دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل
(متي ۲۸:_۱_-_۱۰ او مرقوس ۱۶:_۱_-_۸ او يوحنا ۲۰:_۱_-_۱۰)
1 دې دوام په وريځ ګائيز واختي شځې اغا تايور کړې خوشبودارې ميسالې دې ځون سره وخاستلې او قبر ته لوړلې. 2 يغې وليدل چې تيژه دې قبر دې خولې نه روتيليدليې شوي وه. 3 کله چې دې ننه ويراغلې، بيا دې عيسیٰ مسيح مړائي يې وولته پيدو نه که. 4 اغا ليا حيرونې ويلوړې وې چې بيځيه دوه ساړي چې چړکاوينکيې جومې يې وغستيې وې دې يغې په خو کې ودريدل. 5 شځې وډورې شولې او يغې خپل سرينه ټيټ ونيول، بيا يغې ساړائي ورته وويل، ”توس ويلې ژواندي په مړې شې غوړئي؟ 6 اغا دولته نشته، اغا روژواندائي شوائي دائي. څه چې يغ درته په جليل کې ويلي وي، اغا دير په يود کئ، 7 چې دې انسان زيائي بايد ګونانګورونې ته په لوس ويرکړل شي، په صليب و لاک کړائي شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“ 8 بيا اغا شځې ته دې عيسیٰ خبرې وير په يود شوې. 9 کله چې اغا په څټ دې قبر نه روغلې، بيا يوولاس رسولون او نور ټول يې دې دغې پيشې نه خبر کړل. 10 دا شځې مريم مجدليه، يونا او دې يعقوب مور مريم وې او نورې شځې هه چې دې يغې سره وې، رسولونې ته دا خبرې وکړې. 11 خو دې يغې خبرې رسولونې ته بې معنی شکاره شوې او په اغا يې يقين ونه که. 12 خو پطروس روچګ شه او دې قبر خوته يې منډه کړه. کله چې ويرټيټ شه او دې ننه يې وکاتل، بيا دې کفن نه وره يې ايڅ هه ونه ليدل. بيا په دا شويې پيشې حيرون شه او خپل کير ته لوړ شه.
دې عماوس په ليار کې دې عيسیٰ ليدل
(مرقوس ۱۶:_۱۲_-_۱۳)
13 په اغا وريځ دې عيسیٰ دې ليارتلينکيې نه دوه کاسون دې عماوس په نوم يوه کلي ته چې دې يروشلم نه يوولاس کيلوميټره لرې دائي راون وي. 14 يغې دې يوه بل سره دې دغې ټولې پيشې په حق کې خبرې کړلې. 15 يغې ليا يوه دې بل سره خبرې او باحث که چې په خپله عيسیٰ روغائي او دې يغې سره يوځوئي شه. 16 دئ عيسیٰ وليد، خو دې دئ سترګې داسې شوې لکه چې وتړلې شي او اغا يې ونه پيژونده. 17 عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس په ليار کې دې څه شي په حق کې يو دې بل سره باحث که؟“ اغا ودريدل او غمجن شکاره کيدل. 18 په دئ کې يو کاس چې کليوپاس نوميده دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته په يروشلم کې ګوشائي ميسوفر يې چې دې دغې نه خبر نه يې چې په تيرې څو وريځې کې وولته څه پيش شوي دي؟“ 19 عيسیٰ پشتنه وکړه، ”څه شوي دي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”اغا څه چې دې عيسیٰ ناصري سره وشول. اغا دې خدائ او ټولې خالکې په نظير کې په وينو او عمل دواسره کې يو زوراور پيغمبر و. 20 خو دې ميژ مشرونې امامونې او واکمنونې اغا پيلاتوس ته وسپوره چې دې مارګ سازو ورته ويرکړل شي او اغا يې په صليب لاک که. 21 ميژ ايله لارله چې هه دا ساړائي و اسرائيلې ته خلوصين ويرکاوي. خو نن درمه وريځ دو چې دا کور شوائي دائي. 22 په دا دې پوسه، دې ميژ دې ډالې څو شځې ميژ حيرون کړي. اغا نن ګائيز واختي دې يغ قبر ته تلليې وې، 23 خو دې يغ مړائي يې پيدو نه که. اغا په څټ روغلې او ويل يې چې په رويا کې يې فرشتې وليدلې چې دئ ته يې ويل چې اغا ژواندائي دائي. 24 بيا دې ميژ يو څو کاسون قبر ته لوړل او څه چې يغې شځې ويلي وي اغا يې وليدل، خو عيسیٰ يې ونه ليده.“
25 عيسیٰ يغې ته وويل، ”توس څومره ناپوئي يئ او دې پيغمبرونې دې وينو په منلې کې زړه نا زړه يئ. 26 ايا دا ضروري نه وه چې مسيح دا کړاوينه وويني او بيا دا خپل جلال ته وراسيژي؟“ 27 بيا عيسیٰ دې موسیٰ دې تورات نه وخله دې ټولې پيغمبرونې تر ليکنې پره چې دې خدائ په کلام کې خپله دې يغ په حق کې ليکل شوي وي، اغا ته بيان کړل.
