اوال ساباق
دې ژواندين کلام
۱ميژ توس ته دې يغ کلام په حق کې ليکي چې ژواندين ويرکاوي يعني اغا کلام چې دې ازله موجود و او ميژ اغا ارويدلئ او په خپلې سترګې مم ليدلئ دائي. اې، ميژ ورته وکاتل او دې ميژ لوسينه اغا لمس کړائي دائي. ۲اغا ژواندين ميژ ته شکاره شه او ميژ اغا وليده. بيا ميژ دې يغ په حق کې شائدي ويرکاوي او دې يغ تل پوتې ژواندين نه چې دې پلور سره و او ميژ ته شکاره شه توس خبراوي. ۳څه چې ميژ ليدلي او ارويدلي دي توس په خبراوي، ترڅو په اغا ملګرتيا کې چې ميژ يې دې پلور او دې يغ دې زي عيسیٰ مسيح سره لري، توس هه دې ميژ سره شريک شئ. ۴دا ميژ دې دغې دې پوره توس ته ليکي چې دې ميژ او توسې خواشولي پيره شي.
خدائ رڼو دو
۵دا اغا پيغام دائي چې ميژ دې عيسیٰ نه ورويده او توس ته يې اعلانه وي: خدائ رڼو دو او په اغا کې ايڅ تياره نشته. ۶که چيرې ميژ ويائي چې دې خدائ سره ملګرتيا لري خو بيا هه په تيارې کې پنډيژي بيا ميژ درويغزن يې او دې رشتينولې دې ليارې سره سام ژوند نه تيراوي. ۷خو که چيرې ميژ په رڼو کې ژوند کي لکه څرنګې چې اغا په رڼو کې دائي، بيا ميژ په خپله کې يو دې بل سره ملګرتيا لري او دې يغ دې زي عيسیٰ وينه ميژ دې خپلې ټولې ګونائينې نه پوکاوي. ۸که چيرې ميژ ويائي چې بې ګناه يې، بيا ميژ خپل ځونينه غلاطاوي او په ميژ کې اقيقات نشته. ۹خو که ميژ په خپل ګونائينه بندې اقرار وکي، نو اغا وفادور او صادق دائي. اغا و دې ميژ ګونائينه وباخشي او ميژ و دې ټولې بدئي نه پوک کو. ۱۰که ميژ ويائي چې ميژ ايڅ ګناه نه دائي کړائي، بيا خدائ درويغزن ګڼي او دې يغ کلام دې ميژ په زړينه کې ځوئي نه لري.