د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

شپږويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش

(مرقوس ۱٤:‌۱ - ۲، لوقا ۲۲:‌۱ - ۲، يوحنا ۱۱:‌٤۵ - ۵۳)

۱کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، ۲”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“ ۳بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول. ۴او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسُو او مړ يې کړُو. ۵خو هغوئ ووئيل چې ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنى په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“

د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول

(مرقوس ۱٤:‌۳ - ۹، يوحنا ۱۲:‌۱ - ۸)

۶کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ عنياه کښې وو، ۷يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښيناستو هغې ورله په سر عطر واچول. ۸مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضايع کړل؟ ۹دا خو به په ډيرو پيسو خرڅ شوې وے او پيسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“ ۱۰عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډير ښۀ کړى دى. ۱۱ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نهٔ يم. ۱۲هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم. ۱۳زۀ تاسو ته دا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زيرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په دې ياديږى.“

د يهوداه اسکريوتى مُخبرى

(مرقوس ۱٤:‌۱۰ - ۱۱، لوقا ۲۲:‌۳ - ۶)

۱۴نو بيا يهوداه اسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو. ۱۵او ورته يې ووئيل، ”که زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما ته څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورته ديرش د سپينو زرو سيکې ورکړې. ۱۶د هغه وخت نه پس هغه د مخبرئ د موقعې په تلاش کښې وو.

د مريدانو سره فسح خوړل

(مرقوس ۱٤:‌۱۲ - ۲۱، لوقا ۲۲:‌۷ - ۱٤، ۲۱ - ۲۳، يوحنا ۱۳:‌۲۱ - ۳۰)

۱۷د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۸هغۀ ورته جواب ورکړو چې ”په ښار کښې فلانى سړى ته ورشئ او ورته ووايئ چې استاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“ ۱۹مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح روټۍ تياره کړه. ۲۰کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښيناستو. ۲۱او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ درته دا وايم چې په تاسو کښې به يو زما جاسوسى کوى.“ ۲۲هغوئ په ډيرې پرېشانۍ سره يو يو ورته ووئيل، ”مالکه رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“ ۲۳هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. ۲۴د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو اَفسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. که هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډيره ښۀ وه.“ ۲۵بيا يهوداه، څوک چې جاسوس وو ورته ووئيل، ”مالکه رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې ”دا ستا وينا ده.“

عشاء ربانى

(مرقوس ۱٤:‌۲۲ - ۲۶، لوقا ۲۲:‌۱٤ - ۲۰، ۱ کورنتيانو۱۱:‌۲۳ - ۲۵)

۲۶د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې وفرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“ ۲۷بيا هغهٔ يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ ته ورکړه چې ”د دې نه ټول وڅښئ. ۲۸دا زما وينه ده چې د خُدائ او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډيرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى. ۲۹زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“ ۳۰د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتونو غرۀ ته لاړل.

د پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې

(مرقوس ۱٤:‌۲۷ - ۳۱، لوقا ۲۲:‌۳۱ - ۳٤، يوحنا ۱۳:‌۳۶ - ۳۸)

۳۱بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ” زهٔ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“ ۳۲خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ ۳۳پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه که بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ ۳۴عيسىٰ هغهٔ ته وفرمائيل چې ”زۀ تا ته وايم چې تهٔ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۳۵پطروس ورته ووئيل، ”که زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.

د ګيتسمنى په باغ کښې دعا کول

(مرقوس ۱٤:‌۳۲ - ٤۲، لوقا ۲۲:‌۳۹ - ٤۶)

۳۶نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې ”تر څو چې زۀ دعا کوم تاسو دلته کښينئ.“ ۳۷هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډير غمژن شو او پرېشانې پرې راغله. ۳۸او هغوئ ته يې وفرمائيل چې ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بيدار اوسئ.“ ۳۹هغه يو څو قدمه لاړو، پړ مخې پريوتو او دا دعا يې وکړه چې ”اے زما پلاره، که کيدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو داسې نه لکه چې زهٔ يې غواړم خو داسې لکه چې ستا رضا وى.“ ۴۰بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بيدار نۀ شوئ پاتې کيدے؟ ۴۱بيدار شئ، او دُعا وکړئ چې د ازميښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ۴۲هغه په دويم ځل لاړو او دعا يې وغوښته چې ”اے زما پلاره، که چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغير اخوا کيدے نهٔ شى، نو ستا رضا دې وشى.“ ۴۳چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې ۴۴بيا هغۀ هغوئ پريښودل او لاړو او په دريم ځل يې دعا وغوښتله او هغه مخکښنئ خبرې يې بيا وکړلې. ۴۵بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناه ګارانو لاسونو ته حواله شى. ۴۶پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مخبر نزدې راغلے دے.“

د حضرت عيسىٰ مُخبرى او نيول

(مرقوس ۱٤:‌٤۳ - ۵۰، لوقا ۲۲:‌٤۷ - ۵۳، يوحنا ۱۸:‌۳ - ۱۲)

۴۷عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډير خلق چې تُورې او کوتکې ورسره وې را ښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو راليږلى وُو. ۴۸جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“ ۴۹نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې ”استاذه سلام.“ او ښکل يې کړو. ۵۰عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تهٔ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو. ۵۱په هغه وخت کښې د عيسىٰ په ملګرو کښې يو تُورې ته لاس کړو او را وې ويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. ۵۲خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې ”خپله تُوره په تيکى کښې کيږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى. ۵۳ولې تهٔ په دې نهٔ پوهيږې چې زهٔ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راوليږى؟ ۵۴نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلى شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“ ۵۵هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څهٔ؟ زهٔ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما ته لاس نهٔ راوړلو. ۵۶خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پريښودو او ترې وتښتيدل.

د جرګې په وړاندې پيشى

(مرقوس ۱٤:‌۵۳ - ۶۵، لوقا ۲۲:‌۵٤ - ۵۵، ۶۳ - ۷۱، يوحنا ۱۸:‌۱۳ - ۱٤، ۱۹ - ۲٤)

۵۷عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو. ۵۸پطروس ورپسې په څهٔ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسيدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښيناستو چې د دې هر څۀ انجام ووينى. ۵۹مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى ۶۰خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړې شوه. سره د دې چې ډير کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوې وُو. آخر دوؤ سړو دا ګواهى وکړه چې ۶۱”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ کور نړولے شم او په دريو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“ ۶۲په دې مشر اِمام پاڅيدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې ”ولې تا سره جواب نِشته؟ دا اِلزامُونه د څهٔ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ ۶۳خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې ”زۀ د ژوندى خُدائ قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ زوئ يې که نه؟“ ۶۴عيسىٰ جواب ورکړو چې ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ ۶۵په دې وينا مشر اِمام خپله چوغه وشلوله او وې وئيل چې ”دے خو کفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کفر واوريدو. ۶۶ستاسو فېصله څهٔ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“ ۶۷بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځېنو په څپيړو ووهلو، ۶۸او وئيل يې، ”اَے مسيح، که تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“

د پطروس د حضرت عيسىٰ نه منکريدل

(مرقوس ۱٤:‌۶۶ - ۷۲، لوقا ۲۲:‌۵۶ - ۶۲، يوحنا ۱۸:‌۱۵ - ۱۸، ۲۵ - ۲۷)

۶۹نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“ ۷۰خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې ”زهٔ نۀ پوهيږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“ ۷۱بيا هغه د ډيوډئ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“ ۷۲يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې ”زۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ ۷۳لږه شيبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې ”بې شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګيږى.“ ۷۴په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې ”زۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو. ۷۵او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.