اوال ساباق

 

۱دا خاط دې پولوس دې طرفه دائي چې دې عيسیٰ مسيح رسول او دې ميژ دې خلوصاوينکي خدائ او عيسیٰ مسيح په حکم چې دې ميژ ايله دو، مقرار شوائي دائي، ۲تيموتاوس ته چې په ايمون کې لکه دې مو دې رشتيني زي په رانګ دائي. دې ميژ دې پلور خدائ او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل، راحم او سالومتي دا وي په تو بندې.

 

دې غلطې تعليمينې په حق کې خبردارائي

۳کله چې زه مقدونيې ته په سفر راون ومه بيا دې تو نه مې په کلاکه غوشتنه وکړه چې په افسيس کې پوتې شې، دې ځکه چې وولته ځنې خالک غلط تعليم ويرکاوي او ته بايد اغا ته حکم وکې چې دې دغ کور نه لوس وخلي. ۴اغا ته ويايه چې خپل وخت په مسالئ او دې خپلې نيکونې په نه تاموميدينکيې شجرې بندې نه ضايع کاوي. دا شايون خالي دې خالکې په ميانځ کې باحثينه روميانځ ته کاوي، بلکې دې ايچا سره دې خدائ په کور کې چې دې ايمون په وسيله تر سره کيدائي شي، مراسته نه کو. ۵دې دغ حکم مقصد اغا مينه دو چې دې پوک زړه، پوک ضمير او سيچه ايمون سره پيدو کيژي. ۶خو ځنې خالکې دې دغې شايونې نه مخ وړوه او خپل ځونينه يې په بې معنې باحثينه کې روګير کړل. ۷دئ غوړي چې دې شريعت عالمون شي، خو دې دغې نه وره چې پوئي شي چې څه يائي ليا دې څه شي په حق کې په تام زړه خبرې وکو.

۸ميژ پئيژي چې شريعت شه دائي، خو که چيرې دې يغ نه په سام او مناسب رانګ ګاټه وخاستل شي. ۹خو په دا هه بايد پوئي شي چې شريعت دې نيکونې دې پوره جوړ شوائي نه دائي بلکې دې قانون موتاوينکيې او نافرمانه خالکې دې پوره، بې دينه او ګونانګورونې، ناپوکې او دې مقدساتې سپکاوينکي، دې يغې خالکې دې پوره چې خپل مور او پلور ويژني او دې قاتلونې دې پوره، ۱۰دې بدې اخلاقي، ووړکي بوزونې، دې غلامونې خرڅاوينکي، درويغزنې، په درويغا شائدي ويرکاوينکي او دې اغا چا دې پوره جوړ شوائي دائي چې دې سام تعليم خلاف دي. ۱۱دا دې مباراک خدائ دې جلال نه ډاک زرائي دائي چې موته روسپورل شوائي دائي.

 

دې خدائ دې راحم دې پوره شکرګزوري

۱۲‏-۱۳زه دې خپل تيشتن عيسیٰ مسيح شکر کمه چې موته يې طاقات روکړائي دائي چې دې يغ کور سرته وراساومه. که څه هه مخکې و مو کفر وييه او ځوراوينکائي او ظالم ساړائي ومه، په مو يې يقين وکه او دې خپل خيذمات دې پوره يې غوره کړمه. خو په مو بندې راحم وشه، دې ځکه چې مو په بې ايمونئ او ناپويئ کې دا کورينه کړي وي. ۱۴دې ميژ تيشتن په مو بندې ډير زيوت فاضل وکه او اغا ايمون او مينه يې موته روکړه چې دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې تر لوسه کيژي. ۱۵دا خبره رشتيا او په پيره رانګ دې مانلې قابله دو چې عيسیٰ مسيح دنيو ته روغائي چې ګونانګورون وژغوري او زه تر يغې ټولې بد يمه. ۱۶خو دې دغ اماله په مو بندې راحم وشه، ترڅو عيسیٰ مسيح خپل لوئي صابر موته چې تر ټولې ګونانګورونې بد يمه، وشائي او دې يغې ټولې خالکې دې پوره يو مثال وګرځمه چې ورستې و په اغا بندې ايمون روري او تل پوتې ژواندين و وميمي. ۱۷ويس دا ابدي بادشا، نه فناکيدينکي، نه ليدينکي او ګوشي خدائ ته تل ترتله عزت او جلال وي! امين.

۱۸اې تيموتاوسه دې مو زامنه، دې يغې پيشګويونې دې مخه چې مخته دې تو په حق کې شويې دي، توته حکم کمه او ايله ماند يمه چې دا حکم سار ته وراساوې او دې يغې نه دې واسلې په رانګ په جګړه کې شه کور وخلې ۱۹او خپل ايمون او پوک ضمير ټينګ وسوتې. ځنې خالکې چې دې خپل ضمير خبره ونه مانله، نو دې يغې دې ايمون کشتئ ډيبه شوه. ۲۰په اغا کې هيمناوس او سکندر شامل دي چې مو اغا شيطون ته وسپورل، ترڅو دا زده کو چې نور کفر ونه يائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword