اووم ساباق

 

دې استيفان وئينو

1 ستر امام دې استيفان نه پشتنه وکړله، ”ايا دا رشتيا دي؟“ 2 استيفان ځاوب ويرکه، ”اې وريڼې او مشرونې! موته غوژ ونسئ! مخ کې په دا نه چې دې ميژ نيکه ابراهيم لوړ شي او په حاران کې پنډيژي، دې جلال خاوند خدائ ورته په بين النهرين کې وير شکاره شه 3 او اغا ته يې وويل: ’خپل وطن او خپل خپلون دې پريژده او اغا وطن ته لوړ شه چې زه يې درته وشايمه.‘ 4 بيا ابراهيم دې کلدانيونې دې وطن نه لوړ شه او په حاران کې پنډيده. کله چې دې ابراهيم پلور مړ شه بيا خدائ اغا دې وطن ته چې توسې ويس په کې پنډيژئي، رووسته. 5 خو خدائ په اغا وطن کې اغا ته حتي يو ګز منځکه هه په ميروث کې وير نه کړله، حتي دامره منځکه يې هه وير نه کړله چې پشه په کې کشيژدي. خو خدائ وعده وکړله چې دا منځکه و اغا ته او په اغا نه دې ورستې دې يغ الود ته وير کو چې دې يغې ملکيت شي، که څه هه ابراهيم الود نه لوره. 6 بيا خدائ ابراهيم ته داسې وويل: ’دې تو الود و په پرادي وطن کې دې ميسوفرې په رانګ پنډيژي. اغا و وولته غلامون وي او څالور ساوه کوله و په ظلم شي.‘ 7 په داغا رانګ خدائ وويل: ’خو زه و اغا قوم ته چې دې توسې دې الودې نه غلامون جوړه وي، سازو وير کمه. دې ورستې و اغا دې يغ وطن نه رو ووځي او په دا ځوئي کې و دې مو عبادت کو.‘ 8 بيا خدائ ابراهيم ته دې سونات کاولې حکم وکه چې دې لوظ يوه ناخشه و وي، ترڅو دا وشائي چې يغ په شوي لوظ بندې عمل کړائي دائي. بيا کله چې دې ابراهيم زيائي اسحاق پئيدو شه، بيا اغا يې په ووتمه وريځ سونات که. اسحاق خپل زيائي يعقوب سونات که او يعقوب خپل دولاس زامن چې ورستې بيا دې دولاسې قابيلې مشرون شول، سونات کړل.

9 دې يعقوب زامنې دې خپل ورور يوسف سره کينه پئيدو کړله او اغا يې په مصر کې دې غلام په رانګ خارڅ که. خو خدائ دې يغ سره مال و 10 او اغا يې دې خپلې ټولې تکليفې نه رو خلوص که. کله چې يوسف دې مصر دې بادشا فرعون په حضور کې رو شکاره شه، خدائ په يغ بندې فاضل وکه او اغا ته يې حکمت ويرکه. بيا فرعون اغا دې ټول مصر واکمن او دې خپلې کورانۍ ماصول وټاکه. 11 بيا په ټول مصر او کنعان کې قحطي روغله چې دې يوه ستر مصيبت رو ميانځ ته کيدلې سبب شوه او دې ميژ نيکونې دې خواروک دې پوره څه شائي نه شول پئيدو کاولائي. 12 بيا کله چې يعقوب خبر شه چې په مصر کې دې غلې دونې پئيدو کيژي، بيا يغ خپل زامن يعني دې ميژ نيکينه دې اوال وور دې پوره وورته ولاژل. 13 کله چې اغا دې دوم وور دې پوره وولته لوړل، بيا يوسف خپل ځون خپل وريڼه ته وير وپيژونده او فرعون دې يوسف کورانۍ وپيژاندله. 14 بيا يوسف خپل پلور يعقوب او ټول خپلون چې شمير يې پينځه شپيتلاس کاسون ته راسيده، مصر ته رو وغوشتل. 15 بيا يعقوب مصر ته لوړ شه او وولته دائې او زامن يې يعني دې ميژ نيکينه مړه شول. 16 دې دئ مړي شکيم ته يوړل شول او په اغا اديره کې يې شاخ کړل چې ابراهيم دې حمور دې زامنې نه په بيه وخستيې وه.

17 کله چې اغا وخت رو وراسيده چې خدائ دې ابراهيم سره خپله وعده پيره کو، بيا په دا وخت کې دې ميژ دې خالکې شمير په مصر کې ډير زيوت شه. 18 بيا په مصر کې يو بل بادشا په تخت کشينوست چې يوسف يې نه پيژونده. 19 اغي دې ميژ دې نيکونې سره ټاګي وکړله، چې په دئ بندې يې ظلم که او دئ يې دا ته مجبور کړل چې خپل نوي زيژيدلې واړيکي دې کورينې نه دې ورچانې پريژدي چې مړه شي. 20 په دا وخت کې موسیٰ وزيژيده. اغا يو ډير کوشلائي واړيکائي و او تر درې مياشتې پره دې يغ سوتل دې خپل پلور په کير کې کيدل. 21 خو کله چې دئ مجبور شول چې اغا دې کير نه دې ورچانې پريژدي، بيا دې فرعون لير اغا وخاست او دې خپل زي په رانګ يې دې يغ سوتنه کړله. 22 موسیٰ دې مصريونې دې ټول حکمت او پئيدلې تعليم حاصل که. اغا په خبرې او کورينه کې تکړه شه.

