پينځام ساباق
دې کليسا مشرون ته مشوره ويرکاول
۱زه دې کليسې دې يوه مشر په رانګ چې دې مسيح دې تکليفيې شائد ومه او په اغا جلال کې چې زر و شکاره شي شريک يمه. نو زه دې توسې مشرونې نه غوشتنه کمه، ۲چې دې خدائ دې يغې رامې شپونه ګرځئ چې توس ته يې دير سپورليې دو. په اغا بندې په ظلم سره نه بلکې په خپله خواشه پام کئ لکه څرنګې چې خدائ يې درنه غوړي. خپل کور وکئ، خالي دې پائسې په خاطر نه، بلکې په شاوق سره. ۳کيم خالک چې توس ته سپورل شوي دي په اغا بندې مشري مه کئ، بلکې دې يغې رامې دې پوره يو مثال وګرځئ. ۴کله چې مشر شپون روجاوات شي نو توس ته و دې جلال نه ډاک تاج ديرکړل شي چې ايڅکله دې ميانځه نه لرې کيژي. ۵په دغ رانګ اې ځوانونې! دې خپلې مشرونې تابع ګرځئ. او توس ټول دې عاجزئ پټئ په ملا وتاړئي او دې يوه بل خيذمات کئ دې ځکه دې خدائ کلام يائي، ”خدائ دې کبرجنې خالکې په خلاف دائي او په عاجزونې بندې فاضل کو.“
۶خپل ځونينه دې خدائ دې قدرات په مخکې عاجزون کئ، ترڅو توس په يوه مناسب وخت کې سرلوړي کو، ۷او خپلې ټولې انديشنې يغ ته پريژدئي، دې ځکه چې اغا په توس بندې پام کو.
۸ويشور او ويش پنډيژئي، دې ځکه چې دې توسې ديشمن شيطون دې غراوينکي زمري په رانګ ګرځي او روګرځي او په دا غوشتنه کې دائي چې څوک ژواندائي تير کو. ۹نو په ټينګ ايمون سره دې شيطون په مخکې کلاک وداريژئي، دې ځکه چې توس پئيژئي چې دې توسې ايماندور وريڼه په ټوله دنيو کې په دغ رانګ تکليفينه زغمي. ۱۰خو خدائ چې دې فاضل او براکات نه ډاک دائي، ميژ يې دې عيسیٰ مسيح په نوم خپل تل پوتې جلال ته روباللي يي. کله چې توس دې لژ وخت دې پوره تکليفينه وليدل، نو اغا و توس واپس جوړ، ټينګ او طاقتور کو. ۱۱دې يغ قدرات دا تل تر تله وي. امين.
اخري سالومينه
۱۲مو دا خاط دې سيلاس په مراسته چې زه يې وفادور ورور ګاڼمه، په لنډ رانګ وليکه، ترڅو توس واڅاومه او شائدي ديرکمه چې دا دې خدائ رشتينئ فاضل دائي. په يغ بندې ټينګ وداريژئي.
۱۳اغا کليسا چې په بابل کې دو او دې توسې په رانګ غوره شويې دو، توس ته سالوم يائي او په دغ رانګ دې مو زيائي مرقوس هه توس ته سالوم يائي. ۱۴يو بل په پوکه مينه کوشال کئ او يو بل ته سالومينه ويايئ. سالومتي دا وي په توس ټول بندې چې دې مسيح يئ.