دولاسام ساباق
دې تيشتن دې طرفه دې ميژ اصلاح
۱نو ويس چې دې شائدونې دامره ستره ګاڼه ګيڼه په ميژ روباداله دو، نو روڅئ چې ار اضافي بور يعني ار ګناه چې په اسونئ سره مم روګيروي، دې خپل ځون نه لري کي او په صابر او زغم سره په اغا سيولئ کې منډه ووائي چې دې ميژ په مخکې دو. ۲خپلې سترګې دې عيسیٰ يعني دې ميژ دې ايمون دې بنياد ايشاوينکي او کامل کاوينکي طاراپ ته ونسي. اغي په صليب بندې دې مړ کيدلې شرم وزغملي خو شرم يې مهم ونه ګڼلي، دې ځکه چې په دا پئيده چې په دا کور سره و اغا په روتلينکي واخت کې خواشول وي او ويس اغا دې خدائ دې تخت شي لوس ته نوست دائي.
۳دې يغ په حق کې فکر وکئ چې دې ګونانګورونې دې طرفه دې څومره مخالفتينې سره مخومخ شه، نو خپله حوصله دې لوسه مه ويرکاوئي او بې زړه کيژئي مه. ۴توس ليا تر ويسه دې ګناه په خلاف جنګ کې تر دغ حده نه يئ راسيدلي چې وينه مم په کې توئي شويې وي. ۵ايا توس دا وير کړي دي چې خدائ درته لکه دې خپلې الودينې په رانګ نصيات کو:
اې دې مو زامنه، کله چې تو اصلاح کاوي تيشتن
نو اغا مه ګڼه الک
او کله چې اغا سپکاوي تو، نو نا اميده کيژه مه
۶دې ځکه تيشتن چې کو مينه دې چا سره
نو اصلاح کاوي اغا
او اغا چاته ويرکاوي سازو
چې قبلاوي يې دې خپل زي په رانګ
۷توسې اصلاح وزغمئ، دې ځکه چې دا اصلاح دا وشائي چې خدائ دې توسې سره دې خپلې الودينې په رانګ سلوک کو. ايا توس کله داسې الود ليدلئ دائي چې دې خپل پلور دې طرفه اصلاح شوائي نه وي؟ ۸که چيرې توس دې يغ دې نورې الودينې په رانګ اصلاح نه شئ، نو دا په دا معنی دو چې توسې دې يغ رشتيني الودينه نه يئ، بلکې حراميون يئ. ۹په دا دې پوسه، ميژ ټولې پلارينه لارل چې ميژ يې اصلاح کاولي او ميژ دې يغې دراناوائي که. نو ميژ و په دغې نه څومره زيوته دې يغ چا تابعدوري وکي چې دې ميژ روحاني پلور دائي او ميژ ته ژوند روکاوي. ۱۰دې ميژ دنياوي پلارينه لکه څرنګې چې اغا ته شه ماليميژي، ميژ يې اصلاح کړي يي، خو دې خدائ اصلاح دې ميژ دې شيګړې دې پوره دو، ترڅو ميژ دې يغ په پوکولي کې شريک شي. ۱۱اره اصلاح په خپل وخت کې خواشوله وينکيې او خواندوره نه وي بلکې داړدنوکه وي، خو دې ورستې بيا دې يغې خالکې دې پوره چې په دغ رانګ تربيت شوي دي، دې يوه رشتيني ژوند دې ارام يوه ميوه وي.
۱۲نو دې دغ اماله خپل کمزوري لوسينه او کمزوريې پشې طاقتورې کئ. ۱۳دې خپلې قدامينې دې پوره ليار سامه کئ، ترڅو په توس کې دې ځنې ګوډې پشې کمزوريې او بې طاقته نه شي بلکې روغې شي.
