دې عيسیٰ دې ويژنلې دوسيسه
(متي ۲۶:_۱_-_۵ او مرقوس ۱۴:_۱_-_۲ او يوحنا ۱۱:_۴۵_-_۵۳)
1 دې پاطيرې ماړئي اختر چې دې فسحې په نومه مشهور و، نژدې شه. 2 مشرونې امامونې او دې شريعت عالمونې اڅه کړله چې يوه ليار پيدو کو چې عيسیٰ وويژني، خو دې خالکې نه ډاريدل.
يهودا اسخريوتي دا ته روضي کيژي چې دې عيسیٰ سره خيانت وکو
(متي ۲۶:_۱۴_-_۱۶ او مرقوس ۱۴:_۱۰_-_۱۱)
3 بيا شيطون دې يهودا اسخريوتي په زړه کې چې دې يغې دولاسې شاګردونې نه و، نناوت. 4 يهودا لوړ شه او دې مشرونې امامونې او دې بيت المقدس دې سوتينکيې افسرانو سره يې په دا حق کې خبرې وکړې چې څرنګې عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو. 5 اغا ډير خواشول شول او دې يغ سره يې دې پائسې وعده وکړه. 6 بيا يهودا ورسره ومنله او يوه شه موقع يې غوشته چې کله دې عيسیٰ سره نور خالک نه وي اغا ته يې په لوس ويرکو.
دې فسحې دې اختر تايوري
(متي ۲۶:_۱۷_-_۲۵ او مرقوس ۱۴:_۱۲_-_۲۱)
7 بيا دې پاطيرې ماړئي دې اختر وريځ چې په اغا کې و دې فسحې ورائي قرباني کيده، رو وراسيدله. 8 بيا عيسیٰ پطروس او يوحنا ولاژل او ورته ويې ويل، ”لوړ شئ او دې ميژ دې پوره دې فسحې ماړئي تايوره کئ چې ويې خوري.“ 9 يغې ځنې پشتنه وکړه، ”په کيم ځوئي کې غوړې چې تايوره يې کي؟“ 10 يغ ځاوب ويرکه، ”وروئي، څرنګې چې شار ته نناوځئ بيا يو ساړائي و دې توسې سره مخومخ شي چې دې يبې منګئ و وري. اغا چې کيم کير ته نناوځي توس هه ورپسې لوړ شئ. 11 او دې کير خاوند ته ويايئ: ’ايستوذ يائي دې ولمانې کوټه چيرته دو چې زه په کې دې خپلې شاګردونې سره دې فسحې ماړئي وخورمه؟‘ 12 اغا و توس ته پوس په دوام چات کې يوه ستره فرش شويې کوټه دير وشائي، بيا وولته ماړئي تايوره کئ.“ 13 اغا لوړل او ټول شايون يې لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي په اغا رانګ وليدل او دې فسحې ماړئي يې تايوره کړه.
