د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے - (په يوسفزئ پښتو - ۲۰۱۸)

څوارلسم باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى مرګ

۱هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو، ۲نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ ۳ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو، ۴په دې وجه چې يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د دې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“ ۵هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو. ۶خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو ۷چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“ ۸د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“ ۹بادشاه چې دا واورېدل نو غمژن شو، خو د خپلو قسمونو او مېلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چې دا خواست دې پوره کړے شى. ۱۰او د يحيىٰ د سر پرې کولو حکم يې وکړو. ۱۱نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو. ۱۲بيا د يحيىٰ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې واخستو او ښخ يې کړو. او هغوئ لاړل او عيسىٰ ته يې حال ووې.

پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول

۱۳کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو. ۱۴هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل. ۱۵کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“ ۱۶خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“ ۱۷هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“ ۱۸هغۀ وفرمائيل، ”دا ما له راوړئ.“ ۱۹بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې. ۲۰هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۲۱نو خوا او شا پينځۀ زره سړو دغه روټۍ خوړلې وه چې ښځې او ماشومان په کښې شمار نۀ وُو.

په اوبو باندې ګرځېدل

۲۲بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه. ۲۳او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو. ۲۴په هم هغه وخت کښې مريدانو ته د وچې نه ډېر وړاندې په اوبو کښې تکليف جوړ شو ځکه چې کشتۍ د سختو چپو او د مخالف هوا په وجه په درياب کښې سرګردانه وه. ۲۵عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو. ۲۶هر کله چې مريدانو هغه د اوبو دپاسه روان وليدو نو هغوئ ويرېدل، او چغې يې کړې، ”دا خو پيرے دے.“ ۲۷عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“ ۲۸پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“ ۲۹عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو. ۳۰خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ ۳۱عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“ ۳۲هغوئ چې کله په کِشتۍ کښې سوارۀ شول بيا طوفان ودرېدلو. ۳۳نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“

د ګِنيسرت په علاقه کښې بيماران جوړول

۳۴کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل. ۳۵د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل. ۳۶او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.