عيسیٰ دې زکي کير ته څي

1 عيسیٰ اريحا ته نناوت او دې شار دې ميانځه تيريده، 2 بيا وولته دې زکي په نوم يو ساړائي و چې دې ټيکس ټوله وينکي مشر او ډير مالدار و. 3 يغ غوشتل وکسي چې عيسیٰ و څرنګې ساړائي وي، خو دې يغ قد ډير ټيټ و او دې خالکې دې ګاڼې ګيڼې دې اماله يې نه شول کړائي اغا وويني. 4 بيا مخکې يې منډه کړل او دې څينور ونې ته وخوت، ترڅو عيسیٰ وويني دې ځکه چې اغا په داغا ليار تيريده. 5 کله چې عيسیٰ اغا ځوئي ته وراسيده، بيا پورته يې وکاتل او زکي ته يې وويل، ”اې زکي! زر روکيز شه، دې ځکه چې زه بايد نن دې تو په کير کې ولما شمه.“ 6 بيا زکي په بيړه روکيز شه او په ډيره خواشولي سره يې دې يغ ارکلائي وکه. 7 کله چې خالکې دا وليدل، بيا يې په بړيدل شيرې وکړه او ويل يې، ”اغا دې يوه ګونانګور ساړي کير ته ويراغائي چې ولما يې شي.“ 8 خو زکي ودريده او عيسیٰ ته يې وويل، ”وکسه شوغليه! زه مې خپله نيمه دنيو غريبون ته ويرکاومه او که دې چا نه مې په ناحقه کيم څه وخستي وي، بيا څالور ګينه يې په څټ ويرکاومه.“ 9 بيا عيسیٰ وويل، ”نن دې کير ته خلوصين روغلئ دائي، دې ځکه چې دا ساړائي هه دې ابراهيم دې الود نه دائي. 10 دې ځکه چې دې انسان زيائي روغلائي دائي چې ورک شوي وغوړي او اغا وژغوري.“

دې لاسې نيکارونې مثال

(متي ۲۵:_۱۴_-_۳۰)

11 يغې دې عيسیٰ خبرې ته غوژ نيولائي وه چې يغ ورته يو بل مثال هه رواړ، دې ځکه چې اغا يروشلم ته نژدې و او يغې ګمون که چې دې خدائ بدشائي و هه دا ويس روشکاره شي. 12 عيسیٰ وويل، ”دې يوې سترې کورانۍ يو ساړائي يوه لرې ملک ته په سفر لوړ شۀ چې بادشا مقرار کړائي شي او په څټ خپل وطن ته روشي. 13 په دا نه دې مخه چې لوړ شي خپل لاس نيکارون يې روغوشتل او ار يوه ته يې يوه يوه دې سرې زارې سيکه وير کړه او ورته ويې ويل: ’دې مو په څټ روتللې پره په کاروبار وکئ.‘ 14 خو وطنولې يې چې دې يغ نه کرکه کړله، په اغا پسې خپل غړي ولاژل چې ورته ويائي: ’ميژ نه غوړي چې دا ساړائي دې ميژ بادشا شي.‘ 15 څه وخت دې ورستې اغا دې بادشا په رانګ په څټ روغائي، بيا يې اغا نيکارون روغوشتل چې سيکې يې ورته وير کړيې وې، ترڅو ماليمه کو چې په دئ کې ار يوه په اغا سيکې بندې څومره ګاټه کړيې دو. 16 اوال نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دې تو په يوه سيکه مې لاس نورې سيکې ګاټلي دي.‘ 17 يغ وويل: ’شاباس، ته شه نيکار يې. څرنګې چې تو په لژ شي کې خپل ځون اعتباري ثابت که، بيا ته و په لاس شارينه بندې حکومت کې.‘ 18 دوام نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دې تو دې سرې زارې يوې سيکې نورې پينځه سيکې ګاټه کړيې دو.‘ 19 اغا ته يې وويل: ’ته په پينځه شارينه بندې حکومت که.‘ 20 بيا بل نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دا دې تو دې سرې زارې سيکه، اغا مې په ريمول کې ولاړاوليې وه او سوتليې مې دو. 21 زه دې تو نه ډاريدمه، دې ځکه چې ته يو ساخت ساړائي يې. اغا څه تر لوسه کاوې چې تو نه دي ګاټلي او اغا څه ريبې چې کرلي دې نه دي.‘ 22 مشر يې ځاوب ويرکه: ’اې بيکوره نيکاره! زه تو په خپلې خبرې ګراماومه. ته په دا پئيدلې چې زه يو ساخت ساړائي يمه او اغا څه تر لوسه کاومه چې دې مو نه دي او اغا څه ريبمه چې کرلي مې نه دي، 23 بيا دې مو دې سرې زارې سيکه دې ويلې دې صرافونې سره نه دو يشه چې دې په څټ روګوډيدې په وخت کې مې دې سيد سره وخستيې وائي؟‘ 24 بيا يې په اغا ځوئي کې ويلوړ کاسون ته وويل: ’دې يغ نه دې سرې زارې سيکه وخلئ او اغا نيکار ته يې ويرکئ چې لاس سيکې ورسره دي.‘ 25 خو يغې ورته وويل: ’مشره! دې يغ سره خو ليا دې مخه نه لاس سيکې شته.‘ 26 مشر يې وويل: ’زه توس ته يايمه چې دې چا سره چې څه وي بيا اغا ته و نور هه ويرکړل شي، خو دې چا سره چې څه نه وي بيا څه چې لري اغا و هه ځنې وخاستل شي. 27 ويس دې مو اغا ديشمنون چې نه يې غوشتل چې زه يې بادشا شمه، دولته روالئ او دې مو په مخکې يې وويژنئ.‘“