دې فسح ماړئي
(متي ۲۶:_۲۶_-_۳۰ او مرقوس ۱۴:_۲۲_-_۲۶ او لومړی قرنتیان ۱۱:_۲۳_-_۲۵)
14 کله چې اغا ساعت روراسيده، عيسیٰ دې خپلې رسولونې سره دسترخوان ته کشينوست. 15 اغا ته يې وويل، ”زړه مې ډير غوشتل چې دې کړاوينې دې زغملې نه مخکې دې توسې سره دې فسحې ماړئي وخورمه. 16 دې ځکه زه توس ته يايمه چې ترڅو پره دې فسحې دې قربانئ مقصد دې خدائ په بدشائي کې پيره نه شي، تر يغې پره و نوره دا ماړئي نه خورمه.“ 17 بيا عيسیٰ پيوله روخاستله، شکر يې په ويوست او ويې ويل، ”دا وخلئ او په خپل ميانځ کې يې وويشئ. 18 دې ځکه زه توس ته يايمه چې په دا نه دې ورستې و تر يغې پرا دې انګيرې شاربات ونه تشمه، ترڅو دې خدائ بدشائي رو نه شي.“ 19 بيا يغ يوه ماړئي رووخستله، شکر يې په ويوست، اغا يې موته کړه او اغا ته يې ويرکړله او ويې ويل، ”دا دې مو سيرات دائي چې دې توسې دې پوره ويرکاول کيژې. دې مو په يود کې هه داسې کئ.“ 20 په دغ رانګ دې لماشوم ماړئي نه ورستې يې پيوله رووخستله او ويې ويل، ”دا پيوله دې خدائ او انسانونې ترميانځ نوائي لوظ دائي چې دې مو دې وينې په وسيله جوړيژي چې دې توس دې پوره توئيژي. 21 خو کسئ، اغا څوک چې دې مو سره و خيانات کو اغا دولته دې مو سره په دسترخوان نوست دائي. 22 لکه څرنګې چې دې خدائ دې خو مقرره وه چې دې انسان زيائي بايد مړ شي، خو افسوس دې يغ چا په حال چې دې يغ سره خيانات کو.“ 23 بيا اغا په خپله کې يو دې بل نه پشتنې شيري کړې چې په دئ کې و څوک دا کور کو.
دې ستر وولي په حق کې باحث
24 بيا دې يغې تر ميانځ باحث شيري شه چې په دئ کې و څوک په ټول نه ستر وګاڼل شي. 25 عيسیٰ اغا ته وويل، ”دې غير يهوديونې بدشاون په خپلې خالکې مشري کو او واکمنون دې خالکې خيرخواه ګاڼل کيژې. 26 خو توس داسې مه پنډيژئي، بلکې په توس کې دا تر ټول ستر خپل ځون واړيکائي وګڼي او مشر دا دې خيذماتګور په رانګ وي. 27 بيا په دا دوا سره کې کيم يو ستر دائي، اغا څوک چې ماړئي ته نوست دائي او ليا اغا څوک چې خيذمات کو؟ په يقين سره اغا څوک چې ماړئي ته نوست دائي. خو زه دې توسې په ميانځ کې دې يوه خيذماتګور په رانګ يمه.
28 خو توس دې مو دې اوزميشتينې په وخت کې دې مو سره ويلوړ وائي. 29 لکه څرنګې چې دې مو پلور موته دې بدشايئ حق روکړائي دائي، زه هه توس ته دا حق ديرکاومه. 30 توس و دې مو په بدشايئ کې دې مو په دسترخوان خورئي او تشئ او په تاختينه بندې و کشينئ او دې اسرائيلې په دولاس قابيلې بندې و حکومت کئ.“
دې پطروس دې انکار په حق کې دې عيسیٰ پيشګوئي
(متي ۲۶:_۳۱_-_۳۵ او مرقوس ۱۴:_۲۷_-_۳۱ او يوحنا ۱۳:_۳۶_-_۳۸)
