دوام ساباق

 

دې صليب شوي مسيح په حق کې پيغام

۱ اې خوانديې او وريڼې! کله چې زه توس ته دې خدائ دې پټ راز دې تعليم دې پوره روغلمه، بيا توس ته دې مو وينا ډيره چګه او دې حکمت دې مخه نه نۀ وه. ۲ کله چې زه دې توسې سره ومه، نو دا پئصاله مې وکړه چې توس ته و دې عيسیٰ مسيح نه وره او په صليب بندې دې يغ دې مارګ نه دې بل ايڅ شي په حق کې تبليغ ونه کمه. ۳ زه توس ته په کمزورائي، ډور او تراول سره روغلمه ۴ او دې مو وينا او پيغام دې انساني حکمت او اڅاوينکيې خبرې دې مخې نه، بلکې دې روح القدس دې قدرات دې وشولې دې مخه و. ۵ مو داس وکړل ترڅو دې توس ايمون دې انساني حکمت په بنياد نه، بلکې دې خدائ په قدرات سره ټينګ وي.

دې خدائ حکمت

۶ بيا هه ميژ دې يغې خالکې په ميانځ کې دې حکمت خبرې کي چې په روحاني لحاظ بالغ دي، خو دا دې دغې دنيو او ليا دې دغې دنيو دې حاکمونې حکمت نه دائي چې دې تبويئ طاراپ ته راون دي. ۷ بلکې ميژ دې خدائ دې يغ پټ راز په حق کې خبرې کي چې خدائ دې دنيو دې جوړاولې نه مخکې دې ميژ دې لويئ دې پوره ټاکلئ و. ۸ خو دې دغې دنيو دې حاکمونې نه ايڅ يو يې په دا حکمت بندې پوئي نه شه، دې ځکه که چيرې اغا پئيدلئ بيا عيسیٰ مسيح چې دې جلال خاوند دائي، په صليب بندې لاک کړائي نه وائي. ۹ خو لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

څه چې نه سترګې ليدلي، نه غوژينې ارويدلي او نه دې انسان په زړه کې تير شوي دي، خدائ اغا دې يغې خالکې دې پوره تايور کړي دي چې دې يغ سره مينه کو.

۱۰ خو خدائ دا شايون ميژ ته دې خپل روح په وسيله شکاره کړي دي. دې ځکه چې دې يغ روح دې ټولې شايونې او حتي دې خدائ دې ډيرې ژاورې او پټ مقصدينې په غوشتنه کې دائي. ۱۱ دې ځکه څوک کړائي شي چې دې بل انسان دې خيالينې نه خبر شي، دې يغ دې روح نه وره چې په اغا کې دائي؟ په دغ رانګ دې خدائ دې روح نه وره ايڅوک نه شي کړائي چې دې خدائ په خيالينه بندې پوئي شي. ۱۲ خو ميژ دنياوي روح نه دائي تر لوسه کړائي، بلکې اغا روح مم تر لوسه کړائي دائي چې دې خدائ دې طرفه دائي، ترڅو اغا شايون وپيژاني چې خدائ ميژ ته په لايه روکړي دي.

۱۳ ميژ دې يغې شايونې په حق کې خبرې نه کي چې انساني حکمت ميژ ته روزده کړي دي، بلکې په اغا خبرې کې يې بيانوي چې روح القدس روته زده کړي دي او په دغ رانګ روحاني اقيقاتينه اغا خالک ته بيانوي چې روحاني دي. ۱۴ خو څوک چې روحاني نه دي، بيا اغا دې خدائ دې روح اقيقاتينه نه مني، دې ځکه چې دې يغ په نظير کې دا بې عقلي دو. اغا نه شي کړائي چې په اغا بندې پوئي شي، دې دغ دې پوره چې په دا رانګ تعليم بندې دې پئيدلې په خاطر روحاني پئصاله ته اجات دائي. ۱۵ روحاني کاس کړائي شي چې دې ټول شايونې په حق کې پئصاله وکو، خو ايڅوک نه شي کړائي چې دې يغ په حق کې پئصاله وکو. ۱۶ دې ځکه چې دې خدائ nپه کلام کې ليکل شوي دي:

څوک کړائي شي چې دې تيشتن په فکرينه بندې پوئي شي او څوک کړائي شي چې اغا ته مشوره ويرکو؟

خو ميژ په دا شايون بندې پئيژي، دې ځکه چې دې مسيح په رانګ فکر کي.

Sorry, no results.
Please try another keyword