لاسام ساباق
کورنيليوس رويا ويني
۱ په قيصريه کې يو ساړائي و چې کورنيليوس نوميده او دې رومي لشکرې دې کنډک چې دې ”ايټالوي کنډک“ په نوم يوديده، مشر و. ۲ کورنيليوس او دې يغ کورانۍ ديندارئي خالک و او دې خدائ نه ډاريدل. يغ و غريبون يهوديون ته ډير خيرياتينه ويرکاول او ار وخت وه يې داعو کړله. ۳ يوه وريځ دې مسپيشين خو او شو درې باجې يغ رويا وليدله چې دې خدائ فرشته دې يغ خو ته روغله او ورته ويې ويل، ”اې کورنيليوسه!“ ۴ يغ دې ډوره په ځير سره فرشته ته وکاتل او پشتنه يې ځنې وکړله، ”شوغليه څه يائې؟“ فرشتې ځاوب ويرکه، ”دې تو داعوګونې او خيرياتينه چې تو وير کړي وي، اغا دې خدائ حضور ته وراسيدل او قابيل يې کړل. ۵ ويس يو څو کاسون يافا ته په شمعون پسې چې پطروس ورته ويل کيژي، ولاژه چې اغا روالي. ۶ اغا دې شمعون څارمنې جوړه وينکي په کير کې چې دې سمندر په غوړه دائي، ولما دائي.“ ۷ کله چې يغې فرشتې دې يغ سره خبرې وکړې لوړه، بيا کورنيليوس خپل دوه نيکارون او يو عسکر چې يو ديندارئي ساړائي و او دې يغ دې کير دې خيذماتګورونې نه و، رو وغوشتل. ۸ ار څه چې شوي وي، اغا ته يې وويل او اغا يې يافا ته ولاژل.
پطروس رويا ويني
۹ بله وريځ دې غارمې په وخت کې چې اغا دوه نيکارون او عسکر په ليار کې راون وي او يافا ته وراسيدل، بيا په داغا وخت کې پطروس دې داعو کړلې دې پوره پوس چات ته وخوته. ۱۰ اغا وژائي شه او غوشتل يې چې څه وخوري، کله چې ماړئي تايوريدله، بيا يغ رويا وليدله. ۱۱ يغ وليدل چې دې اسمون دروزې خلوصې شولې او دې يوه ستر دسترخوان په رانګ يو شائي چې دې څالورې طرفې نه رولاليده او کيز دې منځکې خو ته روراون و. ۱۲ په اغا کې ار رانګ حيوانون، چمجي او مرغون وي. ۱۳ بيا يو ژاغ روغائي او اغا ته يې وويل، ”اې پطروسه، چګيژه! اغا الول که او ويې خوره.“ ۱۴ خو پطروس وويل، ”تيشتنه! ايڅ کله نه، مو ايڅ کله هه حاروم او ناپوک شايون نه دي خواړلي.“ ۱۵ په دوم وور بيا ژاغ روغائي، ”کيم شايون چې خدائ الول ګرځاولي دي، اغا حاروم مه ګاڼه.“ ۱۶ درې ووره هه داسې وشول او بيا اغا دسترخوان په څټ پورته اسمون ته يواړ شه.
۱۷ پطروس حيرون پوتې وه چې دې دغې رويا معنی څه دو، چې په داغا وخت کې اغا کاسون چې کورنيليوس لاژلي وي، دې شمعون کير مينده که او اغا دې دروزې په مخ کې ودريدل. ۱۸ يغې سيرې کړلې او پشتنه يې وکړله، ”ايا شمعون چې پطروس هه ورته يائي، دولته ولما دائي؟“ ۱۹ پطروس ليا دې دغې رويې په حق کې فکر که چې روح القدس ورته وويل، ”کسه، درې ساړي تو غوړي. ۲۰ چګيژه او دې لوندې رو کيز شه او دې يغې سره په تاګ کې زړه نا زړه کيژه مه، دې ځکه چې اغا مو دير لاژلي دي.“ ۲۱ بيا پطروس دې لوندې رو کيز شه او اغا ته يې وويل، ”زه اغا ساړائي يمه چې توس يې غوړئي. توس دې څه دې پوره رو غلي يئ؟“ ۲۲ يغې ځاوب ويرکه، ”ميژ قوماندان کورنيليوس رو لاژلي يې. اغا يو نيک او داسې ساړائي دائي چې دې خدائ نه ډاريژي او دې ټولې يهوديونې په نظير کې ډير عزت ماند ساړائي دائي. دې خدائ فرشتې يغ ته ويلي وي چې تو خپل کير ته رو وغوړي او څه چې يائي اغا و وروه.“ ۲۳ بيا پطروس اغا کير ته رواستل او ولمونه يې کړل.
