د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

درويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د فريسيانو او د شرعې د عالمانو ملامته کول

۱عيسىٰ بيا خپلو مريدانو او خلقو ته داسې خبرې وکړې چې ۲”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى، ۳نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ. ۴دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى. ۵دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى. ۶دوئ په دعوت کښې خاص ځايونه خوښوى او په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ، ۷او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى. ۸خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ. ۹په دې دُنيا کښې هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چې ستاسو خو يو پلار شته او هغه په آسمان کښې دے. ۱۰او تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائې ځکه چې ستاسو يو اُستاذ شته او هغه مسيح دے. ۱۱په تاسو کښې دې د ټولو نه لوئ ستاسو خادِم وى. ۱۲او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.

د عيسىٰ په مُنافقانو پابندى

۱۳‏-۱۴خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ. ۱۵اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ. ۱۶اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے. ۱۷اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟ ۱۸يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربان‌ګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربان‌ګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى. ۱۹اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟ ۲۰نو هرکله چې څوک په قربان‌ګاه قسم خورى نو هغه په قربان‌ګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى. ۲۱څوک چې د خُدائ په کور قسم خورى، نو هغه په هغۀ او څوک چې هلته اوسى، په دواړو قسم خورى. ۲۲او څوک چې په آسمان قسم خورى نو دا داسې دى لکه چې هغه د خُدائ پاک په تخت او د خُدائ په ذات باندې قسم خورى. ۲۳اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے. ۲۴اے ړندو لارښودونکو، تاسو خو اوبۀ د ماشى دپاره چاڼ کوئ خو اوښ لواړ تېروئ. ۲۵اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى. ۲۶اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى. ۲۷اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى. ۲۸دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بې‌شرعې کارونو نه ډک يئ.

د حضرت عيسىٰ پېشګوئې د مُنافقانو د سزا په حقله

۲۹اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو د نبيانو زيارتونه جوړَوئ او د صادقانو قبرونه سينګاروئ ۳۰او دا وايئ چې کۀ چرې مونږ د خپل پلار نيکۀ په زمانه کښې ژوندى وے نو د نبيانو په قتلولو کښې به شريک شوى نۀ وُو. ۳۱دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو. ۳۲نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ. ۳۳اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟ ۳۴ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى. ۳۵دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو. ۳۶زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.

د حضرت عيسىٰ يروشلم دپاره خفګان کول

۳۷اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. ۳۸او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى. ۳۹خو بې‌شکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“