عيسیٰ دې پيلاتوس په حضور کې

(متي ۲۷:_۱_-_۲،_۱۱_-_۱۴ او مرقوس ۱۵:_۱_-_۵ او يوحنا ۱۸:_۲۸_-_۳۸)

1 بيا دې شورا ټول غړي چګ شول او عيسیٰ يې پيلاتوس ته بوته 2 او په اغا بندې يې په تومات لګاولې شيري وکړه او ويې ويل، ”ميژ وليدل چې دغ ساړي دې ميژ قوم بې ليارې کووه او خالک يې بادشا ته دې ټيکس ويرکاولې نه منع کاول او دعویٰ کو چې اغا خپل مسيح يعني بادشا دائي.“ 3 پيلاتوس دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ته په خپله يائې.“ 4 بيا پيلاتوس مشرون امامون او حاضرې خالکې ته وويل، ”زه په دا ساړي کې ايڅ رانګ جرم نه وينمه.“ 5 خو يغې ډير ټينګور که او ويل يې، ”اغا په ټوله يهوديه کې په تعليم ويرکاولې سره خالک روچګاوي. يغ دې جليل نه شيري وکړه او تر دغ ځوئي رو وراسيده.“

عيسیٰ هيروديس ته لژل کيژي

6 کله چې پيلاتوس دا ورويدل بيا پشتنه يې وکړه، ”ايا دا ساړائي جليلي دائي؟“ 7 کله چې اغا خبر شه چې عيسیٰ دې يغې سيمې نه دائي چې دې هيروديس دې واکمنئ لوندې دو، بيا يې اغا هيروديس ته چې په اغا وخت کې په يروشلم کې و، ولوژه. 8 کله چې هيروديس عيسیٰ وليد بيا ډير خواشول شه، دې ځکه چې دې يغ په حق کې يې ډير څه ارويدلي وي او دې ډير وخت نه يې غوشتل چې عيسیٰ وويني. اغا په دا تامه و چې دې يغ نه څه معجزه وويني. 9 بيا هيروديس دې عيسیٰ نه ډيرې پشتنې وکړې، خو عيسیٰ ايڅ ځاوب وير نه که. 10 مشرون امامون او دې شريعت عالمون ويلوړ وي او په عيسیٰ يې ساخت توماتينه ولګاول. 11 هيروديس او دې يغ عسکرې په عيسیٰ بندې مالانډې وواللې او دې يغ سپکاوائي يې وکه، بيا يې دې بدشايئ چوغه وير وغاستله او په څټ يې پيلاتوس ته ويرولوژه. 12 په اغا وريځ هيروديس او پيلاتوس يو دې بل سره ملګري شول، دې ځکه چې په دا نه دې مخکې دې يغې دوې سارې په ميانځ کې ديشمني وه.

عيسیٰ ته دې مارګ سازو ويرکاول کيژي

(متي ۲۷:_۱۵_-_۲۶ او مرقوس ۱۵:_۶_-_۱۵ او يوحنا ۱۸:_۳۹ – ۱۹:_۱۶)

13 بيا پيلاتوس مشرون امامون، دې قوم مشرون او خالک روغوشتل 14 او اغا ته يې وويل، ”توس دا ساړائي موته رواستلئ دائي او ويايئ چې اغا خالک بې ليارې کاوي. خو ويس مو دې توسې په مخکې دې يغ نه پشتنې وکړې او په اغا کې مې اغا جرم ونه مينده چې توس په تومات لګاولئ دائي. 15 او نه هه هيروديس په اغا کې کيم ګناه وليده، بيا دې ځکه يې په څټ ميژ ته رو ولوژه. شکاره دو چې يغ داسې کيم کور نه دائي کړائي چې دې مارګ لائق وي. 16 بيا زه و اغا دې يو څو کوړې والې ورستې پريژدمه چې لوړ شي.“ 17 [دې ځکه چې په اغا وخت کې دې رواج دې مخه اغا مجبور و چې په ار اختر کې اغا ته يو باندي ازود کو.]

