څوارلاسام ساباق

 

دې عيسیٰ په خلاف دوسيسه

(متي ۲۶‏:‌۱‌‏-‌۵ او لوقا ۲۲‏:‌۱‌‏-‌۲ او يوحنا ۱۱‏:‌۴۵‌‏-‌۵۳)

۱دې فسحې او دې پاطيرې ماړئي اختر ته دوې وريځې پوتې وې. مشرون امامون او دې شريعت عالمون په دا لاټه کې وي چې څرنګې عيسیٰ په پټه رو ونسي او مړ يې کو. ۲يغې وويل، ”خو دا کور دا دې اختر په وريځې کې ونه شي، اسې نه چې خالک شور او غاوغو جوړه کو.“

 

يوه شځه دې عيسیٰ په سار بندې عاطر اچاوي

(متي ۲۶‏:‌۶‌‏-‌۱۳ او يوحنا ۱۲‏:‌۱‌‏-‌۸)

۳عيسیٰ په بيت‌عنيا کې دې شمعون په کير کې چې مخکې يې دې جذوم بيموري لارله، دسترخوان ته نوست و. يوه شځه روغله او دې مارمارې بوتال ورسره و چې دې سنبل دې قيمتي عاطرې نه ډاک و. يغې دې بوتل سار موت که او دې عيسیٰ په سار يې وچاول. ۴په يغ ځوئي کې په حاضرې خالکې کې ځنې په قهر شول او يو بل ته يې سره وويل، ”دا عاطر ويلې داسې بيځيه لوړ شول؟ ۵کيدائي شول چې دا عاطر دې سپينې زارې په درې ساوه سيکې نه زيوتې بايا خارڅ شوي وائي او پائسې يې غريبون ته ويرکړائي شويې وائي.“بيا يغې اغا شځه سپکه کړله. ۶خو عيسیٰ وويل، ”په اغا بندې کور مه لرئي! اغا ويلې تنګاوئي؟ يغې دې مو سره شه کور کړائي دائي. ۷غريبون و ار وخت دې توسې سره وي او ار وخت چې وغوړئي دې يغې سره مراسته کړائي شئ، خو زه و ار وخت دې توسې سره نه يمه. ۸دغې شځې چې څه کړائي شول ويې کړل. يغې دې مو په سيرات بندې عاطر وچاول چې په شخاولې نه مخته مې تايور کو. ۹په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې دنيو په ارځوئي کې چې زرائي ويرکاول کيژي بيا دغې شځې چې څه کړي دي خالک و اغا يوداوي.“

 

دې عيسیٰ سره دې خيانت کاولې دوسيسه

(متي ۲۶‏:‌۱۴‌‏-‌۱۶ او لوقا ۲۲‏:‌۳‌‏-‌۶)

۱۰بيا يهودا اسخريوتي چې دې يغې دولاسې شاګردونې نه و، مشرونې امامونې ته ويراغائي چې عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو. ۱۱کله چې يغې دا وورويدل، بيا خواشول شول او دې يغ سره يې دې پائسې وعده وکړه. بيا يهودا دې يوې موقعې په لاټه کې و ترڅو عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو.

 

دي فسحې دې اختر ماړئي

(متي ۲۶‏:‌۱۷‌‏-‌۲۵ او لوقا ۲۲‏:‌۷‌‏-‌۱۴،‌۲۱‌‏-‌۲۳ او يوحنا ۱۳‏:‌۲۱‌‏-‌۳۰)

۱۲دې پاطيرې ماړئي دې اختر په اواله وريځ يعني په اغا وريځ چې يغې دې فسحې ورائي قرباني کوه، دې عيسیٰ شاګردونې يغ ته وويل، ”ته چيرته غوړې چې دې فسحې ماړئي درته تايوره کي؟“ ۱۳بيا عيسیٰ خپل دوه شاګردون ولاژل او ورته ويې ويل، ”شار ته لوړ شئ، يو ساړائي و ووينئ چې دې يبې مانګائي وري. په يغ پسې لوړ شئ ۱۴او کيم کير ته چې اغا ويرنناوت، توس هه وير شئ او دې کير خاوند ته ويايئ: ’ايستوذ يائي چې دې ولمانې اغا کوټه چيرته دو چې زه او دې مو شاګردون په کې دې فسحې ماړئي وخوري؟‘ ۱۵اغا و توس ته پوس په دوايم چات کې يوه ستره جوړه شويې کوټه دير وشائي. وولته دې ميژ دې پوره ماړئي تايوره کئ.“ ۱۶بيا شاګردون راون شول او شار ته لوړل بيا يغې ټول شايون اغاسې وليدل لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي، بيا يغې دې فسحې ماړئي تايوره کړه. ۱۷کله چې لماشوم شه بيا عيسیٰ دې دولاسې شاګردونې سره روغائي. ۱۸کله چې اغا دسترخوان ته کشينوستل او ماړئي يې خواړله، عيسیٰ وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په توس کې و يو کاس چې دې مو سره ماړئي خوري، اې مو سره خيانات وکو.“ ۱۹په دا خبره شاګردون ډير غمجن شول او ار يوه دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه، ”ايا اغا زه يمه؟“ ۲۰عيسیٰ يغې ته ځاوب ويرکه، ”اغا دې توسې دولاسې کاسونې نه دائي چې دې مو سره په يوه تولئ کې لوس کيزاوي. ۲۱لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، دې انسان زيائي بايد مړ شي، خو افسوس دې يغ چا په حال چې دې انسان دې زي سره خيانات کو! دې يغ ساړي دې پوره و شه وائي چې ايڅ پيدو نه وائي.“

 

دې تيشتن غوره لماشوم

(متي ۲۶‏:‌۲۶‌‏-‌۳۰ او لوقا ۲۲‏:‌۱۴‌‏-‌۲۰ او لومړی قرنتیان ۱۱‏:‌۲۳‌‏-‌۲۵)

۲۲دې ماړئي خواړلې په وخت کې عيسیٰ يوه ماړئي رووخستله، شکر يې په ويوست، اغا يې موته کړه، شاګردونې ته يې ويرکړله او ويې ويل، ”دا وخلئ، دا دې مو سيرات دائي.“ ۲۳بيا يغ پيوله رووخستله او دې خدائ شکر يې ويوست او اغا ته يې ويرکړه او دې يغې نه ټولې وتشل. ۲۴عيسیٰ وويل، ”دا دې مو وينا دو چې دې خدائ او انسان په ميا نځ کې لوظ ټينګاوي چې دې ډيرې خالکې دې پوره و توئيژي. ۲۵په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې بيا و دې يغې وريځې پرا دا دې انګيرې شاربات ونه تشمه ترڅو دې خدائ په بدشائي کې يې بيا ونه تشمه.“ ۲۶بيا دې يوې روحاني بادلې دې ويلې نه ورستې دې زيتون غره ته لوړل.

 

دې پطروس دې انکار په حق کې پيشګوئي

(متي ۲۶‏:‌۳۱‌‏-‌۳۵ او لوقا ۲۲‏:‌۳۱‌‏-‌۳۴ او يوحنا ۱۳‏:‌۳۶‌‏-‌۳۸)

۲۷عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل، ”توس ټول و وتشتئ او مو و پريژدئي، ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

زه و شپون ووايه او پسون و يې خوره ووره شي.

۲۸خو کله چې بيا روژواندائي شمه بيا په توس نه مخته و جليل ته لوړ شمه.“ ۲۹پطروس عيسیٰ ته وويل، ”حتي که ټول تو پريژدي، خو زه و دې ايڅ کله نه پريژدمه.“ ۳۰عيسیٰ پطروس ته وويل، ”په يقين سره زه تو ته دا يايمه چې هه په دا نن شپه و مخکې په اغا نه چې چرګ دوه ووره بونګ وکو، ته و درې ووره ويائې چې مو نه پيژانې.“ ۳۱خو پطروس په ټينګه وويل، ”که زه دې تو سره مړ هه شمه، خو ايڅ کله و نه ويايمه چې تو نه پيژانمه.“او نورې ټولې شاګردونې هه داسې وويل.

 

عيسیٰ په جتسيماني کې داعو کو

(متي ۲۶‏:‌۳۶‌‏-‌۴۶ او لوقا ۲۲‏:‌۳۹‌‏-‌۴۶)

