نام ساباق

 

ساؤل په عيسیٰ بندې ايمون روري

۱ په اغا وخت کې ساؤل ليا دې تيشتن عيسیٰ ليارتلينکيې ته دې قاتل ساختې خبردارئي ويرکاولې. اغا ستر امام ته لوړ شه ۲ او دې يغ نه يې وغوشتل چې دې دمشق عبادتخانې ته ليکنې ويرکو چې که چيرې يغې داسې کيم څوک پئيدو کو که اغا شځه وي ليا نر، چې دې تيشتن عيسیٰ دې ليارې پيرون وي، بيا اغا ونسئ او يروشلم ته يې رو والئ. ۳ کله چې ساؤل دمشق ته نژدې کيده، بيا بيځيه دې اسمون دې خو نه يوه رڼو دې يغ خو او شو باله شوله. ۴ اغا په منځکه بندې رو ولويده او يو ژاغ يې وورويده چې ويل يې، ”ساؤله، ساؤله! ته ويلې مو ځوراوې؟“ ۵ ساؤل پشتنه وکړله، ”اې تيشتنه، ته څوک يې؟“ ځاوب روغائي، ”زه عيسیٰ يمه، يعني اغا څوک چې ته يې ځوراوې. ۶ ويس چګ شه او شار ته لوړ شه او وولته و تو ته وويل شي چې څه بايد وکې.“ ۷ کيم کاسون چې دې ساؤل سره په سفر کې ملګري وي، غلي ويلوړ وي. يغې ژاغ وورويده، خو ايڅوک يې نه وليده. ۸ بيا ساؤل دې منځکې نه روپورته شه او سره دې دغې چې سترګې يې غاړيدلې، خو څه شائي يې نه شوه ليدائي. بيا ملګريې يې اغا په لوس ونيوه او دمشق ته يې بوته. ۹ اغا دې درې وريځې پره ړيند و او نه يې څه خواړل او نه يې څه تشل.

۱۰ په دمشق کې يو ايماندور پنډيده چې حنانيا نوميده. يغ رويا وليدله چې تيشتن ورته وويل، ”اې حنانيا!“ يغ ځاوب ويرکه، ”اې تيشتنه، زه حاضر يمه.“ ۱۱ تيشتن يغ ته وويل، ”چګ شه او اغا چيلې ته لوړ شه چې دې مستقيمې چيلې په نوم يوديژي او دې يهودا په کير کې دې ساؤل په نوم دې يوه کاس نه چې دې ترسوس دې شار نه دائي، پشتنه وکه. اغا دا ويس داعو کو. ۱۲ يغ په رويا کې وليدل چې دې حنانيا په نوم يو ساړائي روڅي او دې يغ په سار بندې و لوس ژدي، ترڅو اغا په څټ سترګه وار شي.“ ۱۳ حنانيا ځاوب ويرکه، ”اې تيشتنه، ډيرې خالکې موته دې دغ ساړي او دې يغ ټولې بدې په حق کې چې يغ په يروشلم کې دې تو دې خالکې سره کړيې دي، ويلي دي. ۱۴ او مشرونې امامونې يغ ته اختيار وير کړائي دائي چې دمشق ته روشي او اغا ټول خالک چې دې تو نوم وخلي، ونسي.“ ۱۵ خو تيشتن يغ ته وويل، ”لوړ شه، ځکه چې دا ساړائي يوه وسيله دو چې مو غوره کړائي دائي، ترڅو دې مو نوم غير يهوديون ته، دې يغې بدشاونې او دې اسرائيلې قوم ته وير وپيژاني. ۱۶ زه و په خپله يغ ته وشايمه چې اغا بايد دې مو دې نوم په خاطر څومره کړاوينه وزغمي.“

۱۷ بيا حنانيا راون شه او اغا کير ته وير نناوته چې ساؤل په کې پنډيده او خپل لوس يې په يغ بندې کشياش او ورته ويې ويل، ”اې ساؤله وروره! کله چې ته دولته روراون وې، بيا تيشتن يعني اغا عيسیٰ چې تو ته په ليار کې دير شکاره شه، زه رو لاژلئ يمه چې ته په څټ سترګه وار شې او دې روح القدس نه ډاک شې.“ ۱۸ په مخ دې ساؤل دې سترګې نه دې شوليکي په رانګ شايون رو ولويدل او اغا په څټ سترګه وار شه. بيا اغا رو چګ شه او بپتسمه يې وخاستله. ۱۹ په اغا نه دې ورستې يغ ماړئي وخواړله او په څټ يې طاقات پئيدو که.

 

ساؤل په دمشق کې وعظ کو

ساؤل يو څو وريځې په دمشق کې دې ايماندورونې سره پوتې شه. ۲۰ اغا په مخ عبادتخانې ته لوړ شه او تعليم يې شيري که او ويل يې چې عيسیٰ دې خدائ زيائي دائي. ۲۱ ار چا چې دې يغ خبرې وورويدې، بيا حيرون و شول او پشتنه و يې کړله، ”ايا دا اغا ساړائي نه دائي چې په يروشلم کې و يې اغا خالک دې ميانځ نه وړل چې دې عيسیٰ نوم و يې وخاست؟ اغا دولته دې دغ مقصد دې پوره نه دائي روغلائي چې دا خالک ونسي او لوس تاړلي يې مشرون امامون ته بوځي؟“ ۲۲ خو دې ساؤل دې وعظ کړلې قدرات نور هه زيوتيده او په خپل مضبيط دليلينه يې ثابته ول چې عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي او دې دمشق يهوديونې ورته ځاوب نه شه ويلائي.