18 خو ټولې خالکې په يوه اووز سيرې کړې، ”دا ساړائي وويژنه! باراباس ميژ ته ازود که.“ 19 باراباس يو ساړائي و چې په شار کې دې بغاوت او قاتل په تومات زندان ته اچاول شوائي و. 20 پيلاتوس غوشتل چې عيسیٰ خلوص کو يو وور بيا يې اغا ته خبرې وکړې. 21 خو يغې سيرې والې، ”په صليب بندې يې لاک که، په صليب بندې يې لاک که.“ 22 پيلاتوس دې درام وور دې پوره يغې ته وويل، ”ويلې؟ څه جرم يې کړائي دائي؟ مو په اغا کې داسې کيم جرم ونه مينده چې دې مارګ لائق وګاڼل شي. بيا زه و اغا دې يو څو کوړې والې ورستې پريژدمه چې لوړ شي.“ 23 خو يغې ټينګور که او په چګ اووز سره يې سيرې والې چې اغا بايد په صليب لاک کړائي شي. خالکې دامره سيرې ووالې چې په اخير کې دې يغې سيرې بريولئ شوې. 24 بيا پيلاتوس دې يغې دې غوشتنې سره سامه پريکړه وکړه 25 او باراباس يې چې دې بغاوت او قاتل دې اماله زنداني شوائي و، دې زندان نه خلوص که او عيسیٰ يې اغا ته په لوس ويرکه چې ار څه وغوړي ورسره ويې کو.

عيسیٰ په صليب بندې ميخ کيژي

(متي ۲۷:_۳۲_-_۴۴ او مرقوس ۱۵:_۲۱_-_۳۲ او يوحنا ۱۹:_۱۷_-_۲۷)

26 کله چې عسکرې اغا په صليب بندې دې لاکاولې دې پوره بوته، بيا يغې دې شمعون په نومه يو ساړائي چې دې قيروان نه و او دې کليولې سيمې نه شار ته رارون و، روونيو. اغا يې مجبور که چې صليب په ايژه کو او په عيسیٰ پسې يې يوسي. 27 ګاڼ شمير خالک په عيسیٰ پسې راون و چې په اغا کې شځې هه وې چې ځونينه يې والل او دې يغ دې پوره يې ژاړو او وير که. 28 عيسیٰ اغا ته مخ رووړو او ورته ويې ويل، ”اې دې يروشلم شځې! دې مو دې پوره مه ژوړئي، خو دې خپلې ځانينې او خپلې الودينې دې پوره وژوړئي. 29 دې ځکه چې داسې وريځې روتلينکيې دي چې خالک و يائي چې اغا شځې بختاورې دي چې شانډې دي او ايڅکله يې واړيکي نه دې زيژاولي او ايڅکله يې تئي نه دائي ويرکړائي. 30 په اغا وخت کې و خالک غرينه ته ويائي چې په ميژ بندې رو ولويژئي او غونډئي ته و يائي چې ميژ پټ کئ. 31 دې ځکه که چيرې اغا دې شنې ونې سره داس کور کو بيا دې وچې ونې سره و څه کيژې؟“

32 دوه نور مجرمون يې هه دې عيسیٰ سره راون کړي وي چې دې يغ سره يو ځوئي په صليب شي. 33 کله چې اغا يغ ځوئي ته چې دې سار دې کاپارئي په نوم يوديده وراسيدل، بيا عسکرې عيسیٰ وولته په صليب بندې ټاک وايه او اغا دوه مجرمان يې هه ورسره په صليب لاک کړل، يو يې دې يغ شي لوس ته او بل يې دې يغ کيڼ لوس ته. 34 عيسیٰ وويل، ”اې پلوره! دئ وباخشه، دې ځکه دئ نه پئيژي چې څه کو.“ عسکرې دې عيسیٰ په جومې بندې خلائي وکه او په خپل ميانځ کې يې سره وويشلې. 35 خالک دې سيل دې پوره وولته ويلوړ وي او يهوديونې مشرونې په اغا بندې مالانډې والې او ويل يې، ”يغ نور خالک ژغورل، که چيرې اغا په رشتيا سره دې خدائ غوره شوائي مسيح وي، بيا ويس دا خپل ځون وژغوري.“ 36 عسکرې هه په اغا بندې مالانډې ووالې او اغا دې عيسیٰ خو ته ويرنژدې شول او ترخه شاروپ يې ويرکړل 37 او ورته ويې ويل، ”که چيرې ته دې يهوديونې بادشا يې، بيا خپل ځون دې وژغوره.“ 38 دې يغ دې سار دې پوسه يوه تاخته لګاول شويې وه چې په ليکل شوي وي، ”دا دې يهوديونې بادشا دائي.“

