درام ساباق
دې سارديس کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۱دې سارديس دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې دې خدائ اووه روحينه او اووه ستوري ورسره دي چې دې خدائ خيذمات کو.
زه دې توسې دې کليسې دې ټولې کورينې نه خبر يمه، توس تش په نومه ژواندي يئ، خو توس مړه يئ. ۲بئيدور شئ او اغا څه چې په توس کې پوتې دي او دې مړه کيدلې په حال کې دي اغا طاقتور کئ، دې ځکه چې مو دې توسې يو کور هه ونه ليده چې دې خدائ په نظير کې کامل وي. ۳توس چې کيم څه زده کړي او ارويدلي دي، اغا په يود ولرئي، عمل په وکئ او توبه وبوسئ. که توسې بئيدور نه شئ، نو زه و لکه دې غله په رانګ بيځيه ديرشمه او توس و خبر نه شئ چې زه څه وخت روغلمه. ۴خو بيا هه دې توسې سره په سارديس کې ځنې خالک شته چې خپلې جومې يې په بدئي لاړليې نه دي. اغا و په سپينې جومې کې دې مو سره ګرځي، دې ځکه چې دې دغې لائق دي. ۵ار څوک چې بارائي مينده کو، بيا داسې سپينې جومې ورته وغستل شي او زه و ايڅکله دې يغ نوم دې ژواندين دې کيتوب نه لرې نه کمه، بلکې زه و دې خپل پلور او دې يغ دې فرشتې په حضور کې اقرار وکمه چې اغا دې مو دائي.
۶څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي، اغا خبرې ته دا غوژ ونسي!“
دې فيلادلفيا کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۷دې فيلادلفيا دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې اغا سپيڅلئ او رشتينئ دائي او دا اغا څوک دائي چې دې داود دې بدشايئ کرئي ورسره دو، اغا چې کيمه دروزه خلوصه کو، بيا ايڅوک نه شي کړائي چې اغا بند کو او کيمه دروزه چې بند کو، نو ايڅوک يې نه شي خلوصاولئ.
۸دې توس کليسې چې کيم کورينه کړي دي زه دې يغې ټولې نه خبر يمه. کسه، مو دې توسې په مخ کې يوه دروزه خلوصه کړيې دو چې ايڅوک يې بنداولئ نه شي. زه پئيژمه چې توس کمزوري يئ، خو توس دې مو په کلام بندې عمل کړائي دائي او دې مو دې نوم نه منکر شوي نه يئ. ۹کسئ، زه و اغا کاسون چې دې شيطون دې عبادتخانې نه دي او ځونينه يهوديون بولي، خو اغا يهوديون نه دي او درويغ يائي، زه و اغا روالمه او دې توسې په پشې کې و ولويژي او اغا و پوئي شي چې توس روبندې ګرون يئ. ۱۰په دا خاطر چې توس په صابر او زغم سره دې مو په کلام بندې عمل کړائي دائي، نو زه و هه توس دې ازميشت دې يغ ساعت نه وسوتمه چې دې دنيو په ټول خالک بندې و روڅي. ۱۱زه زر روڅمه. نو څه چې درسره دي اغا ټينګ وسوتئ، ترڅو ايڅوک ونه شي کړائي دې توسې تاج وخلي. ۱۲څوک چې بارائي مينده کو، نو زه و دې يغ نه دې خپل خدائ دې کير مټه جوړه کمه او اغا و ايڅکله ځنې دې ورچانې ونه وځي. زه و په اغا بندې دې خپل خدائ نوم وليکمه او دې خپل خدائ دې شار يعني دې نوي يروشلم نوم چې دې اسمون نه دې خدائ دې طرفه روکيزيژي، وليکمه او په دغ رانګ خپل نوائي نوم و په اغا بندې وليکمه.
۱۳څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي اغا خبرې ته دا غوژ ونسي!“
دې لايوديکيې کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۱۴دې لايوديکيې دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې امين دائي، اغا وفادور او رشتينئ شائد دائي او دې خدائ دې کائينات شيري دو.
۱۵دې توس کليسې چې کيم کورينه کړي دي زه دې يغې ټولې نه خبر يمه. زه پئيژمه چې توس نه سوړه يئ نه توده، بلکې تمڼ يئ. کاش چې توس توده ليا سوړه وائي، ۱۶خو دا چې توس نه توده يئ نه سوړه، بلکې تمڼ يئ. نو زه و توس دې خپلې خولې نه دې ورچانې سنړ وايمه. ۱۷دې ځکه توس يايئ: ’ميژ مالدار يي، ميژ ار څه لري او ايڅ شي ته اجات نه لري،‘ خو توس نه پئيژئي چې توس بدبخته، بيچاره، غريبون، ړونده او لغړ يئ. ۱۸زه توته مشوره ديرکاومه چې دې مو نه داسې سره زار وخله چې په يور کې پوک شوي دي چې مالدار شې، سپينې جومې روخا وخله چې ته يې وغندې چې دې لغړولي شرم دې پټ شي دې سترګې مالام روخه وخله چې په لګولې سره دې تو سترګې سترګاورې شي. ۱۹زه اغا څوک سپکاومه او اصلاح کاومه چې په مو ګرون وي، نو غيرتمند ګرځئ او توبه وبوسئ. ۲۰کسئ، زه په دروزه کې ويلوړ يمه او اغا ټکومه. که څوک دې مو اووز وروري او دروزه خلوصه کو، نو زه و ويرنناوځمه. زه و دې يغ سره او اغا و دې مو سره ماړئي وخوري. ۲۱څوک چې بارائي مينده کو، نو زه ورته دا حق ويرکمه چې دې مو سره دې مو په تخت بندې کشيني، لکه څرنګې چې مو بارائي مينده که او دې خپل پلور سره په تخت بندې کشينوستمه.
۲۲څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي، اغا خبرې ته دا غوژ ونسي!“