31 عيسیٰ وويل، ”اې شمعونه، اې شمعونه! وروه، شيطون غوړي چې اغا توسې لکه د غانمې دې دونې په رانګ وڅانډوي، شه او بد سره ګوشي کو لکه څرنګې چې زميندور دې غانمې نه پيړ ګوشيا وي. 32 خو شمعونه! مو دې تو دې پوره داعو کړيې دو چې ايمون دې دې ميانځه لوړ نه شي. کله دې چې توبه وياستله او په څټ رو وګرځيدلې، بيا خپل وريڼه دې طاقتور که.“ 33 پطروس ځاوب ويرکه، ”اې ايستوذه! زه دې تو سره زندان او مارګ ته هه تايور يمه.“ 34 عيسیٰ وويل، ”اې پطروسه! زه توته يايمه چې نن شپه و دې چرګ دې بونګ نه مخکې درې ووره ويايې چې ته مو نه پيژانې.“
دې پائسې بټوه، کاڅوړه او تيره
35 عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”کله چې مو توس بې دې پائسې، بې کاڅوړې او بې څاپلئ ولاژلئ، ايا په اغا وخت کې توسې سره دې کيم شي کمي وه؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”نه.“ 36 عيسیٰ وويل، ”خو ويس ارڅوک چې دې پائسې کاڅوړه لري اغا دا دې ځون سره وخلي او په دغ رانګ خپل پانډيکائي هه. او دې ار چا سره چې تيره نه وي، بيا خپله چوغه دا خارڅه کو او يوه تيره دا وخلي. 37 دې ځکه زه توس ته يايمه چې دې پيغمبرونې دا ليکنه بايد پيره شي چې يائي:
***’اغا و په باغيون کې وشميرل شي‘
دې ځکه ار څه چې دې مو په حق کې ليکل شوي دي اغا و رشتيا شي.“ 38 شاګردونې وويل، ”کسه ايستوذه! دې ميژ سره دولته دوې تيرې دي.“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دا باس دي.“
عيسیٰ دې زيتون په غره کې داعو کو
(متي ۲۶:_۳۶_-_۴۶ او مرقوس ۱۴:_۳۲_-_۴۲)
39 عيسیٰ دې ورچانې ووت او دې خپل عادات دې مخې دې زيتون غره ته راون شه او شاګردون يې هه ورپسې لوړل. 40 کله چې اغا ځوئي ته وراسيده، بيا اغا ته يې وويل، ”داعو وکئ چې په ازميشت کې ونه لويژئي.“ 41 بيا عيسیٰ دې يغې نه يو څو قدمه لرې لوړ شه، او په ګينډی شه او داعو يې وکړه. 42 يغ وويل، ”اې پلوره! که چيرې دې تو راضو وي، بيا دا پيوله* دې مو نه لرې که. خو دې مو راضو نه بلکې دې تو راضو دا پيره شي.“ 43 بيا دې اسمون نه يوه فرشته اغا ته روشکاره شوه او اغا ته يې طاقات ويرکه. 44 عيسیٰ په ډير ساخت حالات کې و او په ډير جوش سره يې داعو وکړه او خوله يې دې وينې دې سوسکيې په رانګ په منځکه بندې څاکيدلې. 45 کله چې عيسیٰ دې داعو نه روچګ شه، بيا شاګردون ته روغائي او ويې ليدل چې اغا دې غمه ستومانه او ووده شوي وي. 46 يغې ته يې وويل، ”توس ويلې ووده يئ؟ چګيژئي او داعو وکئ چې په ازميشت کې ونه لويژئي.“
دې عيسیٰ سره خيانت کړل او نيول
(متي ۲۶:_۴۷_-_۵۶ او مرقوس ۱۴:_۴۳_-_۵۰ او يوحنا ۱۸:_۳_-_۱۱)
47 عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې يوه ډاله روغله او يهودا چې دې يغې دولاسې شاګردونې نه و، په اغا نه دې مخکې راون و. اغا عيسیٰ ته ويرنژدې شه چې کوشال يې کو. 48 خو عيسیٰ وويل، ”اې يهودا! ايا په کوشلاولې سره دې انسان زيائي ديشمنون ته په لوس ويرکاوې؟“ 49 کله چې دې عيسیٰ شاګردونې وليدل چې څه کيژي، بيا ويې ويل، ”ايستوذه! ايا په تيرې يې ووائي؟“ 50 دې يغې نه يو کاس دې ستر امام په نيکار بريد وکه او دې يغ شائي غوژ يې پرې که. 51 خو عيسیٰ وويل، ”باس مه کئ.