د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

يوولسم باب

د يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى پېغام وړونکى حضرت عيسىٰ ته ليږل

۱کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى. ۲کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکونکې په قيدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې وروليږل چې د عيسى نه دا تپوس وکړى چې ۳”ولې هغه راتلونکې تۀ يې څهٔ؟ او يا که نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۴عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ، هغه يحيىٰ ته ووايئ ۵چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جزاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښهٔ زيرے اورى. ۶او بختور دى هغه څوک چې ما نهٔ آزاروى.“ ۷څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوزوله څۀ؟ ۸نو بيا تاسو د څهٔ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلى او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى. ۹نو بيا تاسو بهر د څهٔ ليدو له وتلى وئ؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډير لوئ. ۱۰دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلې شوې دى چې، ”ګوره، زهٔ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې ليږم چې ستا مخى ته لاره تياره کړى.“ ۱۱زهٔ تاسو ته دا وايم د زمکى په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکې نه لوئ نِشته خو بيا هم د خُدائ په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورې کس د هغۀ نه لوئ دے. ۱۲د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ باندې زور کولې شى او زورور يې په زور رانيسى. ۱۳ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړې وو. ۱۴نو که تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکې دے. ۱۵څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى. ۱۶زۀ د دې پيړۍ مِثال څنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى چې يو بل ته نارې وهى چې ۱۷مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نهٔ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونهٔ ژړل. ۱۸ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولهٔ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولې دے. ۱۹اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرې. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادِق ثابت شو.“

په بې ايمانه ښارونو افسوس

۲۰نو بيا عيسىٰ په توبه نهٔ کولو د هغه ښارونو خلق ملامته کړل چرته چې هغهٔ ډيرې معجزې سرته رسولې وې. ۲۱هغۀ وفرمائيل چې ”اَفسوس اَے خورازينه، په تا اَفسوس بيتِ صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې که چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډير پخوا د ځانه ټاټ تاو کړې وو او په ايرو کښې به يې توبه ايستې وه. ۲۲خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى. ۲۳او اَے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړې شې څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولې شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړې شوې، که په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو. ۲۴خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم د خلقو حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.“

د آرام دپاره ما ته راشئ

۲۵په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې ”اَے پلاره. د آسمان او د زمکې مالِکه. زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. ۲۶آو، پلاره، دا ستا رضا وه. ۲۷هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پيژنى، او نه څوک پلار پيژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى. ۲۸اَے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. ۲۹زما جغ په غاړه کړئ او له ما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړهٔ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړهٔ کښې آرام حاصل کړئ. ۳۰ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“