ويې ويل، ”که چيرې توسې مو دې تيشتن عيسیٰ رشتيني ايماندوره ګاڼئ، بيا روشئ او دې ميژ په کير کې پوتې شئ.“يغې ټينګورائي وکه چې ورسره لوړ شي.

 

پولوس او سيلاس دې فيليپي په زندان کې

۱۶يوه وريځ ميژ دې داعو کړلې ځوئي ته تلي چې دې يوې وينځې سره مخومخ شولي چې داسې پيرائي يې لوره چې دې يغې په مراسته و يې فال کوته. يغې و په دا طريقه بندې خپل مالکونې ته ډيرې پائسې ګاټلي. ۱۷اغا په پولوس او په ميژ پسې رارونه وه او سيرې يې واللې، ”دا دې خدائ تعالي خيذماتګورون دي. اغا توس ته دې خلوصين ليار وشائي.“ ۱۸يغې ارا وريځ دا کور که، تر دغې چې پولوس دامره تنګ شه چې مخ يې رو ووړوه او اغا پيري ته يې وويل، ”زه درته دې عيسیٰ مسيح په نوم امر کمه چې دې يغې نه رو ووځه.“بيا په اغا سات اغا پيرائي دې يغې نه رو ووته.

۱۹کله چې دې يغې وينځې مالکون پوئي شول چې دې يغې دې پائسې دې ګاټلي ايله دې ميانځ نه لوړله، بيا يغې پولوس او سيلاس ونيول او په څکاول يې حاکمونې ته دې محکمې دې پوره دې بازور چاوک ته رو واستل. ۲۰اغا يې دې رومي سترې رتبې ووله مامورون ته رو واستل او ويې ويل، ”دا خالک يهوديون دي او دئ دې ميژ په شار کې ګاډ واډي جوړه وي. ۲۱دئ دې يغې دودينې او دستورينې په حق کې تعليم ويرکاوي چې مانل او په اغا بندې عمل کړل يې دې ميژ دې روميونې دې پوره راوو نه دي.“ ۲۲خالک دې يغې وينځې دې مالکونې سره يو ځوئي شول او په پولوس او سيلاس بندې يې امله وکړه او مامورينې امر وکه چې دې دئ جومې وبوسئ او په لاوړون يې ووايئ. ۲۳په ساخت والل او ټکاول نه دې ورستې يې پولوس او سيلاس په زندان کې وچاول او دې زندان مشر ته يې وويل چې دې يغې کلاکه څارنه وکو. ۲۴دې دغ امر دې مخه دې زندان مشر اغا په يوه ډيره ديننه کوټه کې وچاول او پشې يې ورته دې لارګئ په مغژي پرې په زنځيرينه وتاړلې.

۲۵نژدې نيمه شپه وه چې پولوس او سيلاس داعو کړله او دې خدائ حمد يې ويه او نورې بانديونې ورته غوژ نيولائي و ۲۶چې بيځيه يوه ساخته زلزله وشوله چې دې زندان بنيادينه يې وخيزاول. په مخ دې زندان ټولې دروزې خلوصې شولې او دې ټولې بانديونې زنځيرينه موت شول. ۲۷کله چې دې زندان مشر رو ويش شه او ويې ليدل چې دې زندان دروزې خلوصې دي، بيا فکر يې وکه چې بانديون و تشتيدلي وي، بيا خپله تيره يې رو وياستله او نژدې وه چې خپل ځون مړ کو. ۲۸خو پولوس په زور سره سيرې وواللې، ”خپل ځون ته دې زيون ونه رساوې، دې ځکه چې ميژ ټول دولته يې.“ ۲۹دې زندان مشر څروغ رو وغوشته او دې ننه يې منډه کړل او په داسې حال کې چې دې ډوره تيريده، اغا دې پولوس او سيلاس په پشې کې ولويده. ۳۰بيا يې اغا دې ورچانې رو وياستل او پشتنه يې ځنې وکړله، ”اې شوغلي! زه بايد څه وکمه چې خلوصين مينده کمه؟“ ۳۱يغې ځاوب ويرکه، ”په تيشتن عيسیٰ بندې ايمون روره چې ته او دې تو کورانۍ خلوصين مينده کو.“ ۳۲بيا يغې دې تيشتن عيسیٰ پيغام يغ ته او دې يغ ټوله کورانۍ ته بيان که. ۳۳دې شپې په اغا سات دې زندان مشر اغا بوتلل او دې يغې زاخمينه يې ووينځل او په مخ يغ او دې يغ ټولې کورانۍ ته بپتسمه ويرکړل شوه. ۳۴بيا يغ پولوس او سيلاس خپل کير ته رو واستل او اغا ته يې ماړئي روړه. په دا خاطر چې يغ او ټولې کورانۍ يې په خدائ بندې ايمون رواړ، بيا ډير خواشول شول.

۳۵کله چې ګائيز شه بيا رومي مامورينې خپل دې پوليس افسران دې زندان مشر ته وير ولاژل او امر يې ورته وکه، ”اغا ساړائي پريژدئي چې لوړ شي.“ ۳۶بيا دې زندان مشر پولوس ته وويل، ”رومي مامورينې امر کړائي دائي چې ته او سيلاس دا ازود شئ. بيا ويس توس کړلائي شئ چې رو ووځئ او په خير لوړ شئ.“ ۳۷خو پولوس دې پوليسې افسران ته وويل، ”سره دې دغې چې ميژ رومي قوميت لري، خو بيا هه يغې خالکې ميژ بې دې کيمې محکمې دې ټولې خالکې په مخ کې ووالي او په زندان کې وچاولي او ويس غوړي چې ميژ په پټه وبوسي؟ نه، پريژده چې اغا خپل روشي او ميژ وبوسي.“ ۳۸دې پوليسې افسرونې دا خبرې رومي مامورون ته وراساولې او کله چې اغا خبر شول چې پولوس او سيلاس رومي قوميت لري، بيا وډاريدل ۳۹او روغلل او دې يغې نه يې باخشنه وغوشتله او اغا يې دې زندان نه رو وياستل او غوشتنه يې ځنې وکړله چې دې شار نه لوړ شي. ۴۰بيا پولوس او سيلاس دې زندان نه وواتل او دې ليديه کير ته لوړل او وولته يې دې ايماندورونې سره وليدل او يور بيا يې اغا ته تسالي ويرکړله او بيا لوړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword