دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل

(مرقوس ۱۶:_۱_-_۱۰ او لوقا ۲۴:_۱_-_۱۲ او يوحنا ۲۰:_۱_-_۱۰)

1 دې سبت وريځ تيره شوه او دې دوايم ليا واختي ګائيز و چې مريم مجدليه او اغا بله مريم دې قبر دې ليدلې دې پره لوړلې. 2 بيا بيځيه يوه ساخته زلزله وشوله، ځکه چې دې تيشتن فرشته دې اسمون نه روکيزه شوله، قبر ته ويراغلله او اغا تيژه يې په څټ رو وتيلاوله او په کشينوسته. 3 دې يغې مخ دې بريشنو په رانګ بندې چړکيده او جومې يې دې وورې په رانګ سپينې وې. 4 سوتينکي دې ډور نه وتريدل او لکه دې مړونې په رانګ په منځکه ولويدل. 5 خو فرشتې يغې شځې ته وويل: ”مه ډاريژئي، زه پئيژمه چې توسې عيسیٰ غوړئي چې په صليب بندې لاک کړلائي شوائي و. 6 اغا دولته نشته. لکه څرنګې چې يغ خپله ويلي وي، اغا روژواندائي شوائي دائي. روشئ او اغا ځوئي وکسئ چې اغا په کې پروت و. 7 بيا زر لوړې شئ او دې يغ شاګردونې ته ويايئ چې عيسیٰ دې مړينې نه روژواندائي شوائي دائي. کسئ، اغا و په توس نه مخته جليل ته څي او توس و يې وولته ووينئ. څه چې مې درته وويل اغا يود سوتئ.“ 8 بيا اغا په بيړه بندې دې قبر نه راونې شولې او په ډور کې او په ډيره خواشولئ په منډه منډه لوړلې چې شاګردون خبر کو. 9 بيا بيځيه عيسیٰ دې يغې سره مخو مخ شه او ويې ويلل: ”سالوم دا وي په توس بندې!“ اغا ويراغللې او دې يغ په پشې کې ولويدلې او سجده يې ورته وکړله. 10 بيا عيسیٰ اغا ته وويل: ”مه ډاريژئي. لوړې شئ او دې مو وريڼه ته ويايئ چې جليل ته لوړ شئ او وولته و مو وويني.“

دې سوتينکيې رشوات ووخستل

11 په اغا وخت کې چې شځې په ليار کې راونې وې، يو څو عسکر چې دې قبر سوتنه يې کړله، شار ته لوړل او څه چې پيش شوي وي اغا يې مشرون امامون ته وويل. 12 کله چې مشرونې امامونې دې قوم دې مشرونې سره ليدل کاتل وکړل او مشوره يې سره وکړله او اغا سوتينکي ته يې زيوت رشوات ويرکه 13 او ورته ويې ويل: ”توس و بايد خالک ته داسې ويايئ، کله چې دې شپې ميژ ووده وي بيا دې يغ شاګردون روغلي وي او دې يغ مړائي يې غلا کړائي دائي. 14 که چيرې داغا خبره دې والي غوژ ته وراسيژي بيا و ميژ اغا ته ليار تيره کي چې توسې بې ګناه يې او نه و پريژدي چې دې کيمې ستونزې سره مخ شئ.“ 15 بيا يغې سوتينکيې پائسې ووخستلې او څه چې ورته ويلي شوي وي اغاسې يې وکړل. يهوديون دې نن وريځ پرا يو بل ته دا قيصه کو.

دې عيسیٰ دې خو نه نور قومينه ته دې شاګردونې لاژل

(مرقوس ۱۶:_۱۴_-_۱۸ او لوقا ۲۴:_۳۶_-_۴۹ او يوحنا ۲۰:_۱۹_-_۲۳ او د رسولانو عملونه ۱:_۶_-_۸)

16 بيا يوولاس شاګردون دې جليل اغا غره ته لوړل چې عيسیٰ ورته ويلي وي چې يغ ته لوړ شئ. 17 کله چې يغې عيسیٰ وليده بيا ورته په سجده شول. خو په اغا کې ځنې شاکمن وي. 18 بيا عيسیٰ اغا ته نژدې ويراغائي او ورته ويې ويل: ”دې منځکې او دې اسمون ټول واک او اختيار موته روکړائي شوائي دائي. 19 لوړ شئ او ټول قومينه دې مو ليارتلينکي کئ او اغا ته دې پلور او دې زي او روح القدس په نوم بندې بپتسمه ويرکاوئي. 20 اغا ته دا تعليم ويرکئ چې په اغا ټول حکمينه بندې دا عمل وکو چې توس ته مې دير کړي دي. او په دا بندې يقين ولرئي چې زه و ار وختې او دې دنيو تر اخره پره و دې توسې سره مال يمه.“

*۱:_۲۱ عيسیٰ: دا نوم په عبرانئ ژبه کې دې ”دې يغ څوک چې خالک ژغوري“ په معنی دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword