دوام ساباق
دې افسيس کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۱دې افسيس دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې اووه ستوري يې په خپل شي لوس کې نيولي دي او دې سرې زارې دې اووه څروغدانينې په ميانځ کې ګرځي.
۲دې توسې کليسې چې کيمې خورائي کړيې دي زه دې يغې ټولې نه خبر يمه. مو دې توسې خوري، صابر او زغم ليدلئ دائي. زه پئيژمه چې توس بدکورائي خالک زغملئ نه شئ. توس اغا خالک اوزميلئ دائي چې ځونته رسولون يائي خو نه دي، او پوئي شوي يئ چې اغا درويغزن دي. ۳زه پئيژمه چې توس صابر او زغم لرئي، توس دې مو په خاطر ډيرې ستونزې زغمليې دي او ستړي شوي نه يئ. ۴خو زه دې توس نه يوه ګيله لارمه چې توس خپله اوالينئ مينه دې لوسه ويرکړيې دو. ۵خو په يود ولرئي چې توس دې څومره چګ مقام نه رولويدلي يئ، نو توبه وبوسئ او اغا کورينه کئ چې مخکې مم کړل. که توبه و نه بوسئ بيا زه و ديرشمه او دې توسې څروغدان و دې خپل ځوئي نه لرې کمه. ۶خو په توس کې يو شه وولئ شته چې توس دې نيکولاويونې دې چارې نه کرکيې کئ، لکه څرنګې چې زه ځنې کرکيې کمه.
۷څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي، اغا ته دا غوژ ونسي! څوک چې بارائي مينده کو، بيا زه و ورته دا حق وير کمه چې دې ژوندونه دې ونې ميوه چې په جنت فردوس کې دو وخوري.“
دې اسميرنا کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۸دې اسميرنا دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې اوال او اخير دائي، چې مړ شه او بيا روژواندائي شه.
۹زه دې توسې دې کليسې دې کړاوينې او غريبئ نه خبر يمه، خو په اقيقات کې توس مالدار يئ! زه دې يغې خالکې دې کفر ويلې نه خبر يمه چې ځونته يهوديون يائي خو نه دي، بلکې اغا دې شيطون دې عبادتخانې نه دي. ۱۰دې کيمې کړاوينې سره چې مخومخ کيژئي، دې يغې نه مه ډاريژئي. کسئ، شيطون و په توس کې ځنې زندانينه ته وچاوي چې ومم ازموئي او دې لاسې وريځې پره و ځوريژئي، خو دې مارګ پره وفادور پوتې شئ او زه و توس ته دې ژواندين تاج ديرکمه.
۱۱څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي اغا ته دا غوژ ونسي. څوک چې بارائي مينده کو، بيا اغا و دېدوم مارګ غذاب ونه ويني.“
دې پرګاموم کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۱۲دې پرګاموم دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې يغ چا خبرې دي چې دوه مخيې تيره تيرا لري.
۱۳زه خبر يمه چې توس چيرته پنډيژئي. دې توس کليسا په اغا ځوئي کې دو چې دې شيطون تخت په کې دائي. خو بيا هه دې مو نوم ته وفادور پوتې شوئ. توس خپل ايمون دې لوسه وير نه که، حتي په اغا وخت کې چې دې مو وفادور شائد انتيپاس دې توسې په شار کې يعني اغا ځوئي کې چې شيطون په کې پنډيژي، شهيد شه. ۱۴خو زه دې توس نه يو څو ګيلې لارمه: په توس کې ځنې خالک شته چې دې بلعام دې تعليم پيروي کو. اغا بلعام و چې بالاق ته يې وير زده کړل چې څرنګې اسرائيليون بې ليارې کو او اغا و واڅاوي چې اغا خواروک وخوري چې بتون ته مخکې شوي وي او زنا وکو. ۱۵په دغ رانګ دې توسې په ميانځ کې داسې خالک شته چې دې نيکولاويانې دې تعليم پيروي کو. ۱۶نو توبه وبوسئ، که نه وي بيا ډير زر و ديرشمه او په اغا تيرا و دې يغې سره جنګ وکمه چې دې مو دې خولې نه رووځي.
