عيسیٰ دې انګيرې اصيل بيټائي دائي
1 زه دې انګيرې اصيل بيټائي يمه او دې مو پلور باغبون دائي. 2 دې مو ارا څونګه چې ميوه نه نسي اغا پرې کاوي او ارا څونګه چې ميوه نسي اغا چاڼوي، ترڅو ډيرې ميوې ونسي. 3 توس ليا دې مخته نه په اغا تعليم بندې چې دير کړائي مې دائي، پوک شوي يئ. 4 په مو کې پوتې شئ لکه څرنګې چې زه په توسې کې پوتې کيژمه. لکه څرنګې چې يوه څونګه په خپله ميوه نه شي نيولائي تر څو اغا په بيټي کې پوتې نه وي، توسې هه ميوه نه شئ نيولائي ترڅو چې په مو کې پوتې نه شئ.
5 زه دې انګير بيټائي يمه او توس څونګې يئ. ار څوک چې په مو کې پوتې شي او زه په اغا کې پوتې شمه نو اغا و ډيره ميوه ونسي، ځکه چې توسې بې مونه ايڅ نه شئ کړلائي. 6 که چيرې څوک په مو کې پوتې نه شي اغا و لکه بې کوره څونګه لرې سنړ واله شي او وچه و شي. اغا څونګې و رو ټوليژي، او په يور کې و اچاول کيژي ترڅو وسويځي 7 که چيرې توس په مو کې پوتې شئ او دې مو خبرې په توس کې پوتې شي، نو ار څه چې غوړئي او دې يغې دې پوره سول وکئ او اغا و دير کړائي شي. 8 دې مو دې پلور جلال په دا کې دائي چې توسې ډيره ميوه ونسئ او دا ثابته کئ چې دې مو شاګردون يئ. 9 لکه څرنګې چې پلور دې مو سره مينه کړيې دو مو هه دې توسې سره مينه کړيې دو. بيا دې مو په مينه کې پوتې شئ. 10 که چيرې توسې دې مو په حکمينه بندې عمل وکئ بيا توس و دې مو په مينه کې پنډيژئ لکه څرنګې چې مو دې خپل پلور په حکمينه بندې عمل کړائي دائي او دې يغ په مينه کې پوتې يمه. 11 مو دا شايون توس ته وويل ترڅو دې توسې زړينه دې مو دې خواشولئ نه ډاک شي او دې توسې خواشولي پيره شي.
12 دې مو حکم دا دائي: دې يو بل سره مينه کئ لکه څرنګې چې مو دې توسې سره مينه کړيې دو. 13 په دغې نه نوره زيوته مينه نشته چې يو ساړائي دا دې خپلې ملګريې په خاطر خپل ځون قربان کو. 14 که چيرې توس دې مو په حکمينه بندې عمل وکئ نو توس دې مو ملګري يئ. 15 زه نور توس ته نيکارون نه يايمه، ځکه چې نيکارون په دا نه پئيژي چې مشر يې څه کو، خو مو توس ته ملګري ويلي دي، ځکه چې مو ار څه دې خپل پلور نه ارويدلې دي اغا مې توس ته ويلي دي. 16 توس زه نه يمه غوره کړائي، بلکې مو توسې غوره کړي يئ او دا کور مې دير سپورلائي دائي چې لوړ شئ او ميوه ونسئ، داسې ميوه چې دې ار وخت دې پوره وي. نو بيا چې توسې ار څه دې مو په نوم دې پلور نه وغوړئي اغا و يې توس ته دير کو. 17 بيا زه توس ته دا حکم کمه چې دې يو بل سره مينه وکئ.
دې دنيو خالک و دې توس نه کرکيې کو
18 که چيرې دې دنيو خالک دې توسې نه کرکيې کو، بيا پوئي شئ چې په توسې نه اوال يې دې مو نه کرکيې کړيې دو. 19 که چيرې توسې دې دغې دنيو وائي نو توس و دې دغې دنيو په خالک بندې ګرون وائي، خو څرنګې چې توسې دې دغې دې دنيو نه يئ او توس مې دې دغې دنيو نه غوره کړي يئ نو دې دغې دې اماله دا دنيو دې توسې نه کرکيې کو. 20 مو چې کيم تعليم توس ته دير کړائي دائي اغا دير په يود کئ چې يو نيکار دې خپل مشر نه ستر نه دائي. که يغې زه ځاورولائي يمه نو توسې و هه وځاوروي. که چيرې يغې دې مو په تعليم بندې عمل کړائي وي نو دې توسې په تعليم بندې و يې هه وکو. 21 اغا و دې توسې سره دې مو دې نوم په خاطر داسې چالاند وکو، ځکه چا چې زه رو لاژلئ يمه اغا دئ نه پيژاني. 22 که چيرې زه نه وائي روغلائي او دې يغې سره مې خبرې نه وائي کړيې نو اغا و ګونانګور نه وائي. خو ويس دې يغې سره دې خپلې ګناه دې پوره کيمه بونه نه شته. 23 څوک چې دې مو نه کرکيې کو نو اغا دې مو دې پلور نه هه کرکيې کو. 24 که چيرې مو دې يغې په ميانځ کې داسې کورينه چې کيم بل چا ايڅ کله کړي نه دي، نه وائي کړي نو اغا و ګونانګور نه وائي، خو يغې دا کورينه ليدلي دي او بيا هه اغا دې مو او دې مو دې پلور نه کرکيې کو. 25 خو دې يغې په شريعت کې چې کيم څه ليکل شوي دي اغا بايد رشتيا شي:
يغې بې دې څه دليله دې مو نه کرکيې کړله.
26 خو کله چې توس ته مراسته کاوينکائي چې زه و يې دې پلور دې خو نه توس ته دير لاژمه، روشي يعني دې اقيقات روح چې دې خدائ دې خو نه روڅي، اغا و دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي. 27 او توس و هه دې مو په حق کې شائدي ويرکاوئي، ځکه چې توس دې اوال نه دې مو سره وائي.