درام ساباق
پطروس او يوحنا يوه شيال ساړي ته شفا ويرکاوي
1 يوه وريځ دې مسپيشين درې باجې چې دې عبادت وخت و، پطروس او يوحنا بيت المقدس ته تلل. 2 يو ساړائي چې دې مور نه شيال پئيدو شوائي و، دې بيت المقدس دې يغې دروزې مخ ته چې دې کوشليې دروزې په نوم يوديده کشينوسته، ترڅو دې خالکې نه چې بيت المقدس ته و نناواتل، خيريات وغوړي. 3 کله چې يغ شيال ساړي وليدل چې پطروس او يوحنا بيت المقدس ته نناوځي، بيا دې يغې نه يې خيريات وغوشت. 4 پطروس او يوحنا اغا ته په ځير ځير وکاتل او پطروس ورته وويل، ”ميژ ته وکسه.“ 5 يغ شيال ساړي اغا ته وکاتل او تامه يې لارله چې دې يغې نه و کيم څه لوس ته کو. 6 خو پطروس وويل، ”زه سره زار ليا سپين زار نه لارمه، خو څه چې لارمه اغا توته دير کاومه. دې ناصري عيسیٰ مسيح په نوم امر کمه چې چګيژه او وګرځه.“ 7 بيا پطروس اغا دې شي لوس نه ونيوه او دې يغ سره يې مراسته وکړله چې ويې داروي. په مخ دې يغ په پشې او دې پشې په باندينه کې طاقات پئيدو شه. 8 بيا اغا زر چګ شه او په خپلې پشې بندې ودريده او راون شه. بيا اغا ساړائي دې يغې سره بيت المقدس ته نناوته، ګرځيده او ټوپينه يې والل او دې خدائ ثنا يې ويله. 9 ټولې خالکې وليدل چې اغا ګرځيده او دې خدائ ثنا يې ويله. 10 کله چې يغې دا ساړائي وپيژونده چې دا اغا ساړائي دائي چې دې بيت المقدس دې کوشليې دروزې په خوله کې و نوست و او خيريات و يې غوشته، بيا ټول حق حيرون شول چې په اغا بندې څه وشول.
دې خدائ په کير کې دې پطروس وعظ
11 په داسې حال کې چې يغ ساړي پطروس او يوحنا کلاک نيولي وي، ټولې خالکې په حيرونتيا سره په اغا ځوئي کې چې دې سليمان دې برينډې په نوم يوديدله، دې يغې خو ته منډې والې. 12 کله چې پطروس خالک وليدل، بيا اغا ته يې وويل، ”اې دې اسرائيلې خالکې، توس ويلې په دا کور حيرون شوائي او ويلې ميژ ته داسې کسئ؟ توس فکر کئ چې دا ساړائي ميژ په خپل قدرات او په ديندارئي سره شه که چې وګرځي؟ 13 دې ابراهيم، اسحاق، يعقوب يعني دې ميژ دې نيکونې خدائ خپل خيذماتګور عيسیٰ ته لوئي وير کړيې دو. خو توس اغا حاکمون ته په لوس ويرکه او دې پيلاتوس په حضور کې مم دې يغ نه انکار وکه، که څه هه پيلاتوس پريکړه کړيې وه چې اغا ازود کو. 14 توسې دې يغ سپيڅلي او نيک ساړي نه انکار وکه او دې يوه قاتل دې خوشي کاولې غوشتنه مم وکړله. 15 توس اغا څوک مړ که چې دې ژواندين سارچنه دو، خو خدائ اغا په څټ دې مارګ نه روژواندائي که او ميژ دې دغې شائدون يي. 16 دا دې عيسیٰ دې نوم قدرات و چې اغا شيال ساړي ته يې چې توس يې وينئ او پيژانئ، طاقات ويرکه. دې عيسیٰ په نوم او په اغا بندې ايمون روړلې سره دا ساړائي بلکل روغ شه او توس يې وينئ.
17 ويس اې دې مو وريڼې! زه پئيژمه چې توس او دې توسې مشرونې دا کور په ناپئيئ سره کړائي دائي. 18 خو خدائ چې کيمه پيشګوئي دې خپلې پيغمبرونې په وسيله کړيې وه چې دې خدائ مسيح و تکليفينه وزغمي، اغا يې پيره کړله. 19 بيا توبه وکوژئ او دې خدائ خو ته رو وګرځئ، ترڅو دې توسې ګونائينه وباخشل شي. 20 بيا و داسې واختينه روشي چې تيشتن و توسې ته روحاني سکون ديرکاوي. خدائ و توسې ته عيسیٰ چې دې توسې دې پوره ټاکل شوائي مسيح دائي، دير ولاژي. 21 لکه څرنګې چې خدائ دې خپلې سپيڅليې پيغمبرونې په وسيله ډيره مخ ته وعده کړيې وه، عيسیٰ بايد دې يغا وخته پره په اسمون کې پوتې شي، ترڅو ټول شايون په څټ جوړ شي. 22 ځکه چې موسیٰ وويل: ’دې توسې تيشتن خدائ و دې توسې دې خپل قوم نه دې مو غوندې يو پيغمبر رو لاژي. اغا چې ار څه يائي توس و ورته غوژ نسئ. 23 ار څوک چې دې يغ پيغمبر خبرې ته غوژ ونه نسي او اغا ونه ماني، بيا اغا و دې خدائ دې قوم نه ياستل شي او دې ميانځه و يوړل شي.‘ 24 سموييل او نورې ټولې پيغمبرونې چې په يغ نه دې ورستې روغلي دي په دا حق کې خبرې کړيې وې چې په دا وريځې کې و څه وشي. 25 توسې دې پيغمبرونې وارثون يئ او په اغا لوظ کې شريک يئ چې خدائ دې توسې دې نيکونې سره کړائي دائي، لکه څرنګې چې خدائ ابراهيم ته وويل: ’دې تو دې الودې په وسيله و دې دنيو ټول خالک براکات مينده کو.‘ 26 کله چې خدائ خپل خيذماتګور عيسیٰ وټوکه، بيا اغا يې اوال توس ته دير ولاژه چې توسې ار يو دې خپلې بدې ليارې نه رو ووړاوي او براکات درته دير کو.“