23 کله چې موسیٰ دې څالويشتې کولې شه، بيا په زړه کې يې دا وګرځيدل چې دې خپلې اسرائيلې وريڼې دې ليدلې دې پوره لوړ شي. 24 کله چې يغ وليدل چې يو مصرائي دې اسرائيلي سره بد چالاند کو، بيا اغا ويراغائي چې دې يغ اسرائيلي دفاع وکو او دې مصري نه يې دې يغ بادال وخاست او اغا يې مړ که. 25 موسیٰ فکر که چې دې يغ خپل قوم وه په دا پوئي شي چې دې ده په وسيله و خدائ اغا ته خلوصين ويرکو، خو اغا پوئي نه شول. 26 بله وريځ موسیٰ وليدل چې دوې اسرائيليونې په خپل ميانځ کې جنګ که سره او يغ اڅه کړله چې دې يغې په ميانځ کې روغا جوړه وکو، بيا موسیٰ اغا ته وويل: ’اې سړيونې، توس خو سره وريڼه يئ، بيا ويلې دې يو بل سره جنګ کئ؟‘ 27 خو کيم ساړي چې اغي بل سره ظلم کووه موسیٰ يې پورې ويه او ورته ويې ويل: ’ته چا په ميژ بندې حاکم او قاضي ټاکلائي يې؟ 28 ايا ته غوړې چې دې پارينې مصري په رانګ مو هه مړ کې؟‘ 29 کله چې موسیٰ دا خبره وور ويدله، بيا اغا دې مصر نه وتشتيده او مديان ته لوړ شه او وولته دې ميسوفر په رانګ بندې پنډيده. وولته دې يغ دوه زامن پئيدو شول.

30 څالويشت کوله دې ورستې دې سينا غره ته نژدې په يوه داشته کې دې يوه سوځيدينکي بيټي دې يور په لامبې کې يوه فرشته موسیٰ ته وير شکاره شوله. 31 کله چې موسیٰ اغا وليدله بيا حيرون شه. څرنګې چې نژدې ويراغائي چې اغا شه وويني، بيا دې تيشتن ژاغ يې وورويده: 32 ’زه دې تو دې نيکونې خدائ يمه، دې ابراهيم، اسحاق او يعقوب خدائ يمه.‘ موسیٰ دې ډور نه تريده او جرات يې ونه شه کړلائي چې ورته وکسي. 33 تيشتن يغ ته وويل: ’خپلې څاپلئ وبوسه، دې ځکه په کيمه منځکه بندې چې ته ويلوړ يې اغا سپيڅليې دو. 34 مو ليدلي دي چې دې مو په قوم بندې په مصر کې ظلم کيژي. مو دې يغې فريودينه ارويدلي دي او زه دې يغې دې خلوصين دې پوره رو کيز شوائي يمه. ويس روشه، زه تو په څټ مصر ته لاژمه.‘

35 نو دا اغا موسیٰ دائي چې دې اسرائيلې خالکې راد کړائي و او ورته ويلي يې وي: ’ته چا په ميژ بندې حاکم او قاضي ټاکلائي يې؟‘ خدائ دا موسیٰ دې يغې فرشتې په وسيله چې يغ ته دې سوځيدينکيې بيټي دې يور په لامبې کې شکاره شوله، ولوژه ترڅو دې اسرائيلې دې خالکې حاکم او خلوصاوينکائي وي. 36 دا موسیٰ و چې اغا يې دې مصر نه رواستل او په مصر او بحرقلزم کې يې او څالويشت کوله يې په داشته کې حيروناوينکي کورينه وکړل او معجزې يې وشولې. 37 دا اغا موسیٰ دائي چې اسرائيليونې ته يې ويل: ’خدائ و توس دې خپل قوم نه دې توسې دې پوره دې مو په رانګ پيغمبر دير لاژي.‘ 38 دا موسیٰ و چې په داشته کې دې ميژ دې نيکونې يعني دې خدائ دې قوم په غونډه کې و او فرشتې ورسره دې سينا په غره کې خبرې وکړلې. وولته يغ دې خدائ ژواندائي کلام تر لوسه که چې ميژ ته يې رو وراساوي.

