د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

اُوولسم باب

د حضرت عيسىٰ شکل بدليدل

(مرقوس ۹:‌۲ - ۱۳، لوقا ۹:‌۲۸ - ۳۶)

۱شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرهٔ ته وخيژول. ۲او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړې شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځليدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. ۳نو ناګهانه هغوئ ته موسىٰ او الياس ښکاره شُو چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. ۴نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کيدل ښهٔ دى. که تهٔ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړى، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“ ۵هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقيدنکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورې وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“ ۶د دې آواز په آوريدو مريدان د ويرې نه پړمخې پريوتل. ۷خو بيا عيسىٰ هغوئ ته ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګوو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مه يريږئ،“ ۸او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونهٔ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو. ۹نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څهٔ مه وايئ تر څو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندې پورته کړې شوې نهٔ وى.“ ۱۰نو مريدانو د هغهٔ نه تپوس وکړو چې ”بيا زمونږ د شرعې عالمان داسې ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبې راځى؟“ ۱۱هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آو، الياس به راځى او هر څۀ به سموى. ۱۲خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلې دے، خو هغوئ نهٔ دے پيژندلې او څۀ چې دوئ غوښتل ورسره يې وکړل. او دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ د لاسه ودرديږى.“ ۱۳بيا مريدان پوهه شول چې هغه د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ په باب کښې فرمائى.

د پيرى نيولې هلک روغول

(مرقوس ۹:‌۱٤ - ۲۹، لوقا ۹:‌۳۷ - ٤۳)

۱۴کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ ته راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګونډو شو ۱۵او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغهٔ مِرګى راځى او ډير يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى. ۱۶ما هغه ستا مريدانو ته راوستو خو هغوئ روغ نهٔ کړې شو.“ ۱۷عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَے بې ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زهٔ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“ ۱۸بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پريښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو. ۱۹د دې نه پس مريدان عيسىٰ ته ځان له راغلل او تپوس يې وکړو چې ”دا مونږ ولې نۀ شو شړلې؟“ ۲۰هغۀ جواب ورکړو چې ”ځکه ستاسو ايمان ډير کمزورې دے. زۀ تاسو ته دا وايم، که ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“

حضرت عيسىٰ يو ځل بيا د خپل مرګ پېشګوئې وکړله

(مرقوس ۹:‌۳۰ - ۳۲، لوقا ۹:‌٤۳ - ٤۵)

۲۲کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړې شى. ۲۳هغوئ به دے قتل کړى، په دريمه ورځ به هغه بيا راژوندې شى.“ نو په دې اوريدو هغوئ ډير غمژن شول.

د خُدائ پاک د کور محصُول ورکول

۲۴کله چې دوئ کفرنحُوم ته راغلل نو د خُدائ د کور خزانچى پطروس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو چې ”ولې ستا استاذ د خُدائ د کور محصُول ورکوى څۀ؟“ ۲۵پطروس ورته ووئيل چې ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې ”اَے شمعونه، تهٔ په دې باره کښې څۀ وايې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه که د پردو نه؟“ ۲۶پطروس جواب ورکړو چې ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى. ۲۷خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تهٔ اول ونيسې، د هغۀ خولهٔ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“