پينځام ساباق
حنانيا او سفيره
۱خو يو ساړائي و چې حنانيا نوميده او شځه يې سفيره نوميدله. يغې خپله يوه ټوکړه منځکه خارڅه کړله ۲او په داسې حال کې چې شځه يې هه پئيدله چې اغا يو څه پائسې يې دې ځون سره وسوتلې او پوتې پائسې يې رسولونې ته رو وړلې. ۳خو پطروس يغ ته وويل، ”اې حنانيا، ته ويلې شيطون ته تسليم شولې او دا ته يې مجبور کړلې چې روح القدس ته درويغ ويائې او يو څه پائسې چې دې منځکې په خارڅه ولې بندې دې لوس ته رو وړئي دي، خپل ځون ته وسوتي؟ ۴ايا په خارڅه ولې نه دې مخته اغا منځکه دې تو نه وه؟ کله دې چې خارڅه کړله اغا پائسې دې تو نه وې؟ بيا دې څرنګې فکر وکه چې داسې کور وکې؟ تو انسانونې ته نه بلکې خدائ ته درويغ ويلي دي.“ ۵کله چې حنانيا دا خبرې وورويدلې، بيا اغا نسکور شه او مړ شه. نورې ټولې چې دا وورويدل، ډير وډاريدل. ۶بيا يو څو ځوانون روغلل، دې يغ مړائي يې په کفن کې ونغوړه، اغا يې يواړ او شاخ يې که.
۷نژدې درې ساعته دې ورستې دې يغ شځه سفيره رو نناواتله او خبره نه وه چې څه شوي دي. ۸پطروس دې يغې نه پشتنه وکړله، ”مو ته ويايه چې توسې خپله منځکه په دامره پائسې خارڅه کړيې وه؟“يغې ځاوب ويرکه، ”اې، په دا پائسې.“ ۹پطروس يغې ته وويل، ”توسې دوې سارې ويلې داسې پريکړه وکړله چې دې تيشتن روح وزمويئ؟ کسه، کيمې خالکې چې دې تو ميړه شاخ که، اغا دا ويس په دروزه کې ويلوړ دي او اغا و تو هه يوسي.“ ۱۰په مخ اغا شځه دې پطروس په پشې کې نسکوره شوله او مړه شوله. کله چې اغا ځوانون رونناواتل، بيا ويې ليدل چې اغا وولته مړه پراته دو، بيا دې يغې مړائي يې هه يواړ او دې خپل ميړه په خو کې يې شاخه کړله. ۱۱دې کليسې ټول خالک او نور کاسون چې دې دغې پيشې نه خبر شول، بيا ډير وډاريدل.
دې رسولونې معجزې او حيروناوينکي کورينه
۱۲رسولونې دې خالکې په ميانځ کې ډير حيروناوينکي کورينه وکړل او ډيرې معجزې يې وشولې. ايماندورون و دې سليمان په برينډه کې يو ځوئي سره روټوليدل. ۱۳که څه هه خالکې اغا ته په درانه سترګه کاتل، خو کيم خالک چې دې دئ په ډاله کې نه وي، دې يغې نه ايچا هه زړه نه شه کړلائي چې دې ايماندورونې سره يو ځوئي شي. ۱۴خو بيا هه ډيرې ساړائي او شځې په تيشتن بندې ايمون رواړ او دې يغې دې ډالې سره يو ځوئي شول. ۱۵دې يغې دې معجزې دې اماله چې رسولونې و وشولې، خالکې و خپل بيمورون چيلې ته رواستل او په کاټينه او په بيشتارې بندې و يې اچاولي وي، ترڅو کله چې پطروس په اغا ځوئي بندې تيريژي، بيا لژ تر لژه دې يغ سيوره دې يغې نه په ځنې بندې ولاګي. ۱۶دې يروشلم دې خو او شو شارينې نه و ډير خالک روتلل او يغې و خپل بيمورون او اغا خالک رواستل چې پيريونې نيولي وي او ټول و روغ شول.
رسولون ځوراول کيژي
۱۷بيا دې ستر امام او دې يغې ټولې ملګريې چې دې صدوقيونې دې ډالې وي، په زړينه کي کينه پئيدو شوله. ۱۸يغې رسولون ونيول او دې خالکې په مخکې يې په زندان کې ووچاول. ۱۹خو په اغا شپه دې تيشتن فرشتې دې زندان دروزې خلوصې کړلې او اغا يې دې ور چانې روياستل او ورته يې وويل: ۲۰”لوړ شئ او په بيت المقدس کې وداريژئي او خالک ته دې دغ نوي ژواندين په حق کې پيغام رساوئي.“ ۲۱لکه څرنګې چې رسولون ته ويل شوي وي، اغا ستر ګائيز بيت المقدس ته ويرنناواتل او دې تعليم په ويرکاولې يې شيري وکړله.
کله چې ستر امام او دې يغ ملګري سره رو ټول شول، بيا دې يهوديونې ټول مشرون يې دې شورا دې غونډې دې پوره رو وغوشتل. يغې امر وکه چې رسولون دې زندان نه روالئ. ۲۲خو کله چې مامورون زندان ته روغلل، بيا اغا يې په زندان کې پئيدو نه کړل. بيا په څټ شورا ته روغلل او دې شورا غړي يې خبر کړل او ويې ويل: ۲۳”کله چې ميژ زندان ته ويراغللي بيا ومم ليدل چې دې زندان دروزې کلاکې باند وې او ټول سوتينکي په دروزه کې ويلوړ وي. خو کله چې ميژ دروزې خلوصې کړلې، بيا دې ننه په کې ايڅوک نه وي.“ ۲۴کله چې مشرونې امامونې او دې بيت المقدس دې سوتينکيې قوماندان دا خبر وورويده، اغا حيرون شول چې ويس و څه شي. ۲۵بيا يو ساړائي روغائي او اغا ته يې وويل، ”کيم کاسون چې توسې په زندان کې اچاولي وي اغا بيت المقدس کې دي او خالک ته تعليم ويرکاوي.“ ۲۶بيا قوماندان دې بيت المقدس سوتينکيې سره لوړ شه او رسولون يې په څټ رواستل. دې يغې سره يې دې زور نه کور نه وخاست، ځکه چې اغا دې دغې نه ډاريدل چې خالک و يې سنګسار کو.
۲۷يغې رسولون رواستل او دې شورا په مخ کې يې ودارول او ستر امام ځنې پشتنې شيري کړلې ۲۸او ويې ويل، ”ميژ توس ته په ټينګه امر کړائي و چې دې عيسیٰ په نوم تعليم مه ويرکاوئي. خو توسې خپل تعليم په ټول يروشلم کې ړانګ کړائي دائي او کوشش کئ چې دې يغ ساړي خين دې ميژ په غوړه ووچاوئي.“ ۲۹پطروس او نورې رسولونې په ځاوب کې وويل، ”ميژ بايد دې خدائ امر وماني، نه دې انسان. ۳۰دې ميژ دې نيکونې خدائ اغا عيسیٰ بيا روژواندائي که چې توسې په صليب لاک که او مړ مم که. ۳۱خدائ يغ ته دې سردار او خلوصاوينکي غوندې دې عزت مقام ويرکه او خپل شي لوس ته يې کشينوه، ترڅو دې اسرائيلې خالکې ته دې توبې دې ياستلې موقع ويرکو او دې يغې ګونائينه وباخشل شي. ۳۲ميژ دې دغې کورينې شائدون يې او په دا رانګ روح القدس چې خدائ اغا چا ته وير کړائي دائي چې دې يغ امر ته غوړه ژدي.“
۳۳کله چې دې شورا غړيې دا وورويدل، بيا اغا دامره په قهر شول چې غوشتل يې چې رسولون مړه کو. ۳۴خو په اغا کې يو فريسائي و چې غمالاييل نوميده. اغا دې شريعت ايستوذ و او ټولې خالکې يې عزت که. اغا رو چګ شه او امر يې وکه چې رسولون دا دې لژ وخت دې پوره دې ورچانې وياستل شي. ۳۵بيا يغ شورا ته وويل، ”اې دې اسرائيلې خالکې! توس چې دې دغې خالکې سره څه کئ، بيا دې اختياط نه کور ووخلئ. ۳۶څه مينده مخته يو ساړائي چې تيوداس نوميده، رو چګ شه او دعوه يې کړله چې زه يو ستر مشر يمه. نژدې څالور ساوه کاسون دې يغ سره يو ځوئي شول، خو اغا يې مړ که او ټول ليارتلينکي يې خوره وره شول او ار څه پسې ختم شول. ۳۷په اغا نه دې ورستې دې سار شميرلې په وخت کې دې يهودا په نوم يو ساړائي چې دې جليل نه و، رو پورته شه او ډير خالک دې يغ په شيمات باغيون شول، خو اغا هه مړ کړل شه او ټول ليارتلينکي يې خوره وره شول. ۳۸بيا ويس زه توس ته مشوره دير کاومه چې دې دغې خالکې نه لرې پنډيژئي او اغا په خپل حال پريژدئي. دې ځکه که چيرې دا منصوبه او دا کور دې انسان دې طرفه وي، بيا اغا و ناکام شي، ۳۹خو که چيرې دې خدائ دې خو نه وي، بيا توسې يې مخه نه شئ نيولائي او دا و په دا معنی وي چې توسې دې خدائ سره جنګ کئ.“
يغې دې غمالاييل مشوره ومنله ۴۰او رسولون يې روغوشتل، اغا يې په کوړې ووالل او حکم يې ورته وکه چې بيا ايڅ کله دې عيسیٰ په نوم خبرې ونه کئ. بيا يې اغا پريشول چې لوړ شئ. ۴۱کله چې رسولون دې شورا نه و واتل بيا خواشول وي، ځکه چې خدائ اغا دې دغې وړ وګاڼل چې دې عيسیٰ دې نوم په خاطر بې عزاتي وزغمي. ۴۲يغې اره وريځ بيت المقدس او دې خالکې په کورينه کې تعليم او زرائي ويرکاوه چې عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي.