د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

پينځويشتم باب

د لسو پېغلو مِثال

۱”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى. ۲پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې. ۳هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل. ۴خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې. ۵کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې. ۶خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ. ۷بيا ټولې پېغلې راپاڅېدلې او خپل مشعلونه يې سم کړل. ۸کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چې د خپلو تېلو نه مونږ له لږ راکړئ ځکه چې زمونږ مشعلونه مرى. ۹هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ. ۱۰څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو. ۱۱او بيا هغه نورې پينځۀ هم واپس راغلې او چغې يې کړې، مالِکه، مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. ۱۲خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چې زۀ تاسو نۀ پېژنم. ۱۳ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.

د درېو نوکرانو مِثال

۱۴بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو. ۱۵يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو. ۱۶چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې. ۱۷او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې. ۱۸خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې. ۱۹ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو. ۲۰چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې. ۲۱مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه. ۲۲بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې. ۲۳مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه. ۲۴بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى. ۲۵نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى. ۲۶مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟ ۲۷نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو. ۲۸هغۀ ووې چې د دۀ نه د سرو زرو هغه تيلۍ واخلئ او د لسو تيلو والا له يې ورکړئ. ۲۹ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى. ۳۰نو دا بې‌کاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.

د قومونو عدالت

۳۱هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى. ۳۲او ټول قومونه به د هغۀ په وړاندې راجمع کړے شى هغه به خلق په دوو ډلو کښې جدا کړى لکه څنګه چې شپونکے ګډې د چېلو نه جدا کوى. ۳۳او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى. ۳۴بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ. ۳۵کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم، ۳۶او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ. ۳۷نو صادقان به جواب ورکړى، مالِکه، دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې، ۳۸او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟ ۳۹مونږ تۀ کله ناروغه يا په قېد کښې ليدلے وې او ملاقات له دې درغلى وُو؟ ۴۰خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى. ۴۱بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے. ۴۲کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک رانۀ کړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ رانۀ کړې، ۴۳او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ. ۴۴او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟ ۴۵نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے. ۴۶نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“