په يروشلم کې دې عيسیٰ شاهي هرکلائي

(متي ۲۱:_۱_-_۱۱ او مرقوس ۱۱:_۱_-_۱۱ او يوحنا ۱۲:_۱۲_-_۱۹)

28 کله چې عيسیٰ دا خبرې وکړې، بيا دې خپلې شاګردونې نه مخکې شه او دې يروشلم په لوري راون شه. 29 څرنګې چې بيت_فاجي او بيت_عنيا ته چې دې زيتونې په غره کې وي نژدې شه، بيا خپل دوه شاګردون يې ولاژل، 30 او ورته ويې ويل، ”داغا مخومخ کلي ته لوړ شئ. کله چې اغا کلي ته نناوتلئ، بيا وولته و يو کثکائي ووينئ چې تاړل شوائي و وي او دې ويسه پره څوک په سوور شوائي نه دائي. اغا روخلوص کئ او دولته يې روالئ. 31 که څوک درنه پشتنه وکو: ’اغا ويلې خلوصه وائي؟‘ بيا داس ورته ويايئ چې اغا دې ميژ دې ايستوذ په کور دائي.“

32 اغا دوه شاګردون لوړل او لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ار څه يې هه اغا رانګ وليدل. 33 کله چې يغې کثکائي خلوص که، بيا خاوندونې يې ځنې پشتنه وکړه، ”دا کثکائي ويلې خلوصه وائي؟“ 34 يغې ځاوب ويرکه، ”دا دې ميژ دې ايستوذ په کور دائي.“ 35 او يغې اغا کثکائي عيسیٰ ته رواست، خپل څاپيڼي يې په وچاول او عيسیٰ يې په سوور که. 36 کله چې اغا په ليار ته، بيا خالکې خپلې جومې ورته په ليار کې سنړوالې.

37 کله چې عيسیٰ اغا ليار ته نژدې شه چې دې زيتونې دې غره نه روکيزه شويې وه، بيا ټول ليارتلينکي يې په خواشولئ او چګ اووز سره دې يغې معجزې په خاطر چې يغې ليدليې وې دې خدائ ثنا په ويلل شيري وکړه. 38 او ويل يې:

”مباراک دائي اغا بادشا چې دې تيشتن په نوم روڅي.

سالومتي دا وي په اسمون کې او جلال دا وي تيشتن تعالی ته.“

39 دې خالکې دې ميانځ نه ځنې فريسيونې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! خپل شاګردون ته ويايه چې غلي شي.“ 40 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”زه توس ته يايمه که اغا غلي شي، بيا تيژې و سيرې شيري وکو.“

عيسیٰ دې يروشلم په حال ژوړي

41 کله چې عيسیٰ يروشلم ته نژدې شه او شار يې وليده، بيا ورته په ژاړو شه 42 او ويې ويل، ”کاش چې نن توته هه دې صولحې او سالومتئ ليار ماليمه وائي. خو نه، ويس دا ليار دې تو دې نظير نه پټه دو. 43 داسې وريځې و دربندې روشي چې دې تو ديشمنون و دير نه ګړد وړد ميرچې جوړې کو، په تو و روبادال شي او دې ارې خو نه و دې رو ويسور کو. 44 اغا و تو او دې تو خالک دې منځکې سره اوور کو او په تو کې و يوه تيژه هه دې بلې دې پوسه پرې نژدې، دې ځکه چې تو دې خدائ دې روتللې وخت ونه پيژونده.“

عيسیٰ دې بيت المقدس دې تالي نه سودوګرون ورړاوي

(متي ۲۱:_۱۲_-_۱۷ او مرقوس ۱۱:_۱۵_-_۱۹ او يوحنا ۲:_۱۳_-_۲۲)

45 کله چې عيسیٰ بيت المقدس ته نناوت، بيا دې يغې خالکې په ياستل يې شيري وکړه چې وولته يې شايون خرڅاول. 46 اغا ته يې وويل، ”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

**’دې مو کير و دې داعو کير وي.‘

خو توسې ځنې دې غلې دې پټيدلې ځوئي جوړ کړائي دائي.“

47 عيسیٰ اره وريځ بيت المقدس کې تعليم ويرکاوه. خو مشرونې امامونې، دې شريعت عالمونې او قومي مشرونې اڅه کړله چې اغا وويژني، 48 خو ايڅ يې دې لوسه پيره نه وي، دې ځکه چې ټولې خالکې په ډير شاوق سره دې يغ خبرې ته غوژ نيولائي و.

Sorry, no results.
Please try another keyword