دې عيسیٰ سره خيانات او دې يغ نيول
(متي ۲۶:_۴۷_-_۵۶ او مرقوس ۱۴:_۴۳_-_۵۰ او لوقا ۲۲:_۴۷_-_۵۳)
1 کله چې عيسیٰ داعو وکړله بيا اغا دې خپلې شاګردونې سره دې شار نه ووته او دې قدرون دې دارې بلې خو ته لوړ شه. وولته يو بوغ وه چې عيسیٰ او شاګردون يې وير نناواتل. 2 يهودا خاين ته اغا ځوئي ماليم وه چې عيسیٰ او شاګردون و يې اکثر واختينه په اغا ځوئي کې سره رو ټوليدل. 3 يهودا يوه ډاله رومي عسکر او دې بيت المقدس سوتينکي چې دې مشرونې امامونې او فريسيونې دې خو نه رولژل شوي وي، دې ځون سره وخاستل او بوغ ته ويراغلل. دې يغې سره لالټينينه او څروغينه وي او په واسلې بندې سامبول وي. 4 که څه هه عيسیٰ په دا پئيده چې څه و ورته پيشيژي خو بيا هه مخ ته ويراغائي او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”توس څوک غوړئي؟“ 5 يغې ځاوب ويرکه، ”ناصري عيسیٰ.“ عيسیٰ وويل، ”اغا زه يمه.“ او يهودا خاين هه وولته دې يغې سره ويلوړ و. 6 کله چې عيسیٰ اغا ته وويل، ”اغا زه يمه.“ اغا په څټ شول او په منځکه رو ولويدل. 7 عيسیٰ يور بيا دې يغې نه پشتنه وکړله، ”توس څوک غوړئي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”ناصري عيسیٰ.“ 8 عيسیٰ وويل، ”مو توسې ته وويل چې اغا زه يمه. که توس مو غوړئي نو دا نور پريژدئي چې لوړ شي.“ 9 يغ دا وويل ترڅو اغا څه چې يغ ويلي وي چې اغا رشتيا شي، ”اې پلوره، تو چې څوک مو ته رو سپورلي وي چې پام په وکمه دې يغې نه مې يو هه دې لوسه نه دائي وير کړائي.“ 10 نو شمعون پطروس چې تيره ور سره وه، اغا يې رو وياستله او دې ستر امام په نيکار يې چې ملخوس نوميده، بريد وکه او دې يغ شائي غوژ يې پرې که. 11 عيسیٰ پطروس ته وويل، ”خپله تيره دې په څټ په خپل ځوئي کې کشيژده. ايا دې مصيبت اغا پيوله چې پلور روته رو کړيې دو ونه تشمه؟“
عيسیٰ دې حناس په مخ کې
12 رومي عسکرې دې خپل قوماندان او دې يهودي سوتينکيې سره عيسیٰ ونيوه او کلاک يې وتوړه. 13 اغا يې اوال حناس ته چې دې قيافا خسر و او په اغا کول کې ستر امام و، بوته. 14 قيافا اغا ساړائي و چې يهوديونې مشرونې ته يې مشوره ويرکړيې وه چې په دا کې و دې يغې خير وي چې يو کاس دې ټول قوم په خاطر مړ شي.
پطروس دې عيسیٰ نه انکار کو
(متي ۲۶:_۶۹_-_۷۰ او مرقوس ۱۴:_۶۶_-_۶۸ او لوقا ۲۲:_۵۵_-_۵۷)
15 شمعون پطروس او يو بل شاګرد دې ستر امام دې کير دې حويلۍ پورې په عيسیٰ پسې راون وي. څرنګې چې يغ شاګرد دې ستر امام سره پيژاند ګالي لارله، نو اغا دې عيسیٰ سره دې ستر امام دې کير حويلۍ ته وير نناوته. 16 خو پطروس دې ورچانې په دروزه کې ودريده. بيا اغا بل شاګرد چې دې ستر امام سره يې پيژندګالي لارله په څټ رو ووته او دې يغې شځې سره يې چې دې دروزې سوتينکي وه خبرې وکړلې او پطروس يې دې ننه بوته. 17 يغې چوکيدورې شځې دې پطروس نه پشتنه وکړله، ”ايا ته هه دې دغ ساړي دې شاګردونې نه نه يې؟“ پطروس ځاوب ويرکه، ”نه، زه نه يمه.“ 18 نيکارونې او سوتينکيې دې سکورې يور بال کړائي و او ګړد وړد په ويلوړ وي او ځانينه يې تاوداول ځکه چې هاوو ساړه وه. پطروس هه دې يغې په څانګ کې ويلوړ و او ځون يې تودوه.