28 کله چې دئ اغا کلي ته ويرنژدې شول چې ورته راون وي، بيا عيسیٰ داسې وکړل چې کنه اغا نور هه مخکې څي. 29 خو يغې ټينګور وکه او ويې ويل، ”دې ميژ سره پوتې شه، دې ځکه چې وريځ په تيرېدو دو او لماشوم نژدې دائي.“ بيا عيسیٰ کير ته نناوت چې دې يغې سره پوتې شي. 30 کله چې عيسیٰ دې يغې سره دسترخوان ته کشينوست بيا ماړئي يې روخاستله، شکر يې په ويوست، موته يې کړه او اغا ته يې ويرکړه. 31 بيځيه دې يغې سترګې وغړيدلې او عيسیٰ يې وپيژونده، خو اغا دې يغې دې نظير نه پناه شه. 32 يغې يوه بل ته وويل، ”کله چې په ليار کې اغا دې ميژ سره خبرې کړلې او دې خدائ کلام يې روته بيانوه، ايا دې ميژ زړينه په جوش رونغلل؟“
33 اغا په مخ روچګ شول او په څټ يروشلم ته لوړل. وولته يې وليدل چې يوولاس رسولون او نور خالک سره روټول شوي وي 34 او ويل يې چې عيسیٰ په رشتيا روژواندائي شوائي او شمعون ته شکاره شوائي دائي. 35 بيا په ليار کې چې څه شوي وي يغې دوې سارې شاګردونې اغا ته بيان کړل او ورته ويې ويل چې څرنګې يې عيسیٰ دې ماړئي موتاولې په وخت کې وپيژونده.
عيسیٰ خپل شاګردون ته ځون شکاره کاوي
(مرقوس ۱۶:_۱۴_-_۱۸ او يوحنا ۲۰:_۱۹_-_۲۳ او د رسولانو عملونه ۱:_۶_-_۸)
36 يغې ليا دې دغې پيشې په حق کې خبرې کړلې چې بيځيه عيسیٰ دې يغې په ميانځ کې ودريده او اغا ته يې وويل، ”په توس دا سالومتي وي.“ 37 اغا ورخاطو شول او ساخت وډاريدل، دې ځکه ګمون يې که چې دې مړي ارواخ ويني. 38 خو عيسیٰ اغا ته وويل، ”ويلې دامره ورخاطو يئ؟ دې توسې په زړينه کې ويلې داسې شکينه پيدو کيژي؟ 39 دې مو لوسينه او پشې ته وکسئ او وکسئ چې دا زه په خپله يمه. په مو لوس کشيژدئي بيا و پوئي شئ، دې ځکه چې ارواخ غوشه او اډيکيې نه لري او لکه څرنګې چې توس يې وينئ، زه يې لارمه.“ 40 کله چې يغ دا وويل، بيا خپل لوسينه او پشې يې اغا ته وشول. 41 اغا دې ډيرې خواشولئ او حيرونتيي دې اماله نه شول کړائي چې بيا هه په دا يقين وکو، بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ايا دې توسې سره دولته دې خواړلې دې پوره څه شته؟“ 42 يغې ورته يوه ټوټه کباب شوائي کاب ويرکه، 43 بيا اغا يې وخاست او دې يغې په مخکې يې وخوړ.
44 بيا عيسیٰ اغا ته وويل، ”دا دې مو اغا خبرې دي چې کله زه دې توسې سره ومه او توس ته و مې ويل چې اغا څه چې دې موسیٰ په تورات، دې پيغمبرونې په ليکنې او دې زبور په کيتوب کې دې مو په حق کې ليکل شوي دي، بايد رشتيا شي.“ 45 بيا يې دې يغې ذهنينه روشانه کړل، ترڅو دې خدائ په کلام پوئي شي 46 او اغا ته يې وويل، ”په دغ رانګ ليکل شوي دي چې مسيح بايد کړاوينه وويني او مړ شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي، 47 او دې يغ په نوم و ټول قومينه ته دا پيغام وراساول شي چې توبه وبوسي او خدائ و يې ګونائينه وباخشي او شيري و يې دې يروشلم نه وي. 48 توس دې دغ ټولې شايونې شائدون يئ. 49 او کسئ، اغا څوک چې دې مو پلور يې وعده** کړيې دو، ديرلژمه. خو بايد تر يغې پره په دا شار کې پوتې شئ، ترڅو په توس بندې اسموني طاقات نازل شي.“
اسمون ته دې عيسیٰ خاتل
(مرقوس ۱۶:_۱۹_-_۲۰ او د رسولانو عملونه ۱:_۹_-_۱۱)
50 بيا عيسیٰ اغا دې شار نه دې ورچانې تر بيت_عنيا پره بوتلل، خپل لوسينه يې پورته کړل او اغا ته يې براکات ويرکه 51 او په داسې حال کې چې اغا ته يې براکات ويرکاوه دې يغې نه ګوشائي شه او اسمون ته پورته يواړ شه. 52 يغې ورته سجده وکړه او په ډيره خواشولي سره په څټ يروشلم ته روګوډ شول. 53 يغې خپل ټول وخت په بيت المقدس کې خدائ ته په ثنا ويلې تير که.