لياروشونې او خبردارائي
۱۴کوشش وکئ چې دې ار چا سره په صولحه او سالومتئ سره ژوند وکئ او پوک او سپيڅلي پنډيژئي، دې ځکه چې دې يغې نه وره و ايڅوک تيشتن ونه ويني. ۱۵پام کئ، داسې نه چې په توس کې څوک دې خدائ دې فاضل نه بې برخې شي او دې توسې په ميانځ کې څوک ترخې او زهرجنې وليې وغزاوي چې دې تکليف سبب شي او دې يغ دې اماله ډير خالک فاسد شي ۱۶او کسئ چې په توس کې دا څوک زناکور ليا دې عيسو په رانګ بې دينه نه شي چې دې يوې ماړئي دې پوره يې دې خپل مشرتوب حق خارڅ که. ۱۷نو توس پئيژئي سره دې دغې چې ورستې يغ غوشتل چې دې براکات ميروث تر لوسه کو، خو اغا راد شه، دې ځکه چې دې يغ دې پوره دې توبې ياستلې موقع پئيدو نه شوه، که څه هه اغا دې يشکې په تياولې سره دې يغ براکات په غوشتنه کې و.
۱۸توس لکه دې اسرائيلې دې خالکې په رانګ دې موسیٰ په وخت کې دې سينا غره ته چې دې يور لمبې، ساخته تياره او طوفان و، روغلي نه يئ. ۱۹کله چې خالکې دې بيګل او يو ډير ډراوينکائي اووز ورويده، نو زورئي يې وکړې چې خدائ دا نور دې ميژ سره خبرې و نه کو. ۲۰دې ځکه چې اغي دې خدائ دا حکم ونه شه زغملئ چې يائي، ”که چيرې يو ځناور هه په دا غره بندې پشه کشيژدي، نو اغا بايد سنګسار شي.“ ۲۱اغا منظر دامره ډراوينکائي و چې موسیٰ وويل، ”زه دې ډوره تريژمه.“ ۲۲خو توس دې صهيون غره او دې ژواندي خدائ شار يعني اسموني يروشلم ته چې بې شميره فرشتې په کې خواشولي کو، روغلي يئ. ۲۳توس دې خدائ دې اواليني زيژاول شويې الودينې غونډې ته چې نامينه يې په جنت کې ليکل شوي دي، روغلي يئ. توس خدائ ته چې دې ټولې قاضي دائي او دې نيکونې روحينه ته چې کامل شوي دي، روغلي يئ. ۲۴توسې عيسیٰ ته چې دې خدائ او خالکې تر ميانځ دې نوي لوظ ميانځغوړائي دائي او دې يغ وينه دې هابيل دې وينې نه ډير شه پيغام ويرکاوي، روغلي يئ.
۲۵نو پام کئ چې دې يغ چا نه انکار ونه کئ چې توس ته خبرې کو. کله چې خالکې دې يغ دې تابعدوري کړلې نه انکار وکه چې دې منځکې نه يې اغا ته خبرې کړلې او بچ نه شول، نو که توسې دې يغ چا نه انکار وکئ چې دې اسمون نه دې توسې سره خبرې کو، نو داسې فکر کئ چې توس و بچ شئ؟ ۲۶په اغا وخت کې دې خدائ اووز منځکه وخيزاوله، خو ويس يغ وعده کړيې دو، ”يورې بيا و زه ګوشيې منځکه نه بلکې اسمون هه ساخت وخيزاومه.“ ۲۷دې يغ دا خبره يعني ”يورې بيا“دا ته اشاره کو چې اغا شايون چې پئيدو شوي دي اغا و وخيزاول شي، ترڅو نه خيزيدينکي شايون پوتې شي.
۲۸نو روڅئ چې دې يغې نه خيزادينکي بدشايئ په خاطر چې خدائ يې ميژ ته روکاوي، شکرګزوري وکي او په درناوي او ډور سره داسې عبادت وکي چې اغا ته دې منلې قابل وي. ۲۹دې ځکه چې دې ميژ خدائ تباه کاوينکائي يور دائي.