درام ساباق

 

دې اخرې وريځې بې ايموني

۱خو په دا پوئي شه چې په اخرې وريځې کې و دې ساختئ واختينه روشي. ۲دې ځکه خالک و ځون خواشاوينکي، دې پائسې لالچي، غورې وينکي، مغرور، سپين سترګي، دې مور او پلور نافرمانه، ناشکره، ناپوک، ۳بې راحمه، ساخت زړه لرينکي، غيبت کاوينکي، سار زيرائي، بد خي، وحشي، دې نيکئ ديشمنون، ۴خاين، بې پرواه، کبرجن او دې خدائ دې پيژاندلې نه زيوت دې عياشئ خواشاوينکي وي. ۵اغا و په جاواته ځانينه دينداري وشائي، خو دې خدائ دې قدرات نه و منکر وي. دې داسې خالکې نه ځون سوته ۶په دئ کې داسې خالک شته چې کورينه ته ويرنناوځي او اغا کم عقلې او ساده شځې دې خپل تاثير لوندې روالي چې په ګونائينه کې ډيبې وي او دې ار رانګ نفساني خواهشاتې په تاثير لوندې روغليې وي. ۷دا شځې ار وخت غوړي چې څه زده کو، خو ايڅکله نه شي کړائي چې دا اقيقات پيژاندنې ته وراسيژي. ۸لکه څرنګې چې ينيس او يمبريس دې موسیٰ سره مخالفت کړائي و، بيا دا خالک هه دې اقيقات سره مخالفت کو. دې يغې خيالينه فاسد او ايمون يې رشتينائي نه دائي. ۹خو اغا و ډير پرمختاګ ونه کو، دې ځکه چې دې يغې کم عقلتوب و ټول ته جاوات شي، لکه څرنګې چې دې ينيس او يمبريس کم عقلتوب جاوات شه.

 

اخري لياروشونه

۱۰خو ته دې مو دې تعليم او دا چې زه څرنګې ژوند تيراومه او په ژوند کې دې مو دې مقصد او دې مو دې ايمون، دې مو دې صابر، دې مو دې مينې او دې مو دې زغم نه خبر يې. ۱۱په دغ رانګ ته خبر يې چې دې پيسيديې په انطاکيې، قونيې او لسترې شارينه کې زه دې کيمې ځوراونې او تکليفينې سره مخ شومه او اغا ځوراونې مې وزغملې، خو بيا هه تيشتن زه دې يغې ټولې نه خلوص کړمه. ۱۲په اقيقات کې ارڅوک چې غوړي په عيسیٰ مسيح کې په ديندارئي سره ژوند وکو، نو اغا و ځوراول کيژي. ۱۳خو بد او چالبوزه خالک و نور هه په بدې نه ډير بد شي. دئ و نور خالک غلاطاوي او هه و په خپله غلاطيژي. ۱۴خو څه چې تو زده کړي دي او په اغا بندې ټينګ يقين لرې، بيا اغا ته وفادور پوتې شه. دې ځکه ته پئيژې چې اغا شايون دې دې چا نه زده کړي دي ۱۵او څرنګې چې ته دې واړيکولي نه دې خدائ کلام سره بالاد يې چې توته حکمت ديرکاوي، ترڅو په عيسیٰ مسيح بندې په ايمون روړلې سره خلوصين وميمې. ۱۶دې کلام ټولې ليکنې دې خدائ دې طرفه دې الهام په رانګ کې روغليې دي او دې تعليم ويرکاولې، دې ګراماولې، اصلاح او دې رشتيني ژوند په خاطر دې تربيت دې پوره ګټورې دي، ۱۷ترڅو دې خدائ خالک پيره توون ولري او دې ار نيک کور دې پوره تايور شي.

Sorry, no results.
Please try another keyword