اوال ساباق
سالومينه
۱ دا خاط دې پولوس رسول دې طرفه چې اغا نه دې انسان دې طرفه مقرار شوائي او نه دې انسان دې طرفه رولژل شوائي بلکې دې عيسیٰ مسيح او پلور خدائ دې طرفه چې عيسیٰ يې دې مړيې نه روژواندائي که، رسول مقرار شوائي دائي. 2 ۲ ټول ايماندورون چې دلته دې مو سره دي دې غلاتيې ټولې کليسې ته سالومينه ويائي. ۳ دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې. ۴ اغا عيسیٰ چې خپل ژوند يې دې ميژ دې ګونائينې په خاطر قربان که، ترڅو دې خدائ يعني دې ميژ دې اسموني پلور دې ارادې سره سام ميژ دې دغې ويسينئ بادکوريې زمونې نه خلوص کو. ۵ دې خدائ جلال دا تل ترتله وي. امين.
خالي يو زرائي دائي بل نشته
۶ زه په دا ډير حيرون يمه چې توس دامره زر دې يغ چا نه مخ اړاوئي چې دې مسيح په فاضل يې روباللي يئ او بل زرائي مانئ. ۷ حال دا چې بل زرائي نشته. خو ځنې خالک شته چې غوړي دې توسې فکرينه ګاډواډ او دې مسيح زرائي بادال کو. ۸ خو که ميژ ليا حتي دې اسمون يوه فرشته بې دې يغ زري نه چې ميژ توس ته وور و وه، څه بل زرائي وور واوي، نو لعنت دا وي په. ۹ لکه څرنګې چې مخکې مې درته وويل، ويس يې يور بيا درته يايمه: ار څوک چې بې دې يغ زري نه چې توس قابيل کړائي دائي، دې کيم بل زري تبليغ درته وکو، نو لعنت دا وي په.
۱۰ ايا زه ويس کوشش کمه چې انسان روضي وسوتمه ليا خدائ؟ که چيرې دې مو مقصد دې خالکې خواشولول وي، بيا دې مسيح خيذماتګور و نه ومه.
دې پولوس زرائي دې مسيح دې طرفه دائي
۱۱ دې مو خوانديې او وريڼې! زه غوړمه توس په دا پوئي شئ چې اغا زرائي چې مو توس ته ووروه، اغا دې انسان دې طرفه جوړ شوائي زرائي نه دائي. ۱۲ اغا مو دې چا دې خو نه تر لوسه کړائي نه دائي او نه چا رو زده کړائي دائي، بلکې په خپله عيسیٰ مسيح روته وشوئي دائي. ۱۳ توس و دې مو دې تير ژوند په حق کې چې کله مو دې يهودي مذاب پيروي کړله، ورويدلي وي چې څرنګې په بې راحمئ سره و مې دې خدائ کليسا ځاوروله او کوشش و مې که چې اغا دې ميانځه لرې کمه. ۱۴ زه په يهوديت کې دې خپل قوم په خپلې ډيرې همزوليې نه مخکې ومه او دې خپلې نيکونې په رواياتينه بندې ټينګ ويلوړ ومه. ۱۵ خو دې خدائ راضو په دا کې وه چې زه يې په زيژاول نه مخکې دې مور په ګډه کې غوره کړمه او دې خپل فاضل په وسيله يې رو وباللمه، ۱۶ چې خپل زيائي موته روجاوات کو، ترڅو غير يهوديونې ته دې يغ په حق کې زرائي وراساومه. په دا کور کې مو دې ايچا سره مشوره نه دو کړيې ۱۷ او نه يروشلم ته لوړمه، ترڅو دې يغې خالکې سره ووينمه چې په مو نه مخکې رسولون وي، بلکې عربستان ته لوړمه او دې ورستې په څټ دمشق ته روګوډ شومه.
۱۸ درې کوله ورستې يروشلم ته لوړمه، ترڅو دې پطروس سره پيژندګالي وکمه او پينځلس وريځې دې يغ سره پوتې شومه. ۱۹ خو مو دې عيسیٰ مسيح دې ورور يعقوب نه وره نور رسولون ونه ليدل. ۲۰ زه چې توس ته څه ليکمه اغا رشتيا دي. خدائ پئيژي چې زه درويغ نه يايمه. ۲۱ دې ورستې بيا دې شام او قيليقيې سيمې ته لوړمه. ۲۲ په يهوديې کې دې مسيح دې کليسې غړيې زه نه پيژاندلمه. ۲۳ يغې خالي ارويدلي وي چې خالکې و ويل، ”اغا چا چې ميژ و يې ځوراولي، ويس دې يغ ايمون په حق کې تعليم ويرکاوي چې يو وخت يې دې يغ دې ميانځه دې وړلې کوشش که.“ ۲۴ او يغې دې مو په خاطر دې خدائ ثنا وويله.