يولاسام ساباق

 

دې ايمون په حق کې لوئي مثالينه

۱ايمون په اغا شايون بندې يقين لارل دي چې ميژ ورته ايله مند يي او په اغا شايون بندې ټينګه عقيده لارل چې ميژ يې نه شي ليدلئ. ۲دا دې ايمون په وسيله و چې دې وختينئ زمونې خالک دې خدائ دې طرفه ومنل شول. ۳ميژ دې ايمون دې مخه پئيژي چې ټول کائينات دې خدائ دې کلام په وسيله پئيدو شه، نو څه چې ميژ ويني اغا دې يغ شايونې نه جوړ شوي دي چې نه شي ليدل کيدائي.

۴دا دې ايمون په وسيله و چې هابيل دې قاين نه ډيره شه قرباني خدائ ته مخته کړه. اغا دې خپل ايمون دې ليارې دې خدائ په نظير کې صادق وګاڼل شه، دې ځکه چې خدائ دې يغ نذرانې قابيلې کړې او سره دې دغې چې هابيل مړ شوائي دائي، خو دې خپل ايمون دې ليارې تر ويسه دې ميژ سره خبرې کو. ۵دا دې ايمون په وسيله و چې خنوخ مړ نه شه او اسمون ته پورته کړائي شه او ايچا اغا پئيدو نه که، دې ځکه چې خدائ اغا پورته يواړ. مخکې په دا نه چې اغا پورته يوړل شي، دې خدائ کلام دې يغ په حق کې شائدي ويرکاوي چې خدائ دې يغ نه روضي و. ۶نو دې ايمونه وره دا ناممکنه دو چې انسان دا خدائ خواشول کو، دې ځکه څوک چې غوړي خدائ ته ويرنژدې شي، نو بايد په دا ايمون ولري چې اغا موجود دائي او څوک چې اغا غوړي، نو اغا ته اجر ويرکاوي. ۷دا دې نوح دې ايمون په وسيله و چې اغا ته دې يغې شايونې په حق کې خبردارائي ويرکړل شه چې ليا تر يغ وخت نه نۀ وي پيش شوي. يغ تابعدوري وکړه او دې خپلې کورانۍ دې ژغورلې دې پوره يې يوه ستره کشتئ جوړه کړه. يغ دې خپل ايمون دې ليارې دنيو محکومه کړه او دې ايمون دې مخه صادق وګاڼل شه.

۸کله چې خدائ ابراهيم ته امر وکه چې خپل کير پريژدي او اغا ځوئي ته لوړ شي چې خدائ و يې ورته دې ميروث په رانګ ويرکو، دا دې ايمون په وسيله و چې يغ تابعدوري وکړه او بې دې دغې چې پوئي شي چيرې څي، دې خپل وطن نه ووته. ۹دې ايمون په وسيله لکه دې يو پرادي په رانګ په اغا وطن کې چې خدائ ورسره وعده کړيې وه، پنډيده او دې اسحاق او يعقوب سره هه چې دې دغې وعدې وارثون وي، په خيمه کې پنډيدل. ۱۰دې ځکه چې ابراهيم دې يغ شار دې ليدلې ايله لارله چې ټينګ بنياد لري او منصوبه جوړاوينکائي او ويدوناوينکائي يې خدائ دائي. ۱۱دا دې ايمون په وسيله و چې ساره وکړائي شول واړيکائي وزيژاوي، که څه هه اغا شنډه او ډيره زاړه وه، دې ځکه چې يغې يقين لوره چې خدائ په خپله وعده بندې وفا کو. ۱۲دې دغ اماله دې يوه ساړي نه چې دې مړي په رانګ و، لکه په اسمون کې دې ډيرې زيوتې ستوريې او دې سمندر دې غوړې دې شګې په رانګ يې ډير الودينه پئيدو شول.

۱۳اغا ټول خالک مړه شول، خو تر مارګه پره په خپل ايمون کې پوتې شول، که څه هه يغې اغا څه تر لوسه نه کړل چې وعده ورسره شويې وه. يغې اغا شايون دې لرې نه وليدل، خو بيا هه اغا خواشول وي او اقرار يې وکه چې دئ په دا دنيو کې پرادي او ميسوفر دي. ۱۴دې ځکه کيم خالک چې داسې خبرې کو، دې يغې نه دا ماليميژي چې اغا دې خپل ځون دې پوره دې يوه وطن په غوشتنه کې دي. ۱۵که چيرې يغې دې اغي وطن ارمون که چې ځنې رو واتلي وي، نو دې يغې دې پوره دا موقع وه چې واپس وولته لوړ شي. ۱۶خو اغا دې يو ډير شه ځوئي يعني اسموني وطن په غوشتنه کې وي. نو دې دغ اماله خدائ په دا نه شرميژي چې دې دئ دې خدائ په نوم يوديژي، دې ځکه چې دې دئ دې پوره يې يو شار تايور کړائي دائي.

۱۷دا دې ايمون په وسيله و چې کله خدائ ابراهيم ازمويه، نو يغ اسحاق دې قربانئ په رانګ خدائ ته مخته که. دا ساړائي چې خدائ ورسره وعده کړيې وه، دا ته تايور شه چې خپل يو سارائي زيائي خدائ ته قرباني کو، ۱۸که څه هه خدائ يغ ته ويلي وي، ”دې تو نسل و دې اسحاق نه ايثوب شي.“ ۱۹ابراهيم په دا فکر و چې خدائ کړائي شي چې اسحاق دې مارګ نه واپس روژواندائي کو، نو خدائ ابراهيم ته خپل زيائي اغاسې واپس ويرکه. ۲۰دا دې ايمون په وسيله و چې اسحاق خپلې دوې زامنې، يعقوب او عيسو ته دې يغې دې روتلينکي وخت په خيال کې سوتلې سره براکات ويرکه. ۲۱دا دې ايمون په وسيله و چې کله يعقوب مړ کيده، نو دې يوسف دواسره زامن ته يې براکات ويرکه او په داسې حال کې چې په خپله ټنډئي بندې يې تکيه واليې وه دې خدائ عبادت يې وکه. ۲۲دا دې ايمون په وسيله و چې کله يوسف مړ کيده، نو دې مصر نه يې دې اسرائيلې دې واتلې په حق کې خبرې وکړې او دې خپل مړي دې شخاولې په باره کې يې اغا ته لياروشونې وکړې.

۲۳دا دې ايمون په وسيله و چې کله موسیٰ وزيژيده، مور او پلور يې وليدل چې اغا يو کوشلائي واړيکائي دائي، نو دئ دې بادشا دې حکم نه ونه ډور شول او اغا واړيکائي يې درې مياشتې پټ وسوته. ۲۴دا دې ايمون په وسيله و کله چې موسیٰ ستر شه، نو دې دغې نه يې انکار وکه چې اغا دا دې فرعون دې لير دې زي په نوم يود شي. ۲۵يغ دې يو څو وريځې عيش او عشرت دې ګناه نه ډاک ژوند په ځوئي دې خدائ دې خالکې سره دې بد سلوک زغمل غوره وګاڼل. ۲۶يغې دې مسيح په خاطر دې بې عزتئ زغمل دې مصر په ټولې خزونې نه بهتر وګاڼل، دې ځکه چې اغا خپل روتلينکي اجر ته سترګې په ليار و. ۲۷دا دې ايمون په وسيله و چې موسیٰ دې مصر نه رو ووته او دې فرعون دې قهر نه ونه ډور شه او په حوصله په خپله ليار راون و، دې ځکه چې دې يغ نظير په نه ليدينکي خدائ و. ۲۸دا دې ايمون په وسيله و چې موسیٰ دې اسرائيلې خالکې ته حکم وکه چې دې فسحې اختر جوړ کو او دې حيواناتې وينه دې دروزې په چوکاټينه بندې وچڼکاوي، ترڅو دې مارګ فرشته دې اسرائيلې اواليني زيژيدليې الودينه ونه ويژني.

۲۹دا دې ايمون په وسيله و چې دې اسرائيلې قوم دې سره سمندر نه داسې پورې واتل لکه په وچه منځکه چې تير شي، خو کله چې مصريونې دې پورې واتلې کوشش وکه، نو غرق شول. ۳۰دا دې ايمون په وسيله و چې دې اسرائيلې خالک دې اريحا دې شار نه اووه وريځې ګړد وړد وګرځيدل او دې ورستې بيا دې شار ديوالينه رو ړانګ شول. ۳۱دا دې ايمون په وسيله وه چې راحاب بدلمنه دې نورې نافرمانه خالکې سره يو ځوئي ونه ويژنل شوه، دې ځکه چې يغې اسرائيلې جاسوسون ته دوستانه ارکلائي ويلائي و.

۳۲نور زه څه ويايمه؟ دې ځکه چې دې مو سره زيوت وخت نشته چې دې جدعون، باراق، شمشون، يفتاح، داود، سموييل او نورې پيغمبرونې په حق کې خبرې وکمه. ۳۳يغې دې ايمون په وسيله بدشايئ فتح کړې او انصاف يې شيري که او اغا شايون يې تر لوسه کړل چې خدائ ورسره وعده کړيې وه. يغې دې زماريونې خولې باند کړې، ۳۴دې يور لمبې يې مړې کړې او دې تيرې دې خولې نه خلوص شول. اغا کمزوري وي، خو طاقتور شول. په جنګ کې زوراور شول او پرادي لشکر يې تيشته ته مجبور کړل. ۳۵شځې خپل مړي بيا ژواندي مينده کړل. ځنې نورې ډير تکليفينه وليدل خو ازودي يې ونه منله، ترڅو دې قيامات په وريځ په دا نه ډېر شه ژوند وميمي. ۳۶په ځنې بندې مالانډې ووالل شوې، په کوړې ووالل شول، نور په زنځيرينه وتړل شول او بانديون شول. ۳۷اغا سنګسار شول، په ارې بندې نيم کړل شول او په تيرې بندې يې مړه کړل. اغا دې پسونې او وزې وژنې وغستيې وې او دې ډيرې غريبئ، ظلم او تکليفينې دې اماله سرګردانه وي. ۳۸دنيو دې دغې خالکې لائقه نه وه. اغا په داشتې او غرينه کې سرګردانه ګرځيدل او په غورينه او سروي کې پنډيدل.

۳۹دې خپل ايمون په وسيله دې يغې ټولې شه صفات وشه، خو بيا يې هه اغا څه تر لوسه نه کړل چې خدائ يې وعده کړيې وه. ۴۰دې ځکه چې خدائ دې ميژ دې پوره دې مخکې نه ډير شه شائي لوره چې دې ورستې و يې روکو، اغا دا چې اغا و دې ميژ سره کامل کړائي شي.

Sorry, no results.
Please try another keyword