د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

څليريشتم باب

د حضرت عيسىٰ د خُدائ د کور د بربادئ پېشګوئې

(مرقوس ۱۳:‌۱، ۲)

۱عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو. ۲هغۀ ورته وفرمائيل چې ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته دا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“

د مشکلاتو شروع کيدل

(مرقوس ۱۳:‌۳ - ۱۳، لوقا ۲۱:‌۷ - ۱۹)

۳څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتونو په غرهٔ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څهٔ وى؟“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”پام کوئ چې څوک مو بې لارې نۀ کړى. ۵ځکه چې ډير به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډير خلق به بې لارې کړى. ۶داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواو شا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مهٔ وار خطا کيږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پيښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ۷قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډيرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى ولې دا به د لنګون د دردونو شروع وى. ۸خو دا ټولې خبرې به لکه د لنګون د دړدونو د شروع کيدو په شان وى. ۹تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى. ۱۰په دغه وخت کښې به ډير تيندک وخورى او د يو بل په سر به جاسوسى کوى او د يو بل سره به کينه کوى. ۱۱ډير دروغژن نبيان به راپورته شى او ډير خلق به بې لارې کړى. ۱۲او چې بې شرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى. ۱۳خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۱۴او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زيرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.

لوئ آفت

(مرقوس ۱۳:‌۱٤ - ۲۳، لوقا ۲۱:‌۲۰ - ۲٤)

۱۵يوه ورځ راتلونکې ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس مقام کښې هغه ناپاکه بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، لوستونکې دې پرې پوهه شى. ۱۶نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. ۱۷که څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نهٔ راکوزيږى. ۱۸او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چوغې راخستلو دپاره نهٔ واپس کيږى. ۱۹اَفسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو ته سينه ورکوى. ۲۰دعا کوئ چې ستاسو تيښته نۀ خو په ژمى کښې او نۀ د سبت په ورځ راشى. ۲۱ځکه چې هغه به ډيرې د بد حالئ ورځې وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. ۲۲که هغه د تکليف ورځې لنډې کړې شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړې شى. ۲۳او که بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مه کوئ. ۲۴دروغژن مسيحان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزئې او نښې به ښکاره کوى، او که ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې لارې کړى. ۲۵ګورئ، ما تاسو د کيدو نه مخکښې خبردار کړئ. ۲۶که هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغهٔ پسې بهر مه ځئ، او که هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مه کوئ. ۲۷لکه څنګه چې بريښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. ۲۸چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.

د اِبن آدم دوباره راتلل

(مرقوس ۱۳:‌۲٤ - ۲۷، لوقا ۲۱:‌۲۵ - ۲۸)

۲۹او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمئ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپريوزى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“ ۳۰بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى. ۳۱او هغه به خپلې فرښتې د بِيګل په لوئ آواز سره راوليږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.

د اينځر د ونې مِثال

(مرقوس ۱۳:‌۲۸ - ۳۱، لوقا ۲۱:‌۲۹ - ۳۳)

۳۲د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټئ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. ۳۳هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے. ۳۴زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړئ به تر هغې ختمه نۀ شى تر څو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. ۳۵زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.

نا معلومه ورځ او ګړئ

(مرقوس ۱۳:‌۳۲ - ۳۷، لوقا ۱۷:‌۲۶ - ۳۰، ۳٤ - ۳۶)

۳۶خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نهٔ شته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے. ۳۷لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى. ۳۸په هغه ورځو کښې چې د سيلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، وادونه يې کول او وادونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتئ کښې ننوتلو. ۳۹او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو تر څو چې سيلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى. ۴۰نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پريښودلے شى. ۴۱دوه ښځې به ميچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پريښودلے شى. ۴۲نو بيا تاسو بيدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نهٔ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى. ۴۳خو ياد ساتۍ، که د کور مالِک خبر وې چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بيدار وې او خپل کور به يې کنډر کيدو ته پريښې نۀ وو. ۴۴نو بيا تاسو هم تيار اوسۍ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.

وفادار يا بې وفا نوکر

(لوقا ۱۲:‌٤۱ - ٤۸)

۴۵نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړې وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. ۴۶بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. ۴۷زۀ تاسو ته دا وايم چې مالِک به دهٔ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. ۴۸خو که هغه بد نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې، بويه چې زما مالِک راځى، ۴۹او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړولو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، ۵۰نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دهٔ په خيال خاطر کښې به نهٔ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، ۵۱نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښُونو چيچل وى.