پينځلاسام ساباق

 

خپل ځون نه بلکې نور خالک خواشوله وائي

۱ميژ چې په ايمون کې ټينګ يي، بايد دې کمزوريې کمزورتيا وزغمي او خالي دې خپل ځون دې خواشولئ په فکر کې ونه ګرځي. ۲ميژ ار يو بايد دې خپل ګاونډي دې شيګړې او خواشولئ دې پوره مراسته وکي ترڅو دې يغې ايمون ډير طاقتور شي. ۳دې ځکه چې مسيح هه کوشش ونه که چې خپل ځون خواشول کو. خو لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”کيمې خالکې چې دې توسې سپکاوائي وکه، يغې دې مو سپکاوائي هه وکه.“ ۴دې ځکه ار څه چې مخته ليکل شوي دي، اغا دې ميژ دې ليار وشونې دې پوره ليکل شوي دي ترڅو ميژ دې صابر او يغې تسالئ په وسيله چې دې خدائ کلام يې ميژ ته روکاوي، ايله مند پنډ شي. ۵خدائ چې دې صابر او تسالئ سار چنه دو، توس ته دا واس دير کو چې په داسې يوولي يو دې بل سره ژوند وکئ لکه څرنګې چې دې عيسیٰ مسيح دې ليارتلينکيې سره مناسب دي، ۶ترڅو توس ټول په ګاډه سره په يوه اووز دې خدائ يعني دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې پلور ثنا ويايئ.

 

ټول خالک ته دې زري راساول

۷بيا لکه څرنګې چې مسيح توس قابيل کړئ، بيا توس هه دې خدائ دې جلال دې پوره يو بل قابيل کئ. ۸دې ځکه چې زه توس ته يايمه چې مسيح دې خدائ دې رشتينولئ دې ثابتولې دې پوره دې يهوديونې خيذماتګور شه، ترڅو اغا وعدې پيره کو چې دې يغې دې نيکونې سره يې کړيې وې ۹او دې دغې دې پوره چې غير يهوديون هه خدائ ته دې يغ دې راحم په سبب ثنا ويايي. لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

دې دغ اماله زه و دې غير يهوديونې په ميانځ کې دې تو ثنا ويايمه او زه په سندرې سره دې تو ثنا او صفات کمه

۱۰او په بل ځي کې يائي:

اې نورې قومينې دې خدائ دې قوم سره خواشولي وکئ.

۱۱او بيا په بل ځي کې يائي:

اې ټولې قومينې، دې تيشتن ثنا او صفات وکئ او اې ټولې خالکې دې يغ لوئي بيان کئ.

۱۲او بيا اشعيا پيغمبر يائي:

يو څوک و دې يسي دې الودې نه روشي او اغا و په غير يهوديونې بندې حکومت وکو او غير يهوديون و اغا ته ايله مند وي.

۱۳خدائ چې دې ايلې سار چنه دو، اغا دا توس دې خپل ايمون په وسيله دې پيره خواشولئ او صولحې نه ډاک کو چې دې روح القدس په قدرات سره دې توسې ايله نوره هه زيوته شي.

 

دې غير يهوديونې دې پوره دې پولوس رسول چار

۱۴اې دې مو خوانديې او وريڼې، زه په خپله دې توسې په حق کې ډوډمن يمه چې توس دې نيکئ نه ډاک او پيره پويا لرئي او دې دغې توون لرئي چې يوه بل ته ليار وشونه وکئ. ۱۵خو مو په زيړاورتيا سره ځنې شايون توس ته ليکلي دي چې توس ته يې دير په يود کمه، دې يغ فاضل دې اماله چې خدائ موته روکړائي دائي ۱۶چې دې غير يهوديونې دې پوره دې عيسیٰ مسيح خيذماتګور شمه. يغ موته دې زري دې رساولې په خاطر دې امامتوب چار روکړيې دو، ترڅو غير يهوديون لکه دې يوې نذرانې په رانګ چې خدائ ته دې قبليدلې لايقه دو، مخته کمه چې دې روح القدس په وسيله پوکه شويې دو. ۱۷بيا دې ځکه زه په عيسیٰ مسيح کې دې خدائ دې پوره په خپل خيذمات بندې فخر کمه. ۱۸دې ځکه چې زه دا جرات نه کمه چې دې څه شي په حق کې خبرې وکمه دې دغې نه وره چې مسيح دې مو په وسيله سار ته رساولي دي، دې دغې دې پوره چې زه غير يهوديون په خپلې خبرې او عمل بندې دې خدائ تابعدور کمه. ۱۹دې ناخشې او حيروناوينکې کورينې په قدرات او دې خدائ دې روح په قدرات سره اغا قائل شول، دې ځکه چې مو دې يروشلم نه تر ايليريکوم پره په ټوله ليار دې مسيح زرائي په پيره رانګ وراسوو. ۲۰دا دې مو مقصد و چې زرائي اغا ځايون ته وراساومه چې تر ويسه يې دې مسيح نوم نه دائي ارويدلئ، ترڅو زه په اغا بيزل بندې داسې څه شائي جوړ نه کمه چې بل چا يش دائي. ۲۱بلکې لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

”چاته چې دې يغ په حق کې څه نه دي ويل شوي، اغا و يې وويني او چا چې دې يغ په حق کې څه نه دي ارويدلي اغا و پوئي شي“

۲۲دې دغ اماله څو څو ووره توس ته دې مو دې روتاګ مخنيوائي وشه.

 

روم ته دې پولوس دې تاګ مقصد

۲۳خو ويس چې مو خپل کور په دا سيمې کې اخير ته رساولئ دائي او کولينه کولينه کيژي چې زه په دا ارمون ومه چې روشمه او توس ووينمه، ۲۴بيا زه په دا ايله يمه چې سپين ته دې سفر په وخت کې دې توسې سره دې لژ وخت دې پوره ووينمه او کله مې چې دې توسې سره ليدنه وکړه، بيا و دې توسې په مراسته خپل سفر جاري وسوتمه. ۲۵خو ويس دې خدائ دې خالکې سره دې مراستې په خاطر يروشلم ته څمه. ۲۶دې ځکه چې دې مقدونيې او سويلي يونان ايماندورونې دې زړه دې خلوصه پئصاله کړيې دو چې په يروشلم کې غريب ايماندورون ته يو څه پائسې دې مالي مراستې په رانګ وير کمه. ۲۷اغا خواشول وي چې دا کور وکو او په اقيقات کې يغې خپل ځانينه دې يهوديونې پيراوړي ګاڼل. څرنګې چې يهوديونې خپل روحاني براکتينه دې غير يهوديونې سره شريک کړل، بيا غير يهوديون بايد دې دغ په بادال کې دې يغې سره مالي مراستې وکو. ۲۸نو کله چې زه دا کور سار ته وراساومه او اغا پائسې چې روټولې شويې دي اغا ته وسپورمه، بيا زه اسپانيې ته څمه او په ليار کې و دې توسې سره ملاقات وکمه. ۲۹زه پئيژمه چې کله توس ته دير څمه، بيا دې مسيح دې پيره براکاتې سره و ديرڅمه.

۳۰اې خوانديې او وريڼې، زه دې توس نه دې خپل تيشتن عيسیٰ مسيح او يغې مينې په خاطر چې روح القدس يې توس ته ديرکاوي، غوشتنه کمه چې دې مو سره په الې ځلې کې خدائ ته په داعو کړلې سره يو ځوئي شئ. ۳۱داعو وکئ چې زه دې يهوديې دې بې ايمونونې نه وژغورل شمه او دې مو خيذمات په يروشلم کې دې خدائ خالک ته دې منلې وړ وګرځي. ۳۲بيا که دې خدائ راضو وي، په خواشولئ و توس ته دير شمه او دې توسې ملګرتيا او ليدنې سره و بيا تکړه شمه. ۳۳خدائ چې دې صولحې او سالومتئ سار چنه دو، اغا دا دې توس ټولې سره وي. امين.

Sorry, no results.
Please try another keyword