۳۲دئ دې جتسيماني په نوم يو ځوئي ته وراسيدل بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل، ”توس دولته کشينئ او زه داعو کمه.“ ۳۳بيا يغ پطروس، يعقوب او يوحنا دې ځون سره بوتلل. عيسیٰ ډير غمجن شه او زړه يې تنګ شه، ۳۴او يغې ته يې وويل، ”دې مو زړه دې غمه چوي او مارګ ته نژدې يمه. دولته پوتې شئ او بئيدور پنډيژئي.“ ۳۵عيسیٰ لژ لرې لوړ شه او په منځکه ولويده او داعو يې وکړه چې که چيرې کيدائي شي بيا دا دې تکليفينې وخت دا دې مو نه لرې شي. ۳۶يغ وويل، ”ابا، يعني اې پلوره! دې تو پره ار څه ممکن دي. دا پيوله دې مو نه لرې که، خو دې مو راضو نه بلکې لکه څرنګې چې دې تو راضو وي.“ ۳۷بيا عيسیٰ په څټ شاګردون ته روغائي او ويې ليدل چې اغا ووده دي. بيا يې پطروس ته وويل، ”اې شمعونه، وود يې؟ ايا يو ساعت هه ويش نه شوې پوتې کيدائي؟ ۳۸بئيدور شئ او داعو وکئ چې اسواسې سره مخومخ نه شي، زړه غوړي خو سيرات کمزورائي دائي.“ ۳۹عيسیٰ يورې بيا لوړ شه او اغا داعو يې وکړه. ۴۰کله چې اغا په څټ روغائي اغا يې بيا په خوب ووده وليدل، ځکه چې دې يغې سترګې دې خوبه ډاکې وې او په دا نه پئيدل چې يغ ته څه ويائي. ۴۱کله چې اغا درام وور روغائي بيا يغې ته يې وويل، ”توس ليا ووده يئ او ارام کئ؟ باس دو. اغا ساعت روراسيدلائي دائي چې دې انسان زيائي و ګونانګورون ته په لوس ويرکاول کيژي. ۴۲چګيژئي، روڅئ چې څي، اغا څوک چې غوړي دې مو سره خيانات وکو، روراسيدلائي دائي.“

 

دې عيسیٰ سره خيانات او دې يغ نيول

(متي ۲۶‏:‌۴۷‌‏-‌۵۶ او لوقا ۲۲‏:‌۴۷‌‏-‌۵۳ او يوحنا ۱۸‏:‌۳‌‏-‌۱۲)

۴۳عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې په مخ يهودا چې دې يغ دولاسې شاګردونې نه و، دې يوې ډالې خالکې سره چې تيرې او لاوړون ورسره وي، رو وراسيده. اغا دې مشرونې امامونې، دې شريعت عالمونې او قومي مشرونې دې طرفه رولژل شوائي و. ۴۴اغا خاين اغي ته يوه ناخشه وير کړيې وه او ورته ويلي يې وي، ”څوک چې زه کوشال کمه بيا دا اغا ساړائي دائي. اغا ونسئ او په پيره حفاظت سره يې بوځئ.“ ۴۵کله چې يهودا روراسيده بيا په مخ عيسیٰ ته ويراغائي او ورته ويې ويل، ”ايستوذه!“او اغا يې کوشال که. ۴۶بيا يغې عيسیٰ ته لوس وير وچاول او اغا يې ونيو. ۴۷بيا دې يغې کاسونې نه چې وولته ويلوړ وي يوه تيره رو وياستله او دې ستر امام په نيکار يې بريد وکه او دې يغ غوژ يې پرې که. ۴۸بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا زه کيم ليارشيکاونکائي يمه چې دې تيرې او لاوړونې سره دې مو دې نيولې دي پوره روغلي يئ؟ ۴۹زه ارا وريځ دې توسې سره په بيت المقدس کې ومه او تعليم و مې ويرکوو او توسې زه نه ونيولمه، خو دې خدائ کلام چې څه يائي اغا بايد پيره شي.“ ۵۰بيا ټولې شاګردونې اغا پرياش او وتشتيدل. ۵۱په داغا وخت کې يو ځوون چې دې کتان يوه ټوټه يې په ځون بادالا وه، په عيسیٰ پسې راون شه. يغې اغا هه ونيو، ۵۲خو يغ خپلې جومې پريشوې او لاغاړ وتشتيده.