دې کورنيليوس او پطروس ليدنه
بله وريځ پطروس چګ شه او دې يغې سره راون شه او دې يافا څو ايماندورون هه ورسره ملګري وي. ۲۴ په بله وريځ اغا قيصريې ته وراسيدل. کورنيليوس اغا ته په تامه و او خپل خپلون او خپل نژدې ملګري يې هه رو غوشتلي وي. ۲۵ څرنګې چې پطروس کير ته وير نناوته، کورنيليوس دې يغ مخ ته وير ووته او دې يغ په پشې کې ولويده او سجده يې ورته وکړله. ۲۶ خو پطروس اغا دې منځکې نه رو پورته که او ورته ويې ويل، ”رو چګيژه، زه هه دې تو په رانګ يو انسان يمه.“ ۲۷ په داسې حال کې چې پطروس دې يغ سره خبرې کړلې، کير ته نناوته او ويې ليدل چې وولته ډير خالک رو ټول شوي وي. ۲۸ پطروس يغې ته وويل، ”توس ته شه ماليمه دو چې دې يهوديونې دې پوره دا ناراوو دو چې دې غير يهوديونې سره نوسته ويلوړه او يا ملګرتيا وکو. خو خدائ دا مو ته رو وشولي دي چې زه بايد ايڅوک هه ناپوک او ناجس نه وګاڼمه. ۲۹ کله چې زه توسې رو وغوشتلمه، نو بغير دې څه اعتراض نه روغلمه. خو ويس پشتنه کمه چې توسې ويلې زه رو وغوشتلمه؟“
۳۰ کورنيليوس وويل، ”څالور وريځې شي چې په داغا وخت کې يعني دې مسپيشين په درې باجې زه په خپل کير کې په داعو کړلې وخته ومه چې بيځيه يو ساړائي چې پړکاوينکي جومې يې وغستيې وې، دې مو په مخ کې ودريده ۳۱ او ويې ويل: ’اې کورنيليوسه! خدائ دې تو داعوګونې قابيلې کړيې دي او اغا خيرياتينه يې قابيل کړي دي چې غريبون ته دې وير کړي دي. ۳۲ ويس يو څو کاسون په شمعون پسې چې پطروس ورته ويلل کيژي، يافا ته ولاژه چې اغا روالي. اغا دې سمندر په غوړه دې شمعون څارمن جوړه وينکي په کير کې ولما دائي.‘ ۳۳ بيا په مخ مې په تو پسې ساړي دير ولاژل او تو ډير شه کور وکه چې دولته روغلې. بيا ويس ميژ ټول دولته دې خدائ په حضور کې حاضر يې چې دې ار څه په حق کې چې تيشتن توته حکم کړائي دائي، اغا ووروي.“
غير يهوديون ته دې پطروس وئينو
۳۴ پطروس خپلې خبرې شيري کړلې او ويې ويل، ”زه ويس پوئي شومه چې دا رشتيا دي چې خدائ دې ايچا طرفدوري نه کو. ۳۵ په ار قوم کې چې ار څوک دې خدائ نه ډاريژي او سام کورينه کو، خدائ دې دئ نه روضي وي. ۳۶ توس پئيژئي چې خدائ خپل پيغام دې اسرائيلې قوم ته وير ولوژه او دې سولې او سلوماتيې زرائي يې دې عيسیٰ مسيح په وسيله چې دې ټولې تيشتن دائي، اعلان که. ۳۷ توس پئيژئي چې په ټوله يهوديه کې څه وشول. دا پيشه دې يحيیٰ دې بپتسمې دې اعلانه ولې نه دې ورستې دې جليل نه شيري شوله. ۳۸ او توسې خبر يئ چې خدائ څرنګې ناصري عيسیٰ په روح القدس او په خپل قدرات سره مسح که. اغا و ار ځوئي ته تۀ او دې خالکې سره و يې نيکي کړله او کيم خالک چې دې شيطون په باند کې وي اغا ته و يې شفا ويرکاوله، دې ځکه چې خدائ ورسره مال و. ۳۹ ميژ دې يغې ټولې کورينې شائدون يې چې عيسیٰ دې يهوديونې په وطن او يروشلم کې وکړل. يغې عيسیٰ په صليب بندې مړ که. ۴۰ خو خدائ اغا په درمه وريځ په څټ روژواندائي که او خالک ته يې شکاره که، ۴۱ ټولې خالکې ته نه، بلکې خالي اغا شائدونې ته چې خدائ دې مخه نه غوره کړي وي، يعني ميژ ته چې دې يغ دې بيا روژواندي کيدلې نه دې ورستې مم ورسره وخواړل او وتشل. ۴۲ عيسیٰ ميژ ته حکم کړائي دائي چې خالک ته تبليغ وکه او دا شهادت ويرکه چې دا اغا څوک دائي چې خدائ په مړه او ژواندي بندې قاضي ټاکلي دائي. ۴۳ دې يغ په حق کې ټول پيغمبرون شائدي ويرکاوي او يائي چې ار څوک چې په اغا بندې ايمون روري، بيا دې يغ په نوم و يې ګونائينه وباخشل شي.“
په غير يهوديونې بندې دې روح القدس نازليدل
۴۴ پطروس ليا خبرې کړلې چې په اغا ټولې خالکې بندې چې دې يغ خبرې يې ارويدلې، روح القدس نازل شه. ۴۵ اغا يهوديون ايماندورون چې دې پطروس سره روغلي وي، په دا حيرون شول چې دې روح القدس نعمت په غير يهوديونې هه نازل شه. ۴۶ ځکه چې دئ وورويدل چې اغا په نورې ژبې خبرې کړلې او دې خدائ لوئي يې بيانه وله. بيا پطروس وويل: ۴۷ ”ايا داسې څوک شته چې دا خالک چې دې ميژ په رانګ يې روح القدس تر لوسه کړائي دائي په يبه بندې دې بپتسمې دې وخاستلې نه مانې کو؟“ ۴۸ بيا پطروس امر وکه چې اغا ته دا دې عيسیٰ مسيح په نوم بپتسمه ويرکړل شي. بيا يغې دې پطروس نه وغوشتل چې يو څه وريځې دا دې يغې سره پوتې شي.