د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

اُووۀ ويشتم باب

د حضرت عيسىٰ پيلاطوس ته بوتلل

(مرقوس ۱۵:‌۱، لوقا ۲۳:‌۱ - ۲، يوحنا ۱۸:‌۲۸ - ۳۲)

۱چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو. ۲بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.

د يهوداه اسکريوتى خودکُشى کول

(اَعمال د رسولانو ۱:‌۱۸ - ۱۹)

۳کله چې يهوداه مخبر ته پته ولګېده چې په عيسىٰ باندې جرم ثابت شوے دے نو هغه پښيمانه شو او هغه د سپينو زرو دېرش سيکې يې مشرانو اِمامانو او قومى مشرانو ته واپس کړې. ۴هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاؤ شوى ده.“ خو هغوئ ووئيل چې ”زمونږ پرې څۀ؟ تهٔ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“ ۵نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو. ۶مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“ ۷نو صلاح يې وکړه او د کُلال زمکه يې پرې واخسته چې د مسافرو قبرستان پرې جوړ کړى. ۸تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى. ۹دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې ”هغوئ ديرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو، ۱۰او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې رب ما ته حُکم راکړې دے.“

د پيلاطوس د حضرت عيسىٰ نه تپوسونه

(مرقوس ۱۵:‌۲ - ۵، لوقا ۲۳:‌۳ - ۵، يوحنا ۱۸:‌۳۳ - ۳۸)

۱۱بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودريدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې ”ولې تۀ د يهُوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې ”دا ستا وينا ده.“ ۱۲او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۳بيا پيلاطوس ورته ووئيل چې ”ولې تهٔ دا ټولې ګواهۍ چې ستا په خلاف کيږى نۀ اورې څۀ؟“ ۱۴خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډير حيران شو.

د حضرت عيسىٰ د مرګ سزا

(مرقوس ۱۵:‌۶ - ۱۵، لوقا ۲۳:‌۱۳ - ۲۵، يوحنا ۱۸:‌۳۹ - ۱۹:‌۱۶)

۱۵د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قيدى آزادولو. ۱۶په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قيد کښې وو. ۱۷کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“ ۱۸ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دهٔ ته حواله کړې وو. ۱۹پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې ”دې بې ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وايې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خُوب کښې ډير مصيبت تير شو.“ ۲۰تر دې وخته مشرانو اِمامانو او نورو مشرانو خلق دې ته لمسولى وُو چې د برابا آزادى وغواړئ او د عيسىٰ قتل؟ ۲۱کله چې ګورنر دوباره ترې تپوس وکړو چې ”په دواړو کښې څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ چغې کړى، ”برابا.“ ۲۲پيلاطوس ورته ووئيل چې ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ ۲۳پيلاطوس ووئيل چې ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې ”په سولۍ يې کړه.“ ۲۴پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دهٔ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“ ۲۵ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“ ۲۶نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کروړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.

د سپاهيانو په حضرت عيسىٰ پورې ټوقې کول

(مرقوس ۱۵:‌۱۶ - ۲۰، يوحنا ۱۹:‌۲ - ۳)

۲۷بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلا ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه. ۲۸جامې يې ترې وويستلې او سره شان چوغه يې پرې واچوله. ۲۹او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنونو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې ”اَے د يهُوديانو بادشاه سلامت.“ ۳۰هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو. ۳۱او چې ټوقې يې بس کړې نو چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

(مرقوس ۱۵:‌۲۱ - ۳۲، لوقا ۲۳:‌۲۶ - ٤۳، يوحنا ۱۹:‌۱۷ - ۲۷)

۳۲کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى. ۳۳او بيا ګولګتا نومې ځائ ته ورغلل چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے. ۳۴هلته يې عيسىٰ ته د تريخ څيز سره ګډ کړى مے د څښلو دپاره ورکړل، خو د څَکلو نه وروستو يې ونۀ څښل. ۳۵او چې کله يې دے په سولۍ وخيژولو نو د هغهٔ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې. ۳۶نو بيا يې هلته څوکيدارۍ ته کښيناستل. ۳۷د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهُوديانو بادشاه عيسىٰ دے. ۳۸دوه ډاکوان يې هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړې وو. ۳۹په لارې تيريدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوزول، ۴۰”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په دريو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا که تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“ ۴۱دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې، ۴۲او وئيل يې چې ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بې شکه که دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وې نو اوس دِې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو. ۴۳د دۀ په خُدائ باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى که هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې زۀ د خُدائ زوئ يم.“ ۴۴تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دهٔ ته سپکې سپورې وئيلې.

د حضرت عيسىٰ وفات کيدل

(مرقوس ۱۵:‌۳۳ - ٤۱، لوقا ۲۳:‌٤٤ - ٤۹، يوحنا ۱۹:‌۲۸ - ۳۰)

۴۵د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارهٔ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر دريو بجو پورې وه. ۴۶او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نارې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى.“ يعنې ”اَے زما خُدايه، اَے زما خُدايه، زۀ دې ولې پريښودلم؟“ ۴۷ځينې ولاړو خلقو چې دا واوريدل نو وې وئيل چې وګورئ ”دے اوس الياس ته نارې وهى.“ ۴۸په هغوئ کښې يو سمدستى منډه کړه يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې. ۴۹خو نورو ووئيل چې ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“ ۵۰عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه. ۵۱هغه وخت د خُدائ د کور پړده د يو سر نه تر بله سره پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل، ۵۲او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ ډير پاکان د خوبه رابيدار شول. ۵۳او د عيسىٰ د پاڅيدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډيرو خلقو يې ننداره وکړه. ۵۴کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارۍ يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې شکه چې دا سړے د خُدائ زوئ وو.“ ۵۵ډيرې ښځې هم هلته موجود وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې. ۵۶په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.

د حضرت عيسىٰ ښخول

(مرقوس ۱۵:‌٤۲ - ٤۷، لوقا ۲۳:‌۵۰ - ۵۶، يوحنا ۱۹:‌۳۸ - ٤۲)

۵۷کله چې ماښام شو نو د اريمتيه يو مالداره سړے چې يوسف نوميدلو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو. ۵۸هغه پيلاطوس ته ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو او پيلاطوس حکم وکړو چې ور دې کړې شى. ۵۹يوسف هغه لاش يوړو او په صفا مهينه لټه کښې يې ونغښتو، ۶۰او هغهٔ په خپل نوې غار کښې کيښودو کوم چې هغهٔ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼې يې د سمڅې خولې ته راورغړولو او ترې لاړو. ۶۱او مريم مګدلينى او هغه بله مريم دواړه يې قبر ته مخامخ ناستې وې.

په قبر څوکيداران

۶۲په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل، ۶۳او وې وئيل چې ”صاحبه! مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وو چې زۀ به په دريمه ورځ پورته کړې شم. ۶۴ولې تۀ به دا حکم ورکړې چې تر دريو ورځو پورې دې د دغه قبر څوکيدارى وکړې شى؟ هسې نه چې د هغۀ مريدان راشى، لاش يې په غلا وباسى او بيا خلقو ته وائى چې هغه پورته کړې شوے دے، او آخرى فريب يې د وړُومبى فريب نه ډير بد وى.“ ۶۵پيلاطوس ورته ووئيل چې ”ځئ لاړ شئ، سپاهيان ځان سره بوځئ. څنګه مو چې خوښه وى نو هغه شان سخته څوکيدارى يې وکړئ.“ ۶۶نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼې يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.