دې ورک شوي پسه مثال
(متي ۱۸:_۱۲_-_۱۴)
1 په دا وخت کې ډير ټيکس ټولاوينکي او ګونانګورون عيسیٰ ته ويرنژدې شول چې دې يغ خبرې وروي. 2 خو فريسيونې او دې شريعت عالمونې په خپله کې په ګڼولې شيري وکړه او ويل يې، ”دا ساړائي دې ګونانګورونې سره نوسته ويلوړه کو او حتي دې يغې سره يو ځوئي ماړئي خوري.“ 3 بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ: 4 ”که چيرې په توس کې څوک سل پسون ولري او يو پسه ځنې ورک شي، بيا اغا و څه کو؟ ايا اغا و اغا نهه اتيالاس پسون په داشته کي پرې نژدي او په اغا ورک پسه پسې و لوړ نه شي، ترڅو اغا پيدو کو؟ 5 کله چې اغا روپيدو کو، بيا په خواشولئ سره و يې خپلې ايژې ته پورته کو. 6 او کله چې کير ته روشي، خپل ټول ملګري او ګاونډيون و سره روټول کو او اغا ته و ويائي: ’دې مو سره په دا خواشولئ کې شريک شئ، دې ځکه چې خپل ورک شوائي پسه مې مينده که.‘ 7 زه توس ته يايمه چې په دغ رانګ کله چې يو ګونانګور توبه وبوسي، بيا په جنت کې و دې يغ دې پوره دې نهه اتيالاس نيکونې په نسبت چې توبې ته اړتيا نه لري، ډيره خواشولي وي.
دې ورکې شويې سيکې مثال
8 ليا فرض کئ دې يوې شځې سره دې سپينې زارې لاس سيکې وي او يوه ځنې ورکه شي. ايا اغا و څروغ بال نه کو، خپل کير و ريبز نه کو او ټول ځائينه و ونه غوړي، ترڅو اغا روپيدو کو؟ 9 کله چې اغا روپيدو کو، بيا خپل ملګري او ګاونډيون و سره روټول کو او اغا ته و ويائي: ’دې مو سره خواشولي وکئ، دې ځکه چې مو خپله ورکه شويې سيکه روپيدو کړه.‘ 10 په دغ رانګ زه توس ته يايمه کله چې يو ګونانګور توبه وبوسي، بيا دې خدائ فرشتې و دې يغ دې پوره خواشولي کو.“
دې ورک شوي زي مثال
11 بيا عيسیٰ وويل، ”يوه ساړي دوه زامن لارل. 12 کشر زي يې خپل پلور ته وويل: ’پلوره! موته مې خپله برخه جايداد روکه.‘ بيا يغ ساړي خپل جايداد دې خپلې دوې ساري زامنې ترميانځ وويشه. 13 څو وريځې دې ورستې کشر زي خپله برخه جايداد خارڅ که او پائسې يې وخاستلې او يوه لرې وطن ته لوړ شه او خپلې پائسې يې وولته په عياشئ کې بيځيه باربودې کړې. 14 کله چې يغ خپل ار څه ولګاول، په يغ وطن کې ساخته قحطي روغله او اغا محتاج شه. 15 بيا اغا لوړ شه او دې يغ وطن دې يو ساړي سره نيکار شه او يغ ساړي اغا خپل پاټيون ته ولاژه چې خنزيرون وسوتي. 16 اغا په دغ ارمون و چې خپله ګډه په اغا خوړه بندې ماړه کو چې خنزيرونې و خواړل، خو ايچا يغ ته څه نه ويرکاول. 17 په اخير کې دې يغ عقل سار ته روغائي او ويې ويل: ’دې مو دې پلور مزديرون دامره زيوت خوړه لري چې ځنې پوتې کيژې او زه دولته دې لوژې دې لوسه مړ کيژمه. 18 زه و چګ شمه او خپل پلور ته و ويرشمه او ورته و وه يايمه چې پلوره! مو دې خدائ او دې تو په مخکې ګناه کړائي دائي. 19 زه نور دې دغې وړ نه يمه چې ته روته خپل زيائي ويايې. مو هه يو دې خپلې مزديرونې نه وشميره.‘ 20 بيا اغا چګ شه او دې خپل پلور کير ته راون شه. اغا ليا کير ته نه و راسيدلئ چې پلور يې اغا دې لرې نه وليده، زړه يې په وسيو او په منډه منډه دې خپل زي خوته ويراغائي. اغا يې په غيژ کې ونيو او کوشال يې که. 21 زي يې وويل: ’پلوره! مو دې خدائ او دې تو په مخکې ګناه کړائي دائي. زه نور دې دغې وړ نه يمه چې دې تو زيائي وګاڼل شمه.‘ 22 خو پلور يې خپل نيکارون ته وويل: ’زر شئ. په ټول نه شه چوغه رورئي او يغ ته يې وغوندئي. ګوتيې وير په لوس کئ او څاپلئ وير په پشې کئ. 23 يو مزائې خسائي روالئ او الول يې کئ او روڅئ ميله جوړه کي او خواشولي وکي. 24 دې ځکه چې دې مو زيائي مړ شوائي و او په څټ روژواندائي شوائي دائي. اغا ورک شوائي و، خو ويس پيدو شوائي دائي.‘ بيا يغې جشن شيري که.
25 خو دې يغ مشر زيائي په دا وخت کې په پاټي کې و. کله چې روغائي او کير ته نژدې شه بيا دې سوز او ګاډو اووز يې ورويده. 26 بيا يو نيکار يې روغوشت او پشتنه يې ځنې وکړه: ’دا څه دي؟‘ 27 نيکار ځاوب ويرکه: ’دې تو ورور روغلئ دائي او پلور دې يو مزائې خسائي الول کړائي دائي، دې ځکه چې اغا روغ راميټ په څټ روغلئ دائي.‘ 28 خو مشر ورور يې دامره په قهر شه چې نه يې غوشتل کير ته نناوځي. پلور يې دې ورچانې رووته او اغا ته يې زوري وکړه چې کير ته نناوځي. 29 خو يغ خپل پلور ته په ځاوب کې وويل: ’کسه، کولينه کولينه شي چې مو لکه دې غلام په رانګ دې تو خيذمات کړائي دائي او ايڅکله مې دې تو دې امر نه سار غړاونه نه دو کړيې. خو موته دې يو سيرلائي هه نه دائي روکړائي چې خپل ملګري ته مې ولماستيه ويرکړيې وائي. 30 خو دغ زي دې خپل ټول جايداد په فاخشې بندې باربود که او کله چې په څټ کير ته روغائي بيا تو ورته مزائې خسائي الول که.‘ 31 پلور يې ورته وويل: ’دې مو زامنه! ته ار وخت دې مو سره يې او زه چې ار څه لارمه اغا دې تو دي. 32 خو ويس بايد جشن ونسي او خواشولي وکي، دې ځکه چې دې تو ورور مړ شوائي و، خو ويس په څټ روژواندائي شوائي دائي، اغا ورک شوائي و، خو ويس پيدو شوائي دائي.‘“