اوال ساباق

 

۱ دا خاط دې پولوس دې طرفه دائي چې دې خدائ دې ارادې دې مخې ورته بالنه ويرکړل شوه چې دې عيسیٰ مسيح رسول وي او په دغ رانګ دې ميژ دې ورور سوستينيس دې طرفه ۲ دې خدائ کليسا ته چې په قرنتوس کې دو، يعني اغا خالک ته چې د عيسیٰ مسيح په نوم سپيڅلي شوي دي او دې خدائ دې طرفه ورته بالنه ويرکړل شويې دو چې دې يغ سپيڅلي خالک پنډيژي او اغا ټول ته چې په ار ځوئي کې دې عيسیٰ مسيح نوم چې دې دئ او دې ميژ تيشتن دائي، يوداوي. ۳ دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

شکرګزوري

۴ زه ار وخت دې يغ فاضل په خاطر چې خدائ دې عيسیٰ مسيح په وسيله په توس بندې وکه، شکر وبوسمه. ۵ دې ځکه چې دې مسيح په وسيله خدائ توس په ار لحاظ او په ار رانګ خبرې اترې او پويا کې مالدار کړي يئ. ۶ دې دغ اماله دې مسيح په حق کې دې ميژ شائدي په توس کې ثابته شوه. ۷ په داسې حال کې چې توس دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح واپس روتللې ته سترګې په ليار يئ، بيا دې توس سره دې روحاني نعمتې ايڅ کامائي نشته. ۸ خدائ و توس تر اخره پره ټينګ وسوتي، ترڅو دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې روتللې په وريځ بې عيبه ګرځئ. ۹ خدائ په خپله وفادور دائي، يغ توس روباللي يئ چې دې يغ دې زي يعني دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح سره شراکت ولرئي.

 

په کليسا کې بايد بې اتفاقي نه وي

۱۰ اې خوانديې او وريڼې! دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم دې توس نه غوشتنه کمه څه چې يايئ په اغا کې سره جوړ روشئ او دې توس په ميانځ کې دا بې اتفاقي نه وي، بلکې په يوه فکر او يوه مقصد يو دې بل سره يوولئ ولرئي. ۱۱ دې ځکه چې اې خوانديې او وريڼې! دې خلويي خور دې کورانۍ ځنې خالکې موته خبر روکه چې دې توسې په ميانځ کې لنجې راونې دي. ۱۲ دې مو مقصد دا دائي چې په توس کې يو يائي: زه دې پولوس پيروي کمه او بل يائي: زه دې اپولوس پيروي کمه او بل يائي: زه دې پطروس پيروي کمه او بل ويائي: زه دې مسيح پيروي کمه. ۱۳ ايا مسيح په ډالې بندې وويشل شه؟ ايا پولوس دې توس دې پوره په صليب بندې لاک کړائي شه؟ ايا توسې دې پولوس په نوم بپتسمه وخستيې دو؟

۱۴ زه دې خدائ شکر کمه چې دې کرسپوس او ګايوس نه وره مو په توس کې بل چا ته بپتسمه نه دو وير کړيې. ۱۵ بيا ايڅوک نه شي کړائي چې ويائي توس دې مو دې شاګردونې په رانګ بپتسمه وخستيې دو. ۱۶ اې، مو دې استيفان کورانۍ ته هه بپتسمه وير کړيې دو، خو نور دې مو په يود نه دي چې بل چا ته و مې بپتسمه وير کړيې وي. ۱۷ دې ځکه چې مسيح زه دې دغې دې پوره نه يمه رولژلئ چې بپتسمه وير کمه، بلکې دې دغې دې پوره يې رولژلئ يمه چې زرائي وراساومه او دا نه چې زه په انساني حکمت سره خبرې وکمه، اسې نه چې دې مسيح دې صليب قدرات بې اثره شي.

 

مسيح دې خدائ قدرات او حکمت دائي

۱۸ دې صليب پيغام دې يغ خالکې دې پوره چې تباه کيدينکي دي، بې معنی دائي. خو دې ميژ دې پوره چې خلوصين ميمي، دا دې خدائ قدرات دائي. ۱۹ دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

زه و دې ويشورونې حکمت دې ميانځه لرې کمه او دې ويشورونې پويا و باطله کمه.

۲۰ بيا اغا پوئي چيرته دائي؟ اغا عالم چيرته دائي؟ ليا دې دغې دنيو تکړه باحث کاوينکي چيرته دي؟ ايا خدائ نه دي ويلي چې دې دغې دنيو حکمت بې معنی دائي؟

۲۱ دې ځکه چې خدائ دې خپل حکمت دې مخه دا پئصاله کړيې دو چې دې دنيو خالک ونه شي کړائي چې په خپل حکمت سره اغا وپيژاني، بلکې دا دې يغ خواشه وه چې خالي اغا خالک ته خلوصين ويرکو چې په اغا بې_معنی پيغام بندې ايمون لري چې ميژ يې ورته ارووي. ۲۲ دې ځکه چې يهوديون معجزې غوړي او يونانيون دې حکمت په غوشتنه کې دي. ۲۳ خو کله چې ميژ دې صليب شوي مسيح په حق کې تبليغ کي، يهوديون خفا کيژې او دې غير يهوديونې دې پوره بې معنی دائي. ۲۴ خو کيم کاسون چې خدائ ورته بالنه وير کړيې دو، که اغا يهوديون دي ليا يونانيون، دې دوې سارې دې پوره مسيح دې خدائ قدرات او دې خدائ حکمت دائي. ۲۵ دې ځکه اغا څه چې دې خدائ په حق کې کم عقلي ګاڼل کيژي، اغا دې انسان په حکمت نه ډير چګ دائي او اغا څه چې خالک يې دې خدائ کمزورائي ګڼي، اغا دې انسان دې قدرات نه ډير زوراور دائي.

۲۶ اې خوانديې او وريڼې! په يود ولرئي، مخکې په دا نه چې خدائ توس ته بالنه ديرکو توس څه رانګ خالک وئي. دې دغې دنيو دې معيارينې دې مخه په توس کې ډير خالک نه ډير ويشور وي، نه زوراور او نه دې څه چګې درجې خاوندون وي. ۲۷ خو خدائ اغا شايون غوره کړل چې دې دنيو خالک يې بې معنی ګڼي، ترڅو ويشورون وشرموي او اغا شايون يې غوره کړل چې دې دنيو خالک يې کمزوري ګڼي، ترڅو زوراور خالک وشرموي. ۲۸ خدائ اغا شايون غوره کړل چې دې دنيو خالک يې کمزوري، الک او حتي اغا ايڅ نه ايثوبه وي، ترڅو اغا شايون باطل کو چې دې انسان په فکر خاص دي. ۲۹ ترڅو ايڅ انسان دې خدائ په حضور کې په خپل ځون فخر ونه کو. ۳۰ خدائ توس دې مسيح سره يو کړئي. اغا يې دې ميژ دې پوره حکمت وګرځوه. دې يغ په وسيله ميژ دې خدائ په مخکې صادق وګاڼل شوي، ميژ يې پوک او سپيڅلي کړي او دې ګناه نه يې خلوص کړي. ۳۱ بيا لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

که څوک وغوړي چې فخر وکو، بيا په تيشتن بندې دا فخر وکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword