دې عيسیٰ په خلاف دوسيسه

(متي ۲۶:_۱_-_۵ او لوقا ۲۲:_۱_-_۲ او يوحنا ۱۱:_۴۵_-_۵۳)

1 دې فسحې او دې پاطيرې ماړئي اختر ته دوې وريځې پوتې وې. مشرون امامون او دې شريعت عالمون په دا لاټه کې وي چې څرنګې عيسیٰ په پټه رو ونسي او مړ يې کو. 2 يغې وويل، ”خو دا کور دا دې اختر په وريځې کې ونه شي، اسې نه چې خالک شور او غاوغو جوړه کو.“

يوه شځه دې عيسیٰ په سار بندې عاطر اچاوي

(متي ۲۶:_۶_-_۱۳ او يوحنا ۱۲:_۱_-_۸)

3 عيسیٰ په بيت_عنيا کې دې شمعون په کير کې چې مخکې يې دې جذوم بيموري لارله، دسترخوان ته نوست و. يوه شځه روغله او دې مارمارې بوتال ورسره و چې دې سنبل دې قيمتي عاطرې نه ډاک و. يغې دې بوتل سار موت که او دې عيسیٰ په سار يې وچاول. 4 په يغ ځوئي کې په حاضرې خالکې کې ځنې په قهر شول او يو بل ته يې سره وويل، ”دا عاطر ويلې داسې بيځيه لوړ شول؟ 5 کيدائي شول چې دا عاطر دې سپينې زارې په درې ساوه سيکې نه زيوتې بايا خارڅ شوي وائي او پائسې يې غريبون ته ويرکړائي شويې وائي.“ بيا يغې اغا شځه سپکه کړله. 6 خو عيسیٰ وويل، ”په اغا بندې کور مه لرئي! اغا ويلې تنګاوئي؟ يغې دې مو سره شه کور کړائي دائي. 7 غريبون و ار وخت دې توسې سره وي او ار وخت چې وغوړئي دې يغې سره مراسته کړائي شئ، خو زه و ار وخت دې توسې سره نه يمه. 8 دغې شځې چې څه کړائي شول ويې کړل. يغې دې مو په سيرات بندې عاطر وچاول چې په شخاولې نه مخته مې تايور کو. 9 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې دنيو په ارځوئي کې چې زرائي ويرکاول کيژي بيا دغې شځې چې څه کړي دي خالک و اغا يوداوي.“

دې عيسیٰ سره دې خيانت کاولې دوسيسه

(متي ۲۶:_۱۴_-_۱۶ او لوقا ۲۲:_۳_-_۶)

10 بيا يهودا اسخريوتي چې دې يغې دولاسې شاګردونې نه و، مشرونې امامونې ته ويراغائي چې عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو. 11 کله چې يغې دا وورويدل، بيا خواشول شول او دې يغ سره يې دې پائسې وعده وکړه. بيا يهودا دې يوې موقعې په لاټه کې و ترڅو عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو.

دي فسحې دې اختر ماړئي

(متي ۲۶:_۱۷_-_۲۵ او لوقا ۲۲:_۷_-_۱۴،_۲۱_-_۲۳ او يوحنا ۱۳:_۲۱_-_۳۰)