ستر امام دې عيسیٰ نه څيړنې کو
(متي ۲۶:_۵۹_-_۶۶ او مرقوس ۱۴:_۵۵_-_۶۴ او لوقا ۲۲:_۶۶_-_۷۱)
19 ستر امام دې عيسیٰ نه دې يغ دې شاګردونې او دې يغ دې تعليم په حق کې پشتنه وکړله. 20 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”مو دې ټولې په مخ کې شکاره خبرې کړيې دي. مو ار وخت په عبادتخانې او بيت المقدس کې چې خالک په کې رو ټوليژي تعليم وير کړائي دائي او ايڅ کله مې پټې خبرې نه دي کړيې. 21 نو بيا ويلې دې مو نه پشتنه کې؟ دې يغې خالکې نه پشتنه وکه چې دې مو خبرې يې ارويدلې دي. اغا پئيژي چې مو څه ويلي دي.“ 22 کله چې عيسیٰ دا خبره وکړله بيا دې بيت المقدس يو سوتينکائي چې په اغا ځوئي کې ويلوړ و، عيسیٰ ته په مخ څپړ ويرکړله او ويې ويل، ”ته څرنګې ستر امام ته داسې ځاوب ويرکاوې؟“ 23 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که غلطه خبره مې کړيې وي بيا ثابته يې که او که سامه خبره مې کړيې وي بيا مې ويلې وائې؟“ 24 بيا حناس اغا لوس تاړلائي ستر امام قيافا ته ولاژه.
پطروس يور بيا دې عيسیٰ نه انکار کو
(متي ۲۶:_۷۱_-_۷۵ او مرقوس ۱۴:_۶۹_-_۷۲ او لوقا ۲۲:_۵۸_-_۶۲)
25 په دا وخت کې شمعون پطروس په اغا ځوئي کې ويلوړ و او ځون يې تودوه، بيا ځنې خالکې چې وولته ويلوړ وي ځنې پشتنه وکړله، ”ايا ته هه دې يغ دې شاګردونې نه نه يې؟“ خو پطروس منکر شه او ويې ويل، ”نه، زه نه يمه“ 26 دې ستر امام دې نيکارونې نه يو کاس چې دې يغ ساړي خپل و چې پطروس يې ځنې غوژ پرې کړائي و، يغ ته وويل، ”ايا ته مې دې يغ سره په بوغ کې نه وليدلې؟“ 27 پطروس يو وور بيا منکر شه او په اغا وخت کې چرګ بونګ وکه.
دې پيلاتوس په حضور کې دې عيسیٰ محکمه کيدل
(متي ۲۷:_۱_-_۲، ۲۷:_۱۱_-_۱۴ او مرقوس ۱۵:_۱_-_۵ او لوقا ۲۳:_۱_-_۵)
28 ګائيز واختي دئ عيسیٰ دې قيافا دې کير نه دې روم دې والي موڼئ ته يواړ. يهوديون موڼئ ته وير دې ننه نه شول، ځکه چې يغې نه غوشتل چې په مذابي توګه ناپوک شي او وکړلائي شي دې فسحې ماړئي وخوري. 29 بيا والي پيلاتوس دې ور چانې رو ووته او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”توس په دا ساړي بندې دې څه شي تور لګاوئي؟“ 30 يغې په ځاوب کې وويل، ”که اغا مجرم نه وائي بيا تو ته ووم نه رواستلائي.“ 31 پيلاتوس وويل، ”دائي بوځئ او دې خپل قانون مطابق يې پئصاله وکئ.“ يهوديونې ورته وويل، ”ميژ ته اجازات نشته چې څوک مړ کي.“ 32 په دا رانګ دې عيسیٰ اغا خبره رشتيا شوله چې ويلي يې وي چې اغا و په کيم رانګ مارګ بندې مړ شي.
33 پيلاتوس په څټ موڼئ ته نناوته او عيسیٰ يې رو وغوشت او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“ 34 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا ته دې خپل ځونه دا خبرې کې يا نورې درته دې مو په حق کې ويلي دي؟“ 35 پيلاتوس وويل، ”ايا زه يهودي يمه؟ ته خپل قوم او مشرونې امامونې مو ته رواستلائي يې. تو څه کړي دي؟“ 36 عيسیٰ وويل، ”دې مو بدشائي دې دغې دنيو بدشائي نه دو. که دې مو بدشائي دې دغې دنيو بدشائي وائي، بيا دې مو ليارتلينکي و جنګ کړائي وائي تر څو زه يهوديون مشرون ته تسليم نه شمه. خو دې مو بدشائي دنيائي بدشائي نه دو.“ 37 پيلاتوس يغ ته وويل، ”نو ته بادشا يې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ته په خپله يائې چې زه بادشا يمه. زه دې دغې دې پوره پئيدو شوائي يمه او دنيو ته روغلائي يمه چې دې اقيقات په حق کې شائدي وير کمه او څوک چې اقيقات خواشه وي اغا دې مو خبرې ته غوژ نسي.“
38 پيلاتوس پشتنه وکړله، ”اقيقات څه دائي؟“
په عيسیٰ بندې دې مارګ حکم
(متي ۲۷:_۱۵_-_۳۱ او مرقوس ۱۵:_۶_-_۲۰ او لوقا ۲۳:_۱۳_-_۲۵)
کله چې پيلاتوس دا وويل، اغا بيا په څټ دې ورچانې رو ووته، يهودي مشرونې ته لوړ شه او اعلان يې وکه، ”زه په ده کې څه جرم نه وينمه. 39 خو دې رسم او رواج دې مخه زه ار کول دې فسحې په وريځ توس ته دې زندان نه يو باندي خلوصه ومه. ايا توسې غوړئي چې دې يهوديونې بادشا درته ازود کمه؟“ 40 يغې بيا سيرې وواللې، ”نه، دا ساړائي نه غوړي، ميژ باراباس غوړي!“ او باراباس يو ليار شيکاوينکائي و.