۱۷څوک چې غوژينه لري نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي، اغا ته دا غوژ ونسي! څوک چې بارائي مينده کو، نو زه و يغ ته اغا دې من ماړئي چې په اسمون کې پټه دو، ويرکمه او يوه سپينه تيژه و ويرکمه چې په اغا بندې و يو نوائي نوم ليکل شوائي وي چې ايڅوک و دې يغې په معنی بندې پوئي نه شي، خو دې يغ نه وره چې تيژه لوسته روري.“
دې تياتيرا کليسا ته دې عيسیٰ مسيح پيغام
۱۸دې تياتيرا دې کليسې فرشتې ته وليکه:
”دا دې خدائ دې زي خبرې دي چې دې يغ سترګې دې يور دې لمبې په رانګ او پشې يې دې ګيلټې په رانګ چړکيژي.
۱۹دې توسې کليسې چې کيم کورينه کړي دي زه دې يغې ټولې نه خبر يمه. او دې توسې دې مينې، ايماندورئي، خيذمات او دې توسې دې صابر او زغم نه خبر يمه او پئيژمه چې دې توس ويسيني کورينه په مخکې کورينې نه ډير شه شوي دي. ۲۰خو زه دې توسې نه يوه ګيله لارمه: توس يغې شځې ته چې لکه ايزابل دو او ځون پيغمبره ګڼي، اجازات ويرکړائي دائي چې په خپل تعليم سره دې مو خيذماتګورون بې ليارې کو، ترڅو اغا زنا وکو او اغا خواروک وخوري چې بتون ته مخته شوي وي. ۲۱مو اغي ته دې توبې ياستلې وخت ويرکه، خو اغا نه غوړي چې دې زناکورئ نه لوس وخلي. ۲۲زه و اغا دې بيمورئي په کاټ بندې وچاومه او اغا کاسون چې دې يغې سره يې زنا کړيې دو، په مصيبت وخته کمه او تر يغه پره و ساخت ځوريژي، ترڅو يې چې دې خپلې کورينې نه چې دې يغ سره يې کړي دي، توبه نه وي ياستليې. ۲۳زه و دې يغې الودينه وويژنمه. په دا کور و ټولې کليسې پوئي شي چې زه دې انسانونې دې فکرينې او زړينې نه خبر يمه او زه و توس ار يوه ته دې خپلې عمالينې دې مخه بادال ديرکمه.
۲۴خو زه توس او نور کاسون ته چې په تياتيرا کې دي، ويايمه: توس دا تعليم نه دائي قابيل کړائي او اغا شايون مم نه دي زده کړي چې اغا ورته دې شيطون ژاور رازينه يائي. زه و په توس بندې نور بور ونه اچاومه، ۲۵خو په ار حال ترڅو چې زه روڅمه توس بايد په اغا تعليم چې ديرکړل شوائي دائي، ټينګ وداريژئي. ۲۶څوک چې بارائي مينده کو او تر اخيره پره دې مو په حکمينه بندې عمل وکو، زه و اغا ته واک او اختيار ويرکمه چې په ټول قومينه بندې حکومت وکو. ۲۷ اغا و په دې يسپنې په ټنډئي حکومت کو او دې خورې لوشي په رانګ و يې ټوټې ټوټې کو. ۲۸لکه څرنګې چې مو دې خپل پلور دې طرفه دا واک او اختيار تر لوسه کړائي دائي، زه و يغ ته دې ګائيز ستورائي ويرکمه.
۲۹څوک چې غوژينه لري، نو څه چې روح القدس کليسې ته يائي، اغا خبرې ته دا غوژ ونسي.“