12 دې پاطيرې ماړئي دې اختر په اواله وريځ يعني په اغا وريځ چې يغې دې فسحې ورائي قرباني کوه، دې عيسیٰ شاګردونې يغ ته وويل، ”ته چيرته غوړې چې دې فسحې ماړئي درته تايوره کي؟“ 13 بيا عيسیٰ خپل دوه شاګردون ولاژل او ورته ويې ويل، ”شار ته لوړ شئ، يو ساړائي و ووينئ چې دې يبې مانګائي وري. په يغ پسې لوړ شئ 14 او کيم کير ته چې اغا ويرنناوت، توس هه وير شئ او دې کير خاوند ته ويايئ: ’ايستوذ يائي چې دې ولمانې اغا کوټه چيرته دو چې زه او دې مو شاګردون په کې دې فسحې ماړئي وخوري؟‘ 15 اغا و توس ته پوس په دوايم چات کې يوه ستره جوړه شويې کوټه دير وشائي. وولته دې ميژ دې پوره ماړئي تايوره کئ.“ 16 بيا شاګردون راون شول او شار ته لوړل بيا يغې ټول شايون اغاسې وليدل لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي، بيا يغې دې فسحې ماړئي تايوره کړه. 17 کله چې لماشوم شه بيا عيسیٰ دې دولاسې شاګردونې سره روغائي. 18 کله چې اغا دسترخوان ته کشينوستل او ماړئي يې خواړله، عيسیٰ وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په توس کې و يو کاس چې دې مو سره ماړئي خوري، اې مو سره خيانات وکو.“ 19 په دا خبره شاګردون ډير غمجن شول او ار يوه دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه، ”ايا اغا زه يمه؟“ 20 عيسیٰ يغې ته ځاوب ويرکه، ”اغا دې توسې دولاسې کاسونې نه دائي چې دې مو سره په يوه تولئ کې لوس کيزاوي. 21 لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، دې انسان زيائي بايد مړ شي، خو افسوس دې يغ چا په حال چې دې انسان دې زي سره خيانات کو! دې يغ ساړي دې پوره و شه وائي چې ايڅ پيدو نه وائي.“

دې تيشتن غوره لماشوم

(متي ۲۶:_۲۶_-_۳۰ او لوقا ۲۲:_۱۴_-_۲۰ او لومړی قرنتیان ۱۱:_۲۳_-_۲۵)

22 دې ماړئي خواړلې په وخت کې عيسیٰ يوه ماړئي رووخستله، شکر يې په ويوست، اغا يې موته کړه، شاګردونې ته يې ويرکړله او ويې ويل، ”دا وخلئ، دا دې مو سيرات دائي.“ 23 بيا يغ پيوله رووخستله او دې خدائ شکر يې ويوست او اغا ته يې ويرکړه او دې يغې نه ټولې وتشل. 24 عيسیٰ وويل، ”دا دې مو وينا دو چې دې خدائ او انسان په ميا نځ کې لوظ ټينګاوي چې دې ډيرې خالکې دې پوره و توئيژي. 25 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې بيا و دې يغې وريځې پرا دا دې انګيرې شاربات ونه تشمه ترڅو دې خدائ په بدشائي کې يې بيا ونه تشمه.“ 26 بيا دې يوې روحاني بادلې دې ويلې نه ورستې دې زيتون غره ته لوړل.

دې پطروس دې انکار په حق کې پيشګوئي

(متي ۲۶:_۳۱_-_۳۵ او لوقا ۲۲:_۳۱_-_۳۴ او يوحنا ۱۳:_۳۶_-_۳۸)

27 عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل، ”توس ټول و وتشتئ او مو و پريژدئي، ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

**زه و شپون ووايه او پسون و يې خوره ووره شي.

28 خو کله چې بيا روژواندائي شمه بيا په توس نه مخته و جليل ته لوړ شمه.“ 29 پطروس عيسیٰ ته وويل، ”حتي که ټول تو پريژدي، خو زه و دې ايڅ کله نه پريژدمه.“ 30 عيسیٰ پطروس ته وويل، ”په يقين سره زه تو ته دا يايمه چې هه په دا نن شپه و مخکې په اغا نه چې چرګ دوه ووره بونګ وکو، ته و درې ووره ويائې چې مو نه پيژانې.“ 31 خو پطروس په ټينګه وويل، ”که زه دې تو سره مړ هه شمه، خو ايڅ کله و نه ويايمه چې تو نه پيژانمه.“ او نورې ټولې شاګردونې هه داسې وويل.

عيسیٰ په جتسيماني کې داعو کو

(متي ۲۶:_۳۶_-_۴۶ او لوقا ۲۲:_۳۹_-_۴۶)