39 يو دې يغې مجرمونې نه چې وولته لاک شوائي و عيسیٰ ته پيغور ويرکه او ويې ويل، ”ايا ته مسيح نه يې؟ بيا خپل ځون او ميژ وژغوره.“ 40 خو يغ بل مجرم اغا سپک که او ورته ويې ويل، ”ايا ته دې خدائ نه نۀ ډاريژي؟ دې ځکه چې په تو بندې هه دې يغ په رانګ دې مارګ حکم شوائي دائي. 41 دې ميژ سره انصاف شوائي دائي، دې ځکه چې ميژ ته دې خپلې عمالينې سازو روکړل کيژي. خو دغ ساړي ايڅ غلط کور نه دائي کړائي.“ 42 بيا يغ وويل، ”اې عيسیٰ! کله چې خپله بدشائي ته وراسيدې، بيا مو هه دير په يود که.“ 43 عيسیٰ يغ ته وويل، ”په يقين سره زه توته يايمه چې ته و نن دې مو سره په جنت فردوس کې پنډيژې.“

دې عيسیٰ مارګ

(متي ۲۷:_۴۵_-_۵۶ او مرقوس ۱۵:_۳۳_-_۴۱ او يوحنا ۱۹:_۲۸_-_۳۰)

44‏-45 دې غارمې شو او خو دولاس باجې وې چې غورمه ورک شه او دې مسپيشين دې درې باجې پره په ټوله سيمه کې تياره ړانګه شوه او دې بيت المقدس پاړده په ميانځ کې دوې ټوټې شوله. 46 عيسیٰ په چګ اووز سره سيره وواله او ويې ويل، ”اې پلوره! زه خپل روح توته سپورمه.“ دا يې وويل او سياه يې وخاتله. 47 کله چې رومي واکمن دا ار څه وليدل بيا دې خدائ ثنا يې وويله او ويې ويل، ”دې شک نه وره چې دا ساړائي بې ګناه و.“ 48 اغا خالک چې دا لندورې ته روټول شوي وي، کله يې چې دا پيشه وليدله، بيا دې غمه يې خپل ځونينه والل او په څټ خپل کورينه ته لوړل. 49 دې عيسیٰ ټول پيژندګالي او اغا شځې چې دې جليل نه په اغا پسې روغليې وې په لرې فاصله کې ويلوړې وې او دا ار څه يې ليدل.

دې عيسیٰ شاخيدل

(متي ۲۷:_۵۷_-_۶۱ او مرقوس ۱۵:_۴۲_-_۴۷ او يوحنا ۱۹:_۳۸_-_۴۲)

50 وولته دې يوسف په نوم يو ساړائي و چې په يهوديه کې دې رامه دې شار نه و او دې يهوديونې دې شورې غړائي و. اغا يو نيک او صادق ساړائي و. 51 خو دې يغې دې دغې پريکړې او دغ کور سره جوړ نه و او دې خدائ دې بدشايئ په انتظار و. 52 اغا پيلاتوس ته ويراغائي او دې عيسیٰ مړائي يې ځنې وغوشت. 53 بيا يغ دې صليب نه مړائي روکيز که او دې کتان په کفن کې يې ولاوړه و او په غور کې کندل شوي قبر کې يې کشياش چې دې دغ نه مخکې په کې څوک نه وي شاخ شوي. 54 دا دې جيمې وريځ وه، يعني سبت ته دې تايورئي نيولې وريځ وه او دې سبت وريځ شيري کيدله.

55 کيمې شځې چې دې جليل نه دې عيسیٰ سره روغليې وې يوسف پسې راونې وې. يغې قبر وليد چې دې عيسیٰ مړائي په کې څرنګې ايش شوائي و. 56 بيا اغا په څټ دې يروشلم شار ته لوړې او دې مړي دې پوره يې خوشبودارې ميسالې او عاطر تايور کړل او دې شريعت دې حکم دې مخې يې دې سبت په وريځ ارام وکه.

Sorry, no results.
Please try another keyword