۲۳ په ډير وخت نه دې ورستې يهوديون سره روټول شول او منصوبه يې جوړه کړله چې ساؤل مړ کو. ۲۴ يغې شپه او وريځ دې شار په دروزې کې چوکيدوره کړله، ترڅو اغا مړ کو. خو ساؤل دې يغې دې منصوبې نه خبر شه. ۲۵ بيا يوه شپه دې ساؤل ليارتلينکي اغا په ټوکرئي کې دې شار دې ديوله دې سروي په ليار رو کيز که.

 

ساؤل په يروشلم کې

۲۶ کله چې ساؤل يروشلم ته ورسيده، بيا کوشش يې وکه چې دې نورې ايماندورونې سره يو ځوئي شي، خو اغا ټول دې يغ نه ډاريدل، دې ځکه چې يغې په دا بندې يقين نه که چې ساؤل په رشتيا سره ايماندور شوائي دائي. ۲۷ بيا برناباس دې يغ سره مراسته وکړله او اغا يې رسولون ته بوته او اغا ته يې وويل چې ساؤل څرنګې دمشق ته په ليار کې تيشتن عيسیٰ وليد او يغ څرنګې دې ساؤل سره خبرې وکړلې. په داغا رانګ برناباس اغا ته وويل چې ساؤل څرنګې په دمشق کې په زيړاور تيا سره دې عيسیٰ په نوم تبليغ وکه. ۲۸ بيا ساؤل دې يغې سره پوتې شه او په يروشلم کې دې دئ سره ګرځيده او په زيړاورتيا سره يې دې تيشتن عيسیٰ په نوم وعظ که. ۲۹ يغ و دې يوناني ژبې دې يهوديونې سره خبرې او باحث که، خو دئ کوشش که چې ساؤل مړ کو. ۳۰ کله چې ايماندورون دې دغې نه خبر شول، بيا ساؤل يې قيصريې ته بوته او بيا يې اغا دې ترسوس شار ته ولوژه.

۳۱ بيا په ټوله يهوديه، جليل او سامريه کې کليسا په امن کې وه او شه شوله. ايماندورونې دې تيشتن نه په ډور کې دې روح القدس په مراسته پر مخ تاګ که او شمير يې زيوتيده.

 

پطروس په لده او يافا کې

۳۲ پطروس وه ار ځوئي ته سفر که او يو وور اغا دې يغې ايماندورونې دې ليدلې دې پوره چې دې لده په شار کې پنډيدل، لوړ شه. ۳۳ په اغا ځوئي کې يغ دې اينياس په نوم يو ساړائي وليده چې شيال و او دې ووتې کولې نه په کاټ کې پروت و. ۳۴ پطروس يغ ته وويل، ”اې اينياسه، عيسیٰ مسيح درته شفا ديرکاوي. چګ شه او بيشتاره دې رو ټوله که.“ او اغا په مخ چګ شه. ۳۵ يغې ټولې خالکې چې په لده او شارون کې پنډيدل، اينياس وليده او په تيشتن عيسیٰ يې ايمون رواړ.

 

پطروس طبيتا په څټ روژواندائي کاوي

۳۶ په يافا کې يوه ايماندوره شځه پنډيدله چې طبيتا نوميدله. په يونانۍ ژبه کې دې يغې معنی شژه دو. يغې ار وخت نيک کورينه کړل او دې غريبونې سره يې مراسته کړله. ۳۷ په دا وخت کې اغا بيموره او بيا مړه شوله. خالکې يغې ته غسل ويرکه او پوس په باله خونه کې يې دې يغې مړائي کشياش. ۳۸ يافا دې لدې نه ډيره لرې نه وه او ايماندورون خبر شول چې پطروس په لده کې دائي، بيا يغې دوه کاسون وير ولاژل او دې يغ نه يې وغوشتل چې زر تر زره ميژ ته ځون رو وراسوه. ۳۹ بيا پطروس چګ شه او دې يغې سره راون شه. کله چې اغا رو وراسيده، بيا پوس باله خونه ته يې بوته. ټولې کونډې شځې په اغا بندې رو بادالې شولې، يغې ژاړل او اغا جومې او چوپانې چې طبيتا دې خپل ژواندونه په وخت کې ګانډليې وې، يغ ته وشولې. ۴۰ پطروس اغا ټولې دې کوټې نه وياستلې، اغا په ګونډې شه او داعو يې وکړله. بيا يې مړي ته مخ رو ووړوه او ويې ويل، ”طبيتا چګيژه!“ يغې خپلې سترګې وغړاولې او کله يې چې پطروس وليده، بيا کشينوستله. ۴۱ پطروس يغې ته لوس ويرکه او اغا يې په پشې وداروله. بيا پطروس ټول ايماندورون او کونډې رو وغوشتلې او طبيتا يې ورته ژواندائي وسپورله. ۴۲ دا خبره په ټوله يافا کې ړانګه شوله او ډيرې خالکې په تيشتن عيسیٰ بندې ايمون رواړ. ۴۳ پطروس دې زيوت وخت دې پوره دې شمعون په نوم دې څارمنې جوړه وينکي سره په يافا کې پوتې شه.

Sorry, no results.
Please try another keyword