32 دئ دې جتسيماني په نوم يو ځوئي ته وراسيدل بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل، ”توس دولته کشينئ او زه داعو کمه.“ 33 بيا يغ پطروس، يعقوب او يوحنا دې ځون سره بوتلل. عيسیٰ ډير غمجن شه او زړه يې تنګ شه، 34 او يغې ته يې وويل، ”دې مو زړه دې غمه چوي او مارګ ته نژدې يمه. دولته پوتې شئ او بئيدور پنډيژئي.“ 35 عيسیٰ لژ لرې لوړ شه او په منځکه ولويده او داعو يې وکړه چې که چيرې کيدائي شي بيا دا دې تکليفينې وخت دا دې مو نه لرې شي. 36 يغ وويل، ”ابا، يعني اې پلوره! دې تو پره ار څه ممکن دي. دا پيوله*** دې مو نه لرې که، خو دې مو راضو نه بلکې لکه څرنګې چې دې تو راضو وي.“ 37 بيا عيسیٰ په څټ شاګردون ته روغائي او ويې ليدل چې اغا ووده دي. بيا يې پطروس ته وويل، ”اې شمعونه، وود يې؟ ايا يو ساعت هه ويش نه شوې پوتې کيدائي؟ 38 بئيدور شئ او داعو وکئ چې اسواسې سره مخومخ نه شي، زړه غوړي خو سيرات کمزورائي دائي.“ 39 عيسیٰ يورې بيا لوړ شه او اغا داعو يې وکړه. 40 کله چې اغا په څټ روغائي اغا يې بيا په خوب ووده وليدل، ځکه چې دې يغې سترګې دې خوبه ډاکې وې او په دا نه پئيدل چې يغ ته څه ويائي. 41 کله چې اغا درام وور روغائي بيا يغې ته يې وويل، ”توس ليا ووده يئ او ارام کئ؟ باس دو. اغا ساعت روراسيدلائي دائي چې دې انسان زيائي و ګونانګورون ته په لوس ويرکاول کيژي. 42 چګيژئي، روڅئ چې څي، اغا څوک چې غوړي دې مو سره خيانات وکو، روراسيدلائي دائي.“

دې عيسیٰ سره خيانات او دې يغ نيول

(متي ۲۶:_۴۷_-_۵۶ او لوقا ۲۲:_۴۷_-_۵۳ او يوحنا ۱۸:_۳_-_۱۲)

43 عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې په مخ يهودا چې دې يغ دولاسې شاګردونې نه و، دې يوې ډالې خالکې سره چې تيرې او لاوړون ورسره وي، رو وراسيده. اغا دې مشرونې امامونې، دې شريعت عالمونې او قومي مشرونې دې طرفه رولژل شوائي و. 44 اغا خاين اغي ته يوه ناخشه وير کړيې وه او ورته ويلي يې وي، ”څوک چې زه کوشال کمه بيا دا اغا ساړائي دائي. اغا ونسئ او په پيره حفاظت سره يې بوځئ.“ 45 کله چې يهودا روراسيده بيا په مخ عيسیٰ ته ويراغائي او ورته ويې ويل، ”ايستوذه!“ او اغا يې کوشال که. 46 بيا يغې عيسیٰ ته لوس وير وچاول او اغا يې ونيو. 47 بيا دې يغې کاسونې نه چې وولته ويلوړ وي يوه تيره رو وياستله او دې ستر امام په نيکار يې بريد وکه او دې يغ غوژ يې پرې که. 48 بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا زه کيم ليارشيکاونکائي يمه چې دې تيرې او لاوړونې سره دې مو دې نيولې دي پوره روغلي يئ؟ 49 زه ارا وريځ دې توسې سره په بيت المقدس کې ومه او تعليم و مې ويرکوو او توسې زه نه ونيولمه، خو دې خدائ کلام چې څه يائي اغا بايد پيره شي.“ 50 بيا ټولې شاګردونې اغا پرياش او وتشتيدل. 51 په داغا وخت کې يو ځوون چې دې کتان يوه ټوټه يې په ځون بادالا وه، په عيسیٰ پسې راون شه. يغې اغا هه ونيو، 52 خو يغ خپلې جومې پريشوې او لاغاړ وتشتيده.

دې يهوديونې دې شورې دې خو نه دې عيسیٰ محکمه

(متي ۲۶:_۵۷_-_۶۸ او لوقا ۲۲:_۵۴_-_۵۵،_۶۳_-_۷۱ او يوحنا ۱۸:_۱۳_-_۱۴،_۱۹_-_۲۴)