39 خو دې ميژ نيکونې دې موسیٰ دې مانلې نه انکار وکه. اغا يې راد که او غوشتل يې چې په څټ مصر ته لوړ شي. 40 بيا يغې هارون ته وويل: ’ميژ ته داسې خدايون جوړ که چې دې ميژ ليار وشونه وکو. ځکه ميژ نه پئيژي چې په دا موسیٰ بوندې چې ميژ يې دې مصر نه رو واستلي، څه وشول.‘ 41 په اغا وخت کې يغې دې خسي په شکل يو بت جوړ که او اغا ته يې قرباني ويرکړله او په خپل لوسينه بندې جوړ شوي شي ته يې خواشولي وکړله. 42 بيا خدائ دې يغې نه مخ ووړو او اغا يې پريشول چې دې اسموني ستوريې عبادت وکو، لکه څرنګې چې دې پيغمبرونې په کيتوب کې ليکل شوي دي:

’اې دې اسرائيلې قومه! ايا توسې په دا څالويشت کوله کې په دا داشته کې موته قربانئ او نذرونې روړيې دي؟ 43 نه، توسې اغا مولک بت دې عبادت خيمه او دې خپل رفان خدائ دې ستوري تصوير دې ځون سره وړئ چې په خپله مم جوړ کړائي دائي چې عبادت يې وکئ، بيا توسې و دې بابل بله خو ته جلاوطن کمه.‘

44 دې ميژ نيکونې په داشته کې دې لوظ خيمه لارله. دا اغا خيمه وه چې خدائ موسیٰ ته حکم کړائي و چې دې يغې نمونې دې مخه چې اغا ته وشول شويې وه، جوړه کئ. 45 دې ورستې بيا دا خيمه دې ميژ نيکونې ته ويرکړل شوه او يغې دا اغا وخت روړله کله چې دې يوشع سره راوون و او دې يغې قومينې منځکه يې ونيوله چې خدائ دې يغې دې مخې نه لرې کاول. دا خيمه دې داود دې وخته پرې پوتې و. 46 خدائ دې داود نه خواشول و او يغ خدائ ته سول وکه چې دې يعقوب دې خدائ دې پوره دې پنډيدې ځوئي جوړ کو. 47 خو دا سليمان و چې دې خدائ دې پوره يې کير جوړ که. 48 خو خدائ تعالی دې انسانونې په لوس جوړ شوي کير کې نه پنډيژي. لکه څرنګې چې يو پيغمبر يائي:

49 ’اسمون دې مو تخت دائي او منځکه دې مو دې پشې چاوکئ دو. توس و مو ته کيم رانګ کير جوړ کئ؟ او دې مو دې پنډيدلې ځوئي چيرته دائي؟ 50 ايا داغا ټول شايون مو په خپل لوسينه بندې پئيدو کړي نه دي؟‘

51 اې سار زوريې خالکې! دې توسې زړينه دې کافرې دې زړينې په رانګ بندې دي، دې خدائ دې پيغام دې ارويدلې دې پوره کوڼه يئ! توسې ار وخت دې خپلې نيکونې په رانګ دې روح القدس په مخ کې ډاريژئي. 52 ايا داسې کيم پيغمبر شته چې دې توسې نيکونې ځوراولي نه وي؟ يغې اغا پيغمبرون هه مړه کړل چې دې يغ دې نيک خيذماتګور دې روتاګ پيشګوئي يې کړيې و او ويس توسې دې يغ سره خيانات وکه او اغا مم مړ که. 53 توس اغا خالک يئ چې شريعت درته دې فرشتې په وسيله دير وراسيده، خو توسې په عمل نه وکه.“

 

دې استيفان سنګساريدل

54 کله چې دې شورا غړيې دې استيفان خبرې وورويدلې، بيا ډير په قهر شول او دې قهر دې لوسه يې خپل غوشينه وچيچل. 55 خو استيفان چې دې روح القدس نه ډاک و، اسمون ته په ځير وکاتل او دې خدائ جلال يې وليده او عيسیٰ يې وليده چې دې خدائ شي لوس ته ويلوړ و. 56 يغ وويل، ”کسئ! زه وينمه چې دې اسمون دروزې خلوصې دي او دې انسان زيائي دې خدائ شي لوس ته ويلوړ دائي.“ 57 دې شورا غړيې په چګ ژاغ سره سيرې وواللې او خپل غوژينه يې باند کړل او يغې ټولې په يغ بندې امله وکړه 58 او اغا يې دې شار نه دې ورچانې ويوست او سنګسار يې که. کيمې خالکې چې دې يغ په خلاف شائدي وير کړيې وه خپلې چوغې وياستلې او دې ساؤل په نوم دې يوه ځون په پشې کې يې کشيشولې. 59 کله چې يغې استيفان سنګساروو، بيا يغ داعو وکړله، ”اې تيشتنه عيسیٰ! دې مو روح قابيل که.“ 60 اغا په ګينډې شه او په چګ ژاغ يې سيرې ووالې، ”اې تيشتنه، اغا په دا ګناه مه نسه.“ يغ دا خبره وکړله او مړ شه.

Sorry, no results.
Please try another keyword