 

دې يهوديونې دې شورې دې خو نه دې عيسیٰ محکمه

(متي ۲۶‏:‌۵۷‌‏-‌۶۸ او لوقا ۲۲‏:‌۵۴‌‏-‌۵۵،‌۶۳‌‏-‌۷۱ او يوحنا ۱۸‏:‌۱۳‌‏-‌۱۴،‌۱۹‌‏-‌۲۴)

۵۳يغې عيسیٰ ستر امام ته بوته او وولته مشرون امامون، قومي مشرون او دې شريعت عالمون سره روټول شوي وي. ۵۴پطروس دې ستر امام دې کير پرې په دا پسې څټ ته څټ ته راون و او دې ننه ويراغائي او وولته دې سوتينکيې سره کشينوست او يوره ته يې ځون تودوه. ۵۵مشرونې امامونې او ټولې شورې اڅه کړله چې دې عيسیٰ په خلاف کيم ثبوت پئيدو کو ترڅو اغا وويژنل شي، خو يغې کيم ثبوت پئيدو نه که. ۵۶ډيرې خالکې دې يغ په خلاف په درويغا شائدي وکړه، خو دې يغې شائدئي دې يو بل غوندې نه وې. ۵۷بيا ځنې خالک چګ شول او دې اغا په خلاف يې داسې دې درويغې شائدي وکړه: ۵۸”ميژ دې يغ دې خولې نه وورويدل چې ويې ويل: زه و دا بيت المقدس چې دې انسانونې په لوسينه جوړ شوائي دائي ړانګاومه او په درې وريځې کې و بل داسې کير جوړ کمه چې اغا و دې انسانونې په لوسينه نه وي جوړ شوائي.“ ۵۹خو بيا هه دې دغې خالکې شائدئي سره يو رانګ نه وې. ۶۰بيا ستر امام دې يغې ټولې په مخ کې ودريده او دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړه، ”ايا ته داغا توماتينه ته چې اغا يې دربندې لګاوي، ځاوب نه ويرکاوې؟“ ۶۱خو عيسیٰ غلائي پوتې شه او ايڅ ځاوب يې وير نه که. يورې بيا ستر امام پشتنه ځنې وکړه، ”ايا ته مسيح، دې مباراک خدائ زيائي يې؟“ ۶۲عيسیٰ وويل، ”اې، زه يمه او توس و دې انسان زيائي ووينئ چې دې مطلق قادر خدائ شي لوس ته و نوست وي او دې اسمون په وريځې کې و رو راون وي.“ ۶۳ستر امام خپلې جومې وشيکاولې او ويې ويل، ”ميژ نور شائدون ته څه ضرورات لري؟ ۶۴توسې دا کفر ويل ورويدل. دې توسې پريکړه څه دو؟“بيا يغې ټولې اغا محکوم که او ويې ويل چې اغا دې مارګ لائق دائي. ۶۵ځنې خالکې لياړې په وير توئي کړلې او سترګې يې ور وتاړلې او په سيکينه يې وويه او ورته ويل يې، ”ويس دې غيبه ويايه چې ته چا ووالې.“بيا سوتينکيې اغا ونيو او ويې وويه.

 

پطروس دې عيسیٰ نه انکار کو

(متي ۲۶‏:‌۶۹‌‏-‌۷۵ او لوقا ۲۲‏:‌۵۶‌‏-‌۶۲ او يوحنا ۱۸‏:‌۱۵‌‏-‌۱۸،‌۲۵‌‏-‌۲۷)

۶۶په دا وخت کې پطروس لوندې په حويلۍ کې و چې دې ستر امام يوه وينځه روغله ۶۷او ويې ليدل چې پطروس يور ته خپل ځون توداوي، بيا يغې ورته په ځير وکاتل او ويې ويل، ”ته هه دې عيسیٰ ناصري سره وې.“ ۶۸خو اغا منکر شه او ويې ويل، ”زه اغا نه پيژانمه او نه پئيژمه چې ته څه يائې.“بيا اغا دې ورچانې تالي ته ووته او په اغا وخت کې چرګ بونګ وکه. ۶۹يغې وينځې پطروس وولته وليده او په اغا ځوئي کې ويلوړ خالک ته يې بيا وويل، ”دا هه دې يغې دې ډالې نه دائي.“ ۷۰خو پطروس بيا هه منکر شه. لژ ساعت ورستې حاضرې خالکې بيا پطروس ته وويل، ”بې شاکه چې ته دې يغې دې ډالې نه يې، ځکه چې ته هه جليلي يې.“ ۷۱خو پطروس قاسام وخوړ، ”که زه درويغ يايمه بيا دا په مو دې خدائ لعنت وي، توس چې دې کيم ساړي په حق کې خبرې کئ زه اغا نه پيژانمه.“ ۷۲او په مخ دې دوم وور دې پوره چرګ بونګ وکه. او پطروس ته وير په يود شول چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ”مخکې په داغا نه چې چرګ دوه ووره بونګ وکو، بيا و ته درې ووره ويائې چې زه اغا نه پيژانمه.“دې يغ زړه موت شه او په ژاړو شه.

Sorry, no results.
Please try another keyword