53 يغې عيسیٰ ستر امام ته بوته او وولته مشرون امامون، قومي مشرون او دې شريعت عالمون سره روټول شوي وي. 54 پطروس دې ستر امام دې کير پرې په دا پسې څټ ته څټ ته راون و او دې ننه ويراغائي او وولته دې سوتينکيې سره کشينوست او يوره ته يې ځون تودوه. 55 مشرونې امامونې او ټولې شورې اڅه کړله چې دې عيسیٰ په خلاف کيم ثبوت پئيدو کو ترڅو اغا وويژنل شي، خو يغې کيم ثبوت پئيدو نه که. 56 ډيرې خالکې دې يغ په خلاف په درويغا شائدي وکړه، خو دې يغې شائدئي دې يو بل غوندې نه وې. 57 بيا ځنې خالک چګ شول او دې اغا په خلاف يې داسې دې درويغې شائدي وکړه: 58 ”ميژ دې يغ دې خولې نه وورويدل چې ويې ويل: زه و دا بيت المقدس چې دې انسانونې په لوسينه جوړ شوائي دائي ړانګاومه او په درې وريځې کې و بل داسې کير جوړ کمه چې اغا و دې انسانونې په لوسينه نه وي جوړ شوائي.“ 59 خو بيا هه دې دغې خالکې شائدئي سره يو رانګ نه وې. 60 بيا ستر امام دې يغې ټولې په مخ کې ودريده او دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړه، ”ايا ته داغا توماتينه ته چې اغا يې دربندې لګاوي، ځاوب نه ويرکاوې؟“ 61 خو عيسیٰ غلائي پوتې شه او ايڅ ځاوب يې وير نه که. يورې بيا ستر امام پشتنه ځنې وکړه، ”ايا ته مسيح، دې مباراک خدائ زيائي يې؟“ 62 عيسیٰ وويل، ”اې، زه يمه او توس و دې انسان زيائي ووينئ چې دې مطلق قادر خدائ شي لوس ته و نوست وي او دې اسمون په وريځې کې و رو راون وي.“ 63 ستر امام خپلې جومې وشيکاولې او ويې ويل، ”ميژ نور شائدون ته څه ضرورات لري؟ 64 توسې دا کفر ويل ورويدل. دې توسې پريکړه څه دو؟“ بيا يغې ټولې اغا محکوم که او ويې ويل چې اغا دې مارګ لائق دائي. 65 ځنې خالکې لياړې په وير توئي کړلې او سترګې يې ور وتاړلې او په سيکينه يې وويه او ورته ويل يې، ”ويس دې غيبه ويايه چې ته چا ووالې.“ بيا سوتينکيې اغا ونيو او ويې وويه.

پطروس دې عيسیٰ نه انکار کو

(متي ۲۶:_۶۹_-_۷۵ او لوقا ۲۲:_۵۶_-_۶۲ او يوحنا ۱۸:_۱۵_-_۱۸،_۲۵_-_۲۷)

66 په دا وخت کې پطروس لوندې په حويلۍ کې و چې دې ستر امام يوه وينځه روغله 67 او ويې ليدل چې پطروس يور ته خپل ځون توداوي، بيا يغې ورته په ځير وکاتل او ويې ويل، ”ته هه دې عيسیٰ ناصري سره وې.“ 68 خو اغا منکر شه او ويې ويل، ”زه اغا نه پيژانمه او نه پئيژمه چې ته څه يائې.“ بيا اغا دې ورچانې تالي ته ووته او په اغا وخت کې چرګ بونګ وکه. 69 يغې وينځې پطروس وولته وليده او په اغا ځوئي کې ويلوړ خالک ته يې بيا وويل، ”دا هه دې يغې دې ډالې نه دائي.“ 70 خو پطروس بيا هه منکر شه. لژ ساعت ورستې حاضرې خالکې بيا پطروس ته وويل، ”بې شاکه چې ته دې يغې دې ډالې نه يې، ځکه چې ته هه جليلي يې.“ 71 خو پطروس قاسام وخوړ، ”که زه درويغ يايمه بيا دا په مو دې خدائ لعنت وي، توس چې دې کيم ساړي په حق کې خبرې کئ زه اغا نه پيژانمه.“ 72 او په مخ دې دوم وور دې پوره چرګ بونګ وکه. او پطروس ته وير په يود شول چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ”مخکې په داغا نه چې چرګ دوه ووره بونګ وکو، بيا و ته درې ووره ويائې چې زه اغا نه پيژانمه.“ دې يغ زړه موت شه او په ژاړو شه.

Sorry, no results.
Please try another keyword