“ عيسیٰ دې يغ ساړي په غوژ بندې خپل لوس کشياش او اغا يې روغ که. 52 بيا عيسیٰ مشرون امامون، دې بيت المقدس سوتينکي افسرانې او نور قومي مشرون ته چې دې يغ دې نيولې دې پوره روغلي وي، وويل، ”ايا زه کيم شيکاوينکائي يمه چې دې تيرې او لاوړونې سره دې مو دې نيولې دې پوره روغلي يئ؟ 53 زه اره وريځ دې توسې سره بيت المقدس کې ومه او توسې دې مو دې نيولې اڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تياره ړانګه دو بيا دې توسې وخت دائي.“
پطروس دې عيسیٰ نه انکار کو
(متي ۲۶:_۵۷_-_۵۸،_۶۹_-_۷۵ او مرقوس ۱۴:_۵۳_-_۵۴،_۶۶_-_۷۲ او يوحنا ۱۸:_۱۲_-_۱۸،_۲۵_-_۲۷)
54 يغې عيسیٰ ونيوه او دې ستر امام کير ته يې بوته او پطروس دې لرې نه پسې راون و. 55 اغي دې موڼئ په ميانځ کې يور بال که او ګړد وړد ځنې کشينوستل او پطروس هه دې يغې سره کشينوست. 56 په داسې حال کې چې اغا دې يور رڼو ته نوست و يوې وينځې اغا وليده، بيا په ځير يې ورته وکاتل او ويې ويل، ”دا ساړائي هه دې عيسیٰ سره و.“ 57 خو پطروس منکر شه او ويې ويل، ”اې شځې! زه اغا نه پيژانمه.“ 58 لژ ورستې بل ساړي هه اغا ته وکاتل او ويې ويل، ”ته هه دې يغې دې ډالې نه يې.“ خو پطروس وويل، ”اې وروره! زه نه يمه.“ 59 شو او خو يو ساعت دې ورستې يوه بل ساړي تائيد کړه او ويې ويل، ”په دا کې ايڅ شک نشته چې دا ساړائي هه دې عيسیٰ سره و، دې ځکه چې اغا هه جليلي دائي.“ 60 خو پطروس ځاوب ويرکه، ”اې وروره! زه نه پئيژمه چې ته څه يائې.“ يغ ليا خبرې کړلې چې په مخ چرګ بونګ وکه. 61 عيسیٰ مخ رووړو او پطروس ته يې وکاتل او پطروس ته دې عيسیٰ خبرې وير په يود شوې چې يغ ته يې ويلي وي، ”نن شپه و دې چرګ دې بونګ نه مخکې درې ووره ويايې چې ته مو نه پيژانې.“ 62 پطروس دې ورچانې ووت او په سيرې سيرې يې وژاړل.
دې عيسیٰ سپکاوائي او والل
(متي ۲۶:_۶۷_-_۶۸ او مرقوس ۱۴:_۶۵)
63 کيمې خالکې چې دې عيسیٰ سوتنه کړله په اغا بندې مالانډې وواللې او ويې وويه. 64 دې يغ سترګې يې وتاړلې او پشتنه يې ځنې وکړه، ”ويس دې غيبه ويايه چې ته چا ووالې؟“ 65 او نورې ډيرې سپکې خبرې يې هه ورته وکړې.
عيسیٰ دې مذابي شورې په مخکې
(متي ۲۶:_۵۹_-_۶۶ او مرقوس ۱۴:_۵۵_-_۶۴ او يوحنا ۱۸:_۱۹_-_۲۴)
66 کله چې وريځ شوه بيا قومي مشرون، دې امامونې مشرون او دې شريعت عالمون سره روټول شول او عيسیٰ يې خپله شورا ته رواست. 67 يغې وويل، ”ميژ ته ويايه چې ته مسيح يې؟“ يغ ځاوب ويرکه، ”که زه توس ته ويايمه بيا په مو و يقين ونه کئ 68 او که زه درخه پشتنه وکمه، بيا توس و ځاوب رونه کئ. 69 خو په دا نه دې ورستې و دې انسان زيائي دې مطلق قادر خدائ شي لوس ته نوست وي.“ 70 يغې ټولې وويل، ”بيا ته دې خدائ زيائي يې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”توس خپل يايئ چې زه يمه.“ 71 يغې وويل، ”نور ميژ شائدون ته اړتيا نه لري. ميژ ار څه دې يغ دې خپلې خولې نه ورويدل.“