يولاسام ساباق
۱ دې مو پيروي وکئ لکه څرنګې چې زه دې مسيح پيروي کمه.
په عبادت کې سار پټول
۲ زه دې توس ستوينه کمه، ځکه چې په ار څه کې مو يوداوئي او په اغا رواياتينه بندې عمل کئ چې مو دير کړي دي. ۳ خو زه غوړمه چې توس په دا پوئي شئ چې مسيح دې ار ساړي سار دائي او ميړه دې خپلې شځې سار دائي او دې مسيح خدائ سار دائي. ۴ ار ساړائي چې په پټ سار داعو کو ليا دې خدائ پيغام خالک ته رساوي، اغا دې خپل سار يعني مسيح بې عزتي کو. ۵ خو اره شځه چې په جاوات سار داعو کو ليا دې خدائ پيغام رساوي، بيا اغا دې خپل سار يعني دې خپل ميړه بې عزتي کو او اغا داس وي لکه سار يې چې خرييل شوائي وي. ۶ دې ځکه که چيرې يوه شځه خپل سار نه پټوي، بيا اغا دا خپل ويشتون هه لانډ کو، خو که چيرې دې شځې دې پوره دې ويشتونې لانډول او خرييل دې شرم خبره وي، بيا خپل سار دا پټ کو. ۷ لازمه نه دو چې ساړائي خپل سار پټ کو، دې ځکه چې اغا دې خدائ په شکل او دې خدائ دې جلال دې پوره پئيدو شوائي دائي او شځه دې ساړي دې جلال دې پوره پئيدو شويې دو. ۸ ځکه چې ساړائي دې شځې نه ندائي پئيدو شوائي، بلکې شځه دې ساړي نه پئيدو شويې دو. ۹ ساړائي دې شځې په خاطر نه دائي پئيدو شوائي، بلکې شځه دې ساړي دې پوره پئيدو شويې دو. ۱۰ دې دغ اماله او په دا خاطر چې فرشتې يې ويني، بيا شځه بايد خپل سار په ټکري بندې پټ کو، ترڅو وشائي چې اغا دې خپل ميړه په واک کې دو. ۱۱ خو په ار حال دې تيشتن په خالک کې شځه دې ميړه نه او ميړه دې شځې نه خپلواکائي او ازود نه دائي. ۱۲ دې ځکه لکه څرنګې چې شځه دې ساړي نه پئيدو شويې دو، بيا ويس ساړائي هه دې شځې نه پئيدو کيژي او ار څه دې خدائ دې خو دي.
۱۳ توس خپله پئصاله وکئ، ايا شځه ته مناسبه دو چې په جاوات سار دې خالکې په مخکې خدائ ته داعو وکو؟ ۱۴ ايا په خپله فطرت توس ته دا نه وشائي چې دې ساړي دې پوره دې ويژدې ويشتونې لارل شرم دائي؟ ۱۵ خو که دې شځې ويشتون ويژده وي، بيا دې يغې دې پوره کوشلا دو، دې ځکه چې ويشتون اغا ته دې دغې دې پوره ويرکړل شوي دي چې سار يې په پټ شي. ۱۶ که چيرې څوک وغوړي په دا حق کې باحث وکو، بيا ګوشائي شائي چې زه يې ورته يايمه اغا دا دائي چې ميژ او دې خدائ کليسې دې دغې نه وره څه بل دود او دستور نه لري.
دې تيشتن غوره لماشوم
۱۷ خو زه په دا لياروشونې کې دې توس ستوينه نه کمه، دې ځکه کله چې توس سره روټوليژئي بيا دا دې توس په ګاټه نه دائي بلکې دې توس په زيون دائي. ۱۸ دې ځکه اوال شائي چې زه يې ورومه دا دائي کله چې توس په کليسا کې سره روټوليژئي بيا په ډالې بندې ويشل کيژئي. په دا بندې زه تر يوې اندازې يقين هه کمه، ۱۹ دې شک نه وره په توس کې دا ډالې جوړې شي، ترڅو دا وپيژاندل شي چې په توس کې څوک رشتينئ دائي. ۲۰ کله چې توس سره روټوليژئي، بيا په اقيقات کې توس دې تيشتن دې لماشوم دې خواړلې دې پوره نه روټوليژئي. ۲۱ دې ځکه کله چې توس ماړئي خورئي، بيا ار څوک په بيړه خپله ماړئي خوري، بيا ځنې وژي پوتې کيژي او نور نشه کيژي. ۲۲ ايا دې توس خپل کير نشته چې په کې وخورئي او وتشئ؟ ايا توس دې خدائ کليسا الکاوئي او اغا خالک شرماوئي چې ايڅ شائي نه لري؟ زه توس ته څه ويايمه؟ ايا په دا کور دې توسې سيپات وکمه؟ ايڅکله نه! ۲۳ دې ځکه کيم تعليم چې مو توس ته دير که، اغا مې دې تيشتن نه تر لوسه کړائي دائي او اغا دا و چې په اغا شپه چې دې تيشتن عيسیٰ سره خيانت وشه، بيا يغ ماړئي روخاستله ۲۴ او شکر يې په ويوست. اغا يې موته کړه او ويې ويل: دا دې مو سيرات دائي چې دې توس دې پوره ويرکړل کيژي. دې مو په يود کې دا کور کئ. ۲۵ په دغ رانګ يغ دې لماشوم ماړئي نه دې ورستې پيوله روخاستله او ويې ويل: دا پيوله دې خدائ او انسانونې ترميانځ يو نوائي لوظ دائي چې دې مو په وينه کې جوړيژي. ار کله چې اغا تشئ بيا دې مو په يود کې يې وتشئ.
۲۶ بيا ار کله چې توس دا ماړئي خورئي او دا پيوله تشئ، بيا توس و خالک ته دې تيشتن دې مارګ په حق کې اعلان کئ، تر يغې پره چې اغا واپس روشي. ۲۷ که چيرې څوک په داس طريقه سره دې تيشتن ماړئي خوري او ليا دې يغ پيوله تشي چې دې يغ بې عزتي په شي، بيا اغا دې تيشتن دې سيرات او وينې په مخکې ګناه کو. ۲۸ بيا ار څوک دا اوال خپل ځون وازموئي او په اغا نه ورستې دا اغا ماړئي وخوري او اغا پيوله دا وتشي. ۲۹ دې ځکه که چيرې څوک دې مسيح دې سيرات په معنی بندې پوئي نه شي او اغا ماړئي وخوري او اغا پيوله وتشي، بيا دې يغې په خواړلې او تشلې سره خپل ځون ګراماوي. ۳۰ دې دغ اماله په توس کې ډير کمزوري او بيمور دي او ځنې مړه شوي دي. ۳۱ که چيرې ميژ خپل ځون ازمويلئ وائي، بيا دې پئصالې لوندې و نه روتللي. ۳۲ خو کله چې تيشتن دې ميژ په حق کې پئصاله کو، بيا دې ميژ دې اصلاح کاولې دې پوره يې کو، ترڅو ميژ دې دنيو دې خالکې سره محکوم نه شي.
۳۳ بيا اې خوانديې او وريڼې! کله چې توس دې تيشتن دې غوره لماشوم دې خواړلې دې پوره سره روټوليژئي، بيا دې يوه بل انتظار کئ. ۳۴ که چيرې څوک وژي وي، بيا اغا دا په خپل کير کې ماړئي وخوري، ترڅو دې توس روټوليدل دې توس دې ګراماولې سبب نه شي. خو کله چې زه ديرشمه، بيا دې نور شايونې په حق کې و توس ته لياروشونې وکمه.