دې يوې کونډې شځې نذرانه

(متي ۱۲:_۴۱_-_۴۴)

1 عيسیٰ شو او خو وکاتل او ويې ليدل چې مالدار خالک خپلې نذرانې دې بيت المقدس په خزونه کې اچاوي، 2 او په دغ رانګ يغ يوه غريبه کونډه وليدله چې خپلې دوې ريپئ يې په اغا خزونه کې وچاولې. 3 عيسیٰ وويل، ”زه توس ته رشتيا يايمه چې دغې غريبې کونډې دې نورې ټولې نه زيوتې پائسې وچاولې، 4 دې ځکه چې يغې ټولې دې دنيو دې زيوتولي دې واجې پائسې وچاولې، خو دغې شځې دې خپلې غريبئ سره بيا هه ار څه چې يې لارل وچاول.“

دې بيت المقدس دې ړانګاولې پيشګوئي

(متي ۲۴:_۱_-_۲ او مرقوس ۱۳:_۱_-_۲)

5 ځنې شاګردونې دې بيت المقدس په حق کې خبرې کړلې او دې يغې کوشليې تيژې او شکرانې صفاتينه يې کړل چې بيت المقدس په کوشلائي شوائي و. عيسیٰ وويل: 6 ”دا شايون چې توس يې وينئ، داسې وخت و روشي چې په دا کې و يوه تيژه هه په بله تيژه پوتې نه شي او ټولې و روړانګې شي.“

دې اخري زمونې ناخشې

(متي ۲۴:_۳_-_۱۴ او مرقوس ۱۳:_۳_-_۱۳)

7 يغې پشتنه وکړه، ”اې ايستوذه! دا ار څه و څه وخت پيشيژي او دې دغې پيشې دې رونژدې کيدلې ناخشې و څه وي؟“ 8 عيسیٰ وويل، ”پام کئ چې بې ليارې نه شئ. دې ځکه چې ډير و دې مو په نوم روشي او يائي و: ’زه مسيح يمه‘ او ’اغا وخت روراسيدلائي دائي.‘ خو په اغا پسې مه څئ. 9 کله چې دې جنګې او ګاډ وډائي په حق کې کيم څه وروئي، بيا مه ډاريژئي. دې ځکه چې اوال و دا شايون خامخا پيشيژي، خو دې دغې دا معنی نه دو چې دا ار څه و په مخ اخر ته وراسيژي.“

10 بيا يې اغا ته وويل، ”يو قوم و دې بل قوم سره جنګيژي، يوه بدشائي و دې بلې بدشايئ سره جنګيژي. 11 ساختې زلزلې و وشي، په ډير ځائيون کې و قحطي او وبوګونې روشي او په اسمون کې و ډاروينکيې او سترې ناخشې روشکاره شي. 12 خو په دا ار څه نه مخکې و اغا توس ونسي او و مم ځوراوي. توس و دې محکمې دې پوره عبادتخانې ته وسپورل شئ او په زندانينه کې و وچاول شئ او دې مو دې نوم په خاطر و دې محکمې دې پوره بدشاونې او واليونې ته بوتلل شئ. 13 دا و دې توس دې پوره دې شائدئي ويرکاولې يوه موقع وي. 14 په دغ حق کې ډير فکر مه کئ چې دې خپلې ځونينې و څرنګې دفاع کئ. 15 دې ځکه چې زه و توس ته دې خبرې کړلې حکمت ديرکمه چې دې توسې دې ديشمنونې نه و ايڅوک ونه شي کړائي دې توسې په مخ کې وداريژي او ليا مخالفت کې کامياب شي. 16 تر دغې چې دې توسې مور او پلور، وريڼه، خپلون او ملګري و دې توس سره خيانت وکو او په توس کې و ځنې وويژنل شي 17 او دې مو دې نوم دې اماله و ټول خالک دې توس نه کرکه کو. 18 خو دې توسې دې سار يو ويشته و هه کام نه شي. 19 ټينګ وداريژئي، بيا تل پوتې ژواندين و وګاټئ.

دې يروشلم دې ړانګيدلې پيشګوئي

(متي ۲۴:_۱۵_-_۲۱ او مرقوس ۱۳:_۱۴_-_۱۹)

20 خو کله چې توس ووينئ چې يروشلم بندې لشکر روبادال شوائي دائي، بيا پوئي شئ چې دې يغ دې ړانګيدلې وخت رونژدې شوائي دائي. 21 بيا په اغا وخت کې چې څوک په يهوديه کې وي اغا دا غرينه ته وتشتي. څوک چې په شار کې وي، بيا دې شار نه دا ووځي او څوک چې دې شار نه دې ورچانې وي اغا دا شار ته نه نناوځي. 22 دې ځکه چې دا و دې سازو ويرکاولې وريځې وي، ترڅو اغا څه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي پيره شي. 23 افسوس دا وي دې يغې شځې په حال چې په اغا وريځې کې اميدورې وي او په اغا مانديې بندې چې خپل واړيکي ته شوده ويرکاوي. دې ځکه چې دې منځکې په مخ و ساخت مصيبت روشي او په دا خالک و دې خدائ غضاب نازل شي. 24 اغا و په تيرې وويژنل شي او ټول ملکينه ته و دې قيديونې په رانګ بوتلل شي او يروشلم و دې غير يهوديونې دې خو تر پشې لوندې کيژي، ترڅو دې غير يهوديونې دوران اخير ته ونه راسيژي.

دې انسان دې زي روتاګ

(متي ۲۴:_۲۹_-_۳۱ او مرقوس ۱۳:_۲۴_-_۲۷)

25 په لمر، سپيژمئ او ستوري کې و ناخشې روشکاره شي او قومينه و دې منځکې په مخ دې داريوب دې شور او دې چاپې نه تنګ او پريشانه شي. 26 خالک و دې دغې پيشې دې ډوره او انديشنې نه چې په دنيو کې روميانځ ته کيژي بې وشه شي، دې ځکه چې اسموني وکارې و ولړزاول شي. 27 بيا و اغا دې انسان زيائي وويني چې په وريځې کې و دې قدرات او زيوت جلال سره رو راون وي. 28 کله چې دا شايون شيري شي بيا توس نيغ ودارئي او زيړاور پنډيژئي، دې ځکه چې دې توسې خلوصين نژدې دائي.“

دې اينځر دې ونې نه عبرات وخاستل

(متي ۲۴:_۳۲_-_۳۵ او مرقوس ۱۳:_۲۸_-_۳۱)

29 بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ، ”دې اينځر ونې او نورې ونې ته وکسئ. 30 کله چې اغا غيټئ خلوصې کو، بيا توس خپل ووينئ او پئيژئي چې ووړائي رونژدې شوائي دائي. 31 په دغ رانګ کله چې دې دغ شايونې پيشيدل ووينئ، بيا پوئي شئ چې دې خدائ بدشائي رونژدې شويې دو. 32 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دا نسل و دې يغې پوره دې ميانځه لوړ نه شي، ترڅو دا ټولې پيشې روميانځ ته شويې نه وي. 33 منځکه او اسمون و دې ميانځه لوړ شي، خو دې مو خبرې و ايڅ کله دې ميانځه لوړې نه شي.

بئيدور پنډيژئي

34 پام کئ، خپل زړينه په ميلې، نشې او دنياوي انديشنې مه وخته کاوئي، اسې نه چې اغا وريځ بيځيه په توس روشي، 35 او لکه دې ليمي په رانګ و دې دنيو ټول خالک چې په ارځوئي کې وي روګير کو. 36 بيا بئيدور پنډيژئي او ار وخت داعو کئ، ترڅو دا طاقات پيدو کئ چې دې دغ ټولې شايونې نه چې ډير زر و پيش شي، وژغورل شئ او دې انسان دې زي په مخکې ودريدئي شئ.“

37 عيسیٰ و دې وريځې بيت المقدس کې تعليم ويرکاوه. لماشوم و ووته او شپه و يې دې زيتون په غره کې تيراوله 38 او ستر ګائيز و ټول خالک بيت المقدس ته ويرتلل چې دې يغ خبرې وروي.

Sorry